له زړه تنګون څخه د خلاصي لاره!

R
Riaz Muqamzai
Author
Jan 06, 2021
5 years ago
7,893 views
له زړه تنګون څخه د خلاصي لاره!

لیکنه ـ ریاض مقامزی

زړه تنګون او خفګان په ټوله نړۍ کې یو اروايي ستونزه ګرځېدلې. ډېری وګړي د خفګان او زړه تنګون احساس لري. ددې حالت عوامل ډېر دي او په ټولو وګړو کې د یوې وجهې له امله نه وي. نو ځکه خو یې په یوه علت ټينګار ناسمه خبره ده. اقتصادي ستونزې، ټولنیز محدودیتونه، توقعات او ګڼ نور عوامل ددې سبب کېږي، چې په زړه تنګون اخته شو.
 په افغانستان کې هم دا یوه جدي رواني ستونزه ده. په ځانګړې توګه ځوانان له دې حالته ډېر ځورېږي. که تاسو هم یو له دغو کسانو یې مه خفه کېږئ! موږ تاسو ته ځينې حللارې ښيو، چې مرسته مو کولای شي.

 ۱. د راتلونکي په اړه اندېښنه مه کوئ!

ډېری وګړي له دې امله د زړه تنګون او ژور خفګان احساس کوي، چې د راتلونکي په اړه ډېره وېره لري. زموږ موخه دا نه ده، چې تاسو دې راتلونکی بېخي له پامه وغورځوئ او د خپلې ښې آيندې لپاره هېڅ کار و نه کړئ! بلکې موخه مو دا ده، چې خپل ځان په دې قانع کړئ، چې هر څه سم روان دي.
 یوه عمومي نظریه دا ده، چې تاسو باید خوشبین اوسئ. ځان ته ووايئ چې هر څه به هغسې وشي څنګه چې یې زه غواړم. ځان ته دا هم ووايئ، چې هر څه کېږي خو په خپل وخت سره؛ حقیقت هم همدا دی، هر څه په خپل وخت کې کېږي. هغه څه چې تاسو یې غواړئ ممکن اوس یې دا ښه وخت نه وي. ځکه چې انسان په خپل خیر او شر نه پوهېږي.
 همدارنګه تل کوښښ وکړئ، چې له اوس مهال څخه سمه ګټه واخلئ. تېر هېر کړئ او د راتلونکي په اړه مو مثبت نظر ولرئ.

 ۲. ځان بوخت وساتئ!

د زړه تنګون له منځه وړلو لپاره ارواپوهان یو بل وړانديز هم لري. دوی وايي تاسو باید ځان بوخت وساتئ تر څو د زړه له تنګوالي خلاص اوسئ. رښتيا هم همدا دي. کله چې یوازې یو ډېر ژر زړه تنګي کېږو. نو تل په یوه کار کې ځان بوخت کړئ، مطالعه وکړئ، قدم ووهئ، له نورو سره مرسته وکړئ او له نورو سالمو تګلارو ګټه واخلئ. هڅه وکړئ سالم مصروفيت ځان ته پيدا کړئ!

 ۳. د تېر په اړه فکر مه کوئ!

کله چې يو وخت تېر شي بېرته هېڅکله نه راګرځي. د تېر شوي وخت په اړه افسوس او تشویش بېځايه کار دی. دا کړنه ستاسو ذهني سکون او ارامي له منځه وړي. په دې توګه د زړه تنګون ور هاخوا نورې اروايي ناروغۍ هم پيدا کولای شي. که تاسو په تېر کې کوم څه ترلاسه نه کړل ووایئ الله ج راته له دې ښه وړانديز لري. ماته به ډېر څه راکړي. رښتیا هم خدای "ج" هغه څه کوي، چې د بنده خیر په کې وي.

۴. خيالي بریاوې ولرئ!

کله ناکله په يوه ډول هم له زړه تنګونه نه حلاصېږو نو بیا یوه تګلاره دا هم ده، چې تاسو داسې خيالي منظرې جوړې کړې، چې تاسو پکې خپلو موخو ته رسېدلي يئ او د خپلې خوښې ژوند لرئ. په دې توګه مو پام بدلېږي او د خفګان او زړه تنګون احساس به مو ختم شي.
 که څه هم دا خوښي لنډمهالې وي خو ستاسو فکر بدلولای شي. ددې کار تکرار ښه ندی. ځکه ممکن تاسو لټ کړي او د کار پر ځای به له خیاله ګټه اخلئ. یوازې ځينې وختونه له دې لارې ګټه واخلئ. 

۵. د خپلې خوښې فعالیت وکړئ! 

ځينې وخت پرته له کوم دلیله مو زړه تنګ وي، ددې لپاره چې دا حالت بدل کړئ خپل ذوق وپالئ. ممکن تاسو له کریکټ سره مینه ولرئ یا هم غواړئ چې فیلم وګورئ. ښه خبره ده، ورشئ او د خپل ذوق مطابق فعالیت وکړئ!
 په ځينو کړيو او چوکاټ کې را ایسار ژوند رښتيا هم ستړی کوونکی وي. خپل هغه ذوقونه وپالئ چې ستاسو خفګان پرې ختمېدای شي.

Related Articles

Oct 15, 2020
3,511 views

د تاريخ تر ټولو لنډه جګړه

د زنجبار او انګرېزانو تر مېنځ دغه جګړه چې ټول ټال 38 دقېقې وه ، د زنجبار ( Zanzibar ) په ماته او انګرېزانو په بري پای ته ورسېده . تفصيلزنجبار د 19مې پېړۍ د پېل څخه 1964 کال پورې د افريقا په ختيزو سواحلو کې ېو کوچنی سلطنت و . هغه مهال د ډېرېو نورو اف...

Dec 12, 2020
2,776 views

د مور د شيدو روغتيايي ګټې

که څه هم د مور د شيدو ګټې هر چاته ښکاره او معلوم دي، مګر بیا هم باید پر ځينو اړینو موضوعاتو پوه شئ. ماشوم ته له زېږېدنې وروسته چې کوم لومړني خواړه ورکول کېږي، هغه شیدې دي، نو ځکه خو یې پر ارزښت او اړتیا ډېرې خبرې کېدای شي. د روغتيا نړېوال سازمان د تو...

May 29, 2021
3,554 views

د ځمکني توت لس روغتيايي ګټې

  ځمکنی توت چې په فارسي کې یې توت زميني بولي، یو له ډېرو خوندورو مېوو څخه دی، چې په نړۍ کې ګڼ شمېر مینه وال لري. په اوس وخت کې افغانان یې هم کرنې ته خاصه پاملرنه کوي. په دې لیکنه کې ددې مېوې پر ګټو پوه شئ.   د ځمکني توت روغتيايي ګتې ددې مېوې له...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,775 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,147 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,059 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...