د نړۍ لومړنۍ ښځينه شاعره؛ سافو

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 06, 2020
5 years ago
3,016 views
د نړۍ لومړنۍ ښځينه شاعره؛ سافو

لیکنه ـ ریاض مقامزی

له میلاد څخه شپږسوه کاله وړاندې د "لیس بوس" په ټاپو کې یوه شتمنه کورنۍ اوسېده. په یاده کورنۍ کې یوه نجلۍ وزېږېده، چې نوم یې پرې سافو "Sappho" کېښود. وروسته یوه لویه شاعره شوه او د نړۍ لومړنۍ ښځينه شاعره بلل کېږي. د شعرونو له محتوا او مفکورې څخه معلومېږي، چې سافو یوه ځيرکه او با تدبیره مېرمنه وه. 
 نوموړې د ځينو ستونزو له امله د څه وخت لپاره په "سیسیلي" ټاپو کې هم ژوند کړی دی. همدارنګه په "میتیلین" ښار کې یې د ښځو لپاره یو روزنیر او کتلوري بنسټ هم جوړ کړی و، چې ډېری ښځو به هلته زده کړې کولې او په غونډو کې یې ګډون کاوه.
 سافو ته "۹" کتابونه منسوب شوي دي، چې مناجات، ویرنې او بوللې په کې دي. د سافو شاعري له سوزه ډکه او روانه ده. تر ډېره یې شاعري په لنډو بحرونو کې کړې ده. د نوموړې د شاعرۍ سادګي د نړۍ لویو لیکوالو لکه: افلاطون، لونجاینس او هوراس ستایلې. د یوه شعر لږه برخه یې داسې ده:
 خپل وطن ته راشه!
 تا هغه ځای لیدلی،
 نو "کرت*" پرېږده او هلته راشه 
 هلته چې زه تا ته سترګې په لار یم
 هغه ځای چې ستا لپاره سپېڅلی دی
 هغه ځای چې د سپېلنو دانې 
 ستا د ناستې په ځای عطر شیندي
 او یخ نيولې ویالې
 د مڼو د ونو په څانګو کې 
 سندریز مزل وهي ...
 د سافو د مرګ او ژوند دقیقه نېټه نه ده معلومه، خو څېړونکي کې یې د ژوند نېټه "۶۰۰ ق.م" بولي.

 ـــــ...
 * کرت - د یوې سیمې نوم دی.

Related Articles

Feb 01, 2021
4,346 views

"په" او "پر" باید په کومو حالاتو کې ولیکو؟

هر لوستی ځوان باید ددې دواړو په توپير پوه شي؛ ځکه چې ناسمه کارونه یې ستاسو د متن مفهوم بدلولای شي. که څه هم یاده موضوع ډېر بحث غواړي، مګر موږ هڅه کړې ده، چې په ډېر لنډ ډول یې شرحه کړو. "په" او "پر" دواړه سربلونه دي؛ اکثره خلک یې ناسم کاروي. تاسو بای...

Feb 28, 2024
1,903 views

اقليمي بدلون(Climate chanage)

د اقليم بدلون(Climate change)څه ته وائي? ليکنه: انجينر عرفان الله حسن د اقليم بدلون یو ډېر پراخ او لوی بحث ده چې ډېره مطالعه او وخت غواړي, او باید هر څوک پوه شي چې د اقلیم له بدلون سره دنيا او موږ له کومو ستونزو سره مخ کېږو.ما په خلص ډول سره یوازې...

Jan 22, 2021
2,699 views

دشواری های زنده گی در تاجکستان

دشواری های زنده گی در تاجکستان مصطفی عمرزی چند شوونیست تاجک در یک حرکت کاملاً از قبل برنامه ریزی شده، در یک مسیر آبی که مرز افغانستان با تاجکستان را در بر می گیرد، در برابر رییس جمهور کمونیست و انحصارطلب فقیر ترین جمهوری نه فقط اتحاد شوروی سابق، بل...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,491 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,092 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,862 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...