د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

R
Riaz Muqamzai
Author
Dec 27, 2020
5 years ago
17,224 views
د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی

دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.  
 ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او نظر په سمه توګه وړاندې کړي. موږ په دې لیکنه کې د همدې ستونزې د حل پر لارو چارو غږېږو.
 بریاليو کسانو ډېره هڅه کړې، چې د وينا پر مهال د وېرې د کنټرول مهارت زده کړي. د ویرجين شرکتونو موسس ریچارډ برانسون وايي، د خلکو په مخکې خبرې کول مې بدې شي. یو بل میلیاردر وارن بافت هم وايي، چې د خبرو پر مهال وېرېږي. همدارنګه ګڼ نور بریالي خلک هم د خبرو پر مهال د وېرې احساس لري. له نېکه مرغه ددوی اکثرو ستونزه اوس حل شوې ده، نو تاسو هم یو له هغو کسانو یې چې دا ستونزه مو حلولای شئ. 
 څېړونکو څو کاله په دې اړه څېړني کړي، تر څو د خبرو پر مهال د وېرې او فشار د ختمولو تګلارې روښانه کړي. په همدې موخه دا تګلاره عادي مه ګڼئ. 

 ۱ ـ انسان له غلطیو خلاص نه دی!

تر هر څه لومړی، باید ځان ته قناعت ورکړئ، چې انسان غلطېږي او دا کوم شرم نه دی. دا زما خپله شخصي تجربه هم ده، کله چې سټېج ته پورته کېږم وايم که غلط هم شم کومه ستونزه نشته. ځکه انسان کمزوری دی. ددې کار اصلي موخه دا ده، چې په دې توګه ځان ته ډاډ ورکولای شو. 
 کله چې تاسو ډاډه یئ هېڅکله هم تر فشار لاندې نه راځئ او نه به هم خبرې درڅخه ګډې وډې شي. تاسو پوه شوئ ستاسو لومړنی کار څه دی!؟
 بیا یې وایو؛ ځان قانع کړئ چې په خبرو کې غلطېدل کوم شرم نه دی.

 ۲ - له ځان سره وغږېږئ!

دا ډېره عجیبه معلومېږي، چې کله له ځان سره وايئ: "زه یې کولای شم." مګر څېړنو ښوولې ده، چې دا کړنه ستاسو وېره او اضطراب ختمولای شي. همدارنګه تاسو کولای شئ د "زۀ" پر ځای خپل ځان مخاطب کړئ. خپل نوم واخلئ او ووايئ "احمده! ته یې کولای شې."
 پورتنۍ تګلاره په دې ښه ده، چې هر وخت یې تمرینولای شئ. وېره او فشار نشته، تر هغې چې تاسو یې خپله پيدا نه کړئ. 

 ۳ ـ اوبه وڅښئ

که چېرته تاسو د خبرو پرمهال ناڅاپه تر فشار لاندې راغلئ نو ښه تګلاره همدا ده، چې اوبه وڅښئ. دا یوه غوره حللاره ده. تقریبا ډېری خلک د فشار او وېرې کنټرول په یو غړپ اوبو سره کوي. اوبه کولای شي ستاسو په بدن کې خوره شوې وېره له منځه یوسي او تاسو پر فشار او وېرې برلاسی کړي.
 په همدې موخه توصیه کېږي، چې د خبرو پر مهال کوښښ وکړئ یو بوتل یا ګيلاس کې اوبه له ځان سره ولرئ تر ځو د اړتيا پر مهال مو په درد وخوري. 

 ۴ ـ ژوره ساه واخلئ

د خبرو پر مهال د فشار د کنټرول بله لاره د ژورې ساه اخيستل دي. که تاسو هم د وينا پر مهال تر فشار لاندې راغلئ خبرې ودروئ او ژوره ساه واخلئ تر څو شته وېره او فشار مو له منځه لاړ شي.
 ددې کار لپاره اړتيا نشته، چې خبرې نيمې کې پرېږدئ. کولای شئ د ځينو کلمو د ادا کولو پر مهال هم ژوره ساه واخلئ. تاسو ددې کار تجربه همدا اوس هم کولای شئ.

 ۵ ـ حرکت وکړئ

که تاسو ځای پر ځای ولاړ وئ او تر فشار لاندې راغلئ حرکت وکړئ. که د حرکت ځای نه وي نو هڅه وکړئ خپل ځان وخوروئ. همدارنګه کولای شئ د باډي لینګويچ (بدني ژبې) په مرسته خپل بدن متحرک وساتئ او پر فشار او وېرې برلاسي اوسئ.
 که غواړئ خلک پوه نه شي او حرکت وکړئ نو له خپل لاس څخه قلم او یا ورقې په قصدي توګه له لاسه وغورځوئ. بیا ورپسې ټيټ شئ او پورته یې کړئ. په دې توګه به تاسو ددې چانس پيدا کړئ، چې بدن مو په حرکت راشي او فشار مو کنټرول شي. 

 ۶ ـ پر خپل لاس فشار راوړئ

که ستاسو وېره بېخي ډېره شوه او خبرې مو بندې شوې نو کولای شئ د خپل لاس او یا د بدن پر کومې بلې برخې فشار راوړئ. دومره فشار چې د درد احساس وکړئ. تاسو کولای شئ دغه فشار د قلم د څوکې او یا هم کوم بل تېره څيز په مرسته راوړئ.
 ددې ترڅنګ کولای شئ د خپلو غاښونو په مرسته ژبه او یا هم شونډې مو وچيچئ. په دې توګه ستاسو فکري تمرکز له وېرې او فشار څخه د بدن بل درد ته اوړي او وېره مو له منځه ځي.

Related Articles

Nov 08, 2020
2,261 views

مسعود پیژنۍ؟

مسعود پیژنۍ؟ (معرفی کتاب) نوشته ی مصطفی عمرزی در تنازع سیاسی، بهترین شناخت از آشکارایی طرف هایی ست که عملاً در برابر هم قرار گرفته بودند. با پشت سر گذشتاندن حکومت چپی، پی آمد آن بدتر از قبلی شد. در این نوبت، درگیری تا حذف وجدان، کشور ما را بر باد...

Nov 06, 2020
3,024 views

د نړۍ لومړنۍ ښځينه شاعره؛ سافو

لیکنه ـ ریاض مقامزی له میلاد څخه شپږسوه کاله وړاندې د "لیس بوس" په ټاپو کې یوه شتمنه کورنۍ اوسېده. په یاده کورنۍ کې یوه نجلۍ وزېږېده، چې نوم یې پرې سافو "Sappho" کېښود. وروسته یوه لویه شاعره شوه او د نړۍ لومړنۍ ښځينه شاعره بلل کېږي. د شعرونو له محتو...

Jun 17, 2022
1,675 views

ژغورونکی

حکايت دی، چې د سیند په غاړه ولاړ کس ناڅاپه یوه چیغه واورېده. یو څوک لاهو کېده او مرسته يې غوښته. ولاړ کس دریاب ته ودانګل، سړی يې بچ کړ؛ خو سا یې لا نه وه سمه شوې، چې د دوو نورو چېغې يې واورېدلې. ده هغوی هم له اوبو راوايستل وروسته يې يو بل کس او بيا څ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,525 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,101 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,895 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...