د پيسو د ښه مدیریت لارې چارې

R
Riaz Muqamzai
Author
Dec 24, 2020
5 years ago
9,065 views
د پيسو د ښه مدیریت لارې چارې

لیکنه: ریاض مقامزی

که موږ ژور فکر وکړو نو ژوند مو له پیسو پرته ډېر سخت او آن ناممکن دی. ځکه چې موږ اړ يو د خوړو لپاره پیسې مصرف کړو او پرته له خوړو انسان ډېر ژوندی نه شي پاتې کېدای. دا سمه ده، چې د رزق وعده الله "ج" کړې ده، مګر دا په دې معنی نه ده، چې موږ دې کار و نه کړو او پيسې پيدا نه کړو.
 له خوړو وروسته بيا په پوښاک، تګ ـ راتګ، خپلوۍ پاللو او ګڼو نورو برخو کې اړ یو چې پیسې مصرف کړو. که په دې برخه کې دقیق و نه اوسو، چې پیسې څنګه سم مدیریت کړو، نو ډېر ژر به نورو ته محتاج شو.
 تاسو به ددې لیکنې تر پایه پوه شئ، چې پيسې څنګه مدیریت کړئ، تر څو نورو ته له لاس غځولو وژغورل شئ.

 ۱. د پيسو پر ارزښت غور وکړئ!

انسان هغو څيزونو ته ډېره پاملرنه کوي، چې ارزښت ورته لري. نو ځکه خو اړينه ده، چې لومړی د پيسو پر ارزښت فکر وکړئ.
 تاسو باید پوه اوسئ، چې زموږ موخه واضحه ده. موږ نه وايو، چې تاسو له پیسو سره مینه وکړئ او معنوي شتمني مو له لاسه ورکړئ. بلکې په دې فکر وکړئ، که پیسې و نه لرئ نو څنګه به خپلې کورنۍ ته خواړه برابر کړئ!؟ څنګه به خپلو زده کړو ته دوام ورکړئ، یا هم خپلو اولادونو او وروڼو د زده کړې ملاتړ وکړئ!؟ دا هغه مهم او حياتي مسايل دي، چې پرته له پیسو یې ترسره کول ستونزمن دي.
 لومړی خپل ځان قانع کړئ، چې پیسې ارزښتمن دي. تاسو که دا فکر کوئ، چې پیسې تاسو بې لارې کوي په ناسمه یئ. تاسو کولای شئ د پیسو په مرسته ثواب هم وګټئ. له بې وزلو سره کومک وکړئ، پُل، سړک او نور عامه ځايونه جوړ کړئ. دې ته ورته ګڼې نورې لارې هم شته، چې تاسو پرې خپل وجدان ارامولای شئ. اوس خو به مو قناعت شوی وي، چې پیسې ارزښتمن دي.

 ۲. د څيزونو له اخیستلو وړاندې فکر وکړئ

موږ چې کله بازار ته ځو، نو حتماً مو ځينې څيزونه خوښېږي. هغوی چې د څيزونو له خوښولو سره سم سودا کوي، ډېر ژر له اقتصادي ستونزو سره مخ کېږي. کله چې يو څه اخلئ لومړی یې په اړه فکر وکړئ. همدارنګه له ځانه یو څو پوښتنې وکړئ. څومره اړتیا ورته لرم!؟ پرته له دې څيزه تاسو له ستونزو سره مخ کېږم!؟ دا او دې ورته پوښتنې تاسو اړ کوي، چې غور او فکر وکړئ. تر څو د هغه څيز ارزښت او اړتيا معلومه شي، چې تاسو یې د پېرلو اراده لرئ. که تاسو ورته اړتيا نه لرله او له هغه څيز پرته مو ژوند کې کومه ستونزه نه پېښېده نو ولې یې اخلئ!؟ ولې خپلې پیسې بې ځايه مصرفوئ؟ ممکن یادې پيسې مو په یوه سخت وخت کې په کارې شي.

 ۳. سپما وکړئ!

که تاسو په ورځني توګه پیسې ذخيره کوئ، بختور یئ. زموږ او ستاسې ژوند له ناڅاپي پېښو خالي نه دی. ناروغۍ، تصادفي واقعات او ګڼ نور عوامل موږ اړ باسي، چې پیسو سپما ته خاصه پاملرنه وکړو.
 اکثره خلک ددې لپاره چې عايد يې کم وي سپما ته زړه نه ښه کوي. خو دا ومنئ، چې په لږ عايد کې هم سپما کېدای شي. تاسو کولای شئ، د ورځې ډېرې لږې پیسې، مثلا "۱۰" افغانۍ سپما کړئ. دا ډېرې لږې پیسې دي. مګر له یوې مودې تېرېدو وروسته دا پیسې څو چنده کېږي. ورو ـ ورو ډېرېږي او بالاخره په یوه ډېر مهم ځای کې مو په کارېدلای شي.
 د سپما بله لاره دا ده، چې ځينې عادتونه پرېږدئ. مثلا اکثره خلک په بازار کې خواړه خوري. په دې توګه یې پیسې مصرفېږي. کوښښ وکړئ، چې د ډوډۍ وخت مو کور ته ورسوئ. همدارنګه هغوی، چې سیګرټ څکوي یوه اندازه پیسې يې په همدې لاره ځي. که یادې پیسې وساتل شي نو ښه خبره ده؛ ممکن یوه ورځ یې ډېر په کار شي.

 ۴. ډېرې پیسې مه ګرځوئ

که له تاسو هم زیاتې پیسې مصرفېږي، ممکن یو له هغو کسانو اوسئ چې ډېرې پیسې ګرځوئ. کوښښ وکړئ په جېب کې دومره پیسې وګرځوئ، چې اړتيا ورته لرئ.
 هغوی چې په جېب کې له اړتیا زیاتې پیسې ګرځوي، ډاډه وي. په همدې توګه د پیسو په مصرف کې احتیاط نه کوي. زموږ یوه توصیه همدا ده، چې په جېب کې ډېرې پیسې مه ګرځوئ! دا کړنه تاسو د پیسو په مصرف کې بې غوره کوي.

 ۵. کوچني کاروبارونه پيل کړئ!

که تاسو لږې پیسې هم ولرئ، باید یو کار پیل کړئ. اکثره خلک له دې کبله کار نه پیلوي، چې پیسې یې کمې دي. مګر دا هېروي، چې "ګوکل" له یوې خونې پیل شو او اوس په یوه تعمیر کې نه ځايېږي.
 که ستاسو پیسې کمې وي، په مقابل کې یې کوچني کاري ساحې هم شته. کوښښ وکړئ د خپلو پیسو په اندازه د کاروبار په اړه فکر وکړئ.
 هېڅکله خپلې پیسې جامدې مه پرېږدئ. که غواړئ پیسې ترلاسه کړئ نو باید لومړی یې مصرف کړئ. که سم غور وکړئ په ډېرو لږو پیسو هم کار پیلولای شئ.
 ورو ـ ورو مو کاري ساحه پراخېږي او ډېر ژر به په یوه لوی کاروبار بدل شي. همدا اوس یې وخت دی، د خپلې سیمې حالت او د خلکو تقاضا وسنجوئ، چې کومه ساحه ستاسې د کاري ژوند د پیل لپاره مناسبه ده.

Related Articles

Oct 04, 2020
5,385 views

د جوارو حېرانوونکې روغتيايي ګټې

په افغانۍ ټولنه کې جوار په دسترخوان د جواري يا سکړک په شکل، د ځوانانو په بنډار کې په بټۍ، دوۍ، ډاډۍ او نورو نومونو، چې د اور په لمبو او سکرو به وږي پاخه کړل شول، خوړل کېدل. خو په افغانستان کې تر ژړو جوارو سپين جوار زيات په هر اړخيز خوراک کې استعمالېد...

Mar 13, 2023
1,142 views

له مور او پلار سره د تعامل 35 اداب

له مور او پلار سره د تعامل 35 اداب(1) د هغوۍ په حضور کي موبایل بې ضرورته نه استعمالول(2) د هغوۍ خبرو اوریدلو ته خاموش اوسیدل(3) د هغوۍ نظر پوره اوریدل او منل(4) د هغوۍ د خبرو موافق عمل کول(5) په مجلس کي هغوۍ ته په عاجزۍ سره کتل(6) همیشه د هغوۍ ستاینه...

Jul 24, 2020
2,908 views

خوږه شکره (Diabetes Mellitus)

د نورمال اشخاصو په وینه کي د ګلوکوز(sugar) اندازه په سهار وختي کي (تش نس) د 70 او 110 mg/dL تر منځ ده. له خوراک څخه وروسته د لمړي او دویم ساعت تر منځ د ګلوکوز مقدار د 100 څخه تر 140 mg/dL پورته کېږي او تر خوراک دوه ساعته وروسته بیرته نورمال حالت ته ر...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,501 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,094 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,872 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...