وېښتانو توېدل

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Jun 18, 2023
2 years ago
1,101 views
وېښتانو توېدل

د وېښتانو توېدل:

د ورځې له پنځوسو څخه تر سلو وېښتانو توېدل نورمال دي. د وېښتانو توېدل ډيری وخت د کوم خاص طبي حالت پواسطه منځ ته نه راځي. هغه د وېښتانو توېدل چې د ناروغيو په واسطه منځ ته راځي موقتي وي. کله چې طبي حالت له منځه ولاړ شي وېښتان بېرته را شنه کيږي. پدغه لاندې حالتونو کې کېدی شي د ناروغانو وېښتان د لنډ وخت لپاره توی شي او کله چې دغه حالت له منځه ولاړ شي د وېښتانو توېدل دريږي او وېښتان بېرته راشنه کيږي.

- د وجود د سختې ناروغۍ په صورت کې

- ذهنې فشار، اندېښنه او تشويش

- د سرطان د درملني په وخت کې

- د وزن د لاسه ورکولو په وخت کې

- په بدن کې د اوسپنې د کمبود په صورت کې

ډيری وخت د وېښتانو توېدل درملني ته اړتيا نلري ځکه اکثره يې يا خو د زړيدلو د پروسې نورمال برخه وي اويا موقتي وي او پخپله ښه کيږي.

د توېدلو د مخنېوي يوه درملنه هم سل په سل کې مؤثره نه ده خو دغه دوه لاندې درمل تر يو حده ډير کاريږي.

نارېنه: Finasteride, Minoxidil

ښځېنه: Minoxidil (ښځې بايد له Finasteride څخه استفاده و نکړي).

 


که د سر له پخې او خارښ کړيږئ تاسو کولای شئ چې له هغو شامپو ګانو استفاده وکړئ چې يو لدغو لاندې اجزاوو څخه ولري. په ډيری هيوادونو کې د دغه شامپوګانو د اخېستلو لپاره تاسو د ډاکټر نسخې ته اړتيا نه لرئ.

 


زېنک پېرتيون zinc pyrithione

سالېسليک اسيډ Salicylic acid

سلِنيم سلفايډ Selenium sulphide

کِټوکونازول Ketoconazole

کول ټار Coal tar

 


هغه شامپو ګاني چې يو له پورته اجزاوو څخه ولري بايد يوه مياشت استعمال شي. که يوې کار ور نکړ بله و ازمويئ تر څو هغه شامپو پيداکړئ چې ستاسو د سر پخه ور سره ورکه شي. که له پورته شامپوګانو سره مو د سر پخه او خارښ ښه نه شو نو بيا خپل کورته نېږدې له ډاکټر سره مشوره وکړئ.

کاپی: ډاکټر امان (شمس)

 


که چیرته مو معلومات خوښ شوي وي نو هیله ده چې خپل ملګري مو دی چینل ته را دعوت کړئ او یا يي په نورو ګروپونو کې له نورو ملګرو سره شریک کړئ.

په درنښت،

 


join👉https://t.me/teachbased

Related Articles

Dec 29, 2021
2,343 views

د برودسکي لنډ ژوندلیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی   که څه هم د نړېوالو ادبیاتو اسمان ډېر لوی دی؛ مګر ډېر کم خلک پر دې توانېږي، چې د خپل زحمت ستوري پکې وځلوي. له دې لږو خلکو یو هم برودسکي دی. تاسو به په دې لیکنه کې د نوموړي په اړه مهم معلومات ولولئ.   د بردوسکي لنډژوندلیک   د ر...

Jul 31, 2021
7,237 views

"پښتو ګرامر "لومړۍ برخه

لیکنه ـ ریاض مقامزی  کتابتون ويبپاڼه د خپلو لوستونکو غوښتنو ته په کتو د پښتو ژبې د ګرامر ساده او عام فهمه شرحې لړۍ پیلوي. دا ددې لړۍ لومړنۍ لیکنه ده؛ تاسو به په دې لنډه لیکنه کې د لاندې پوښتنو ځواب ومومئ!   ـ ګرامر څه ته وايي؟  ـ ژبه د ګرامر تا...

Dec 03, 2020
4,597 views

د ويښتانو د وتلو لاملونه

دا چې ويښتان د انسان په ښکلا کې مهمه ونډه لري، نو ځکه خو د ويښتاتو وتل یوه جدي ستونزه ده. موږ هڅه کړې، چې په دې لیکنه کې تاسو ته د ويښتانو د وتلو علتونه وښيو.  د ويښتانو د وتلو علتونه  ۱. د تیروئید ستونزې  که په ستوني کې د تېروئيد غده د هورمونونو ت...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,235 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,279 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,421 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...