د رحمان بابا د یو شعر تصوفي معنا!

د رحمان بابا د یو شعر تصوفي معنا!

ما راجمه کړل د کلي ماشومان ټول 

بیا مې بوتلل وکوڅې ته جانان ټول

سلامونه درنو دوستانو!

یو ځل بیا درته زه سیدادریس سادات د رحمان بابا د خپرونو په لړۍ کې هرکلی وایم.

نن مې درته د رحمان بابا یو بل شعر راوړی دی، دغه شعر هم لکه د نورو شعرونو په څېر ظاهرا د عشقي دردونو، فراق او هجرت کیسه کوي.

مګر د تصوف له اړخه د رحمان بابا د ټول شعري سبک په شان دا شعر هم ژورې تصوفي او عرفاني معناوې لري.

که ویډیو یې وګورئ نو ښه به پرې پوه شئ، د ویډیو لیدلو لپاره یې په لاندې لینک کلیک وکړئ او ویډیو وګورئ.

https://youtu.be/A8fNGOCkjPU?si=kgJKQiJqqymsXXrA 

راځئ د بیت تصوفي معنا ته راځو:

ما راجمع کړل د کلي ماشومان ټول 

بیا مې بوتلل وکوڅې ته د جانان ټول 

ظاهري معنا:

د دې شعر په ظاهري معنا کې شاعر ویلي دي:

ما د کلي ټول واړه ماشومان راټول کړل او بیا مې هغوی ټولل د جانان کوڅې ته بوتلل.

دا یو عاشقانه چل ول او فریب ښکاري چې هدف د جانان د لیدو پلمه پیدا کوي او خپل هجران په وصال بدلوي.

دلته شاعر واړه واړه ماشومان راټول کړي دي او د خپلې محبوبې د کوڅې پر لور یې روان کړي دي.

د دې شعر تصوفي معنا:

پدې شعر کې ماشوم د نفس پر ځای راغلی دی او نفس ته یې د ماشوم تشبیه ورکړې ده.

او دا ځکه چې نفس پخپلو ښو او بدو نه پوهیږي او ماشوم هم تر ډیره حده پخپلو ښو او بدو نه پوهیږي.

دلته سالک د خپل کلي ټول هغه اشخاص راغونډ کړي دي چې په غلطو لارو د نفس په غوښتنه روان دي او د هېچا هم نه مني مګر رحمان بابا د خپل اعلا شعر په جادویې الفاظو سره په هر دور کې دغه خلک له غلطو لارو راګرځولي دي.

او د حق پر لور یې روان کړي دي.

لکه څنګه چې یې پدې بیت کې ویلي دي، ما راجمه کړه د کلي ماشومان ټول 

بیا مې بوتلل وکوڅې ته د جانان ټول.

دلته د جانان له کوڅې څخه مطلب د حق تعالی دروازه ده او سالک دلته وایې چې ما هغه نفسونه راغونډ کړل چې په غلطه لاره روان وو او دوی ټول مې د حق پر لور روان کړل.

دلته د جانان نسبت د بادشاهانو بادشاه الله (ج) ته شوی دی، په بل بیت کې بیا داسې وایې:

د جرګې خبره یار قبوله نکړه 

په ژړا مې ورته څېرې کړ ګریوان ټول

د دې بیت ظاهري معنا:

یار د منځګړیتوب یا پخلا کېدو جرګه ونه منله، د مجنون وارث عاشق پدې سره په ویر او واولا شروع وکړه او خپل ګریوان یې وشکاوه.

تصوفي معنا:

دلته رحمان بابا له خپل یار یعنې الله ج څخه غوښتي دي، تر څو لده سره ملاقات وکړي مګر الله تعالی یې غوښتنه نده منلې او ده هم لکه د لیونیو عاشقانو په څېر په ژړا خپل ګریوان شکولی دی.

دا چې په تصوف کې انګلیسي، عربي او فارسي لغتونه خپلې معناوې لري نو دلته رحمان بابا خپل پښتو هم له چا څخه کمه راوستې نده او جرګه یې په تصوف کې لیده کاته بللي دي.

چې دا د رحمان بابا د پښتو سره د مینې یوه غوره نمونه ده او پښتو ته د خدمت یو ستر مثال یې هم راتللای شي.

په بل بیت کې بیا وایې:

بې نوا چې یې له دره را رخصت کړم 

په خندا مې شول د کلي رقیبان ټول 

ظاهري معنا:

هر کله چې په زړه زخمي عاشق د خپل معشوق له دره نا امیده رارخصت شو، نو د کلي ټولو رقیبانو یې ورپورې وخندل او دی ځانته ډیر زیات خجالته شو.

تصوفي معنا:

له بې نوا څخه پدې شعر کې مطلب د الله ج له درباره ظاهري نا امیدي ده او پدې شعر کې سالک د الله تعالی له درباره پدې ناهیلی شوی دی، چې الله تعالی ورسره ملاقات ونکړ.

نو ځکه عبدالرحمن بابا نا امېده د الله تعالی له درباره راروان شو.

او په دوهمه مصره کې وایې چې په خندا مې شول د کلي رقیبان ټول

دلته له رقیبانو څخه مقصد د دنیا د لذتونو پیروان دي، چې د دنیا په خوندونو کې ډوب دي.

دوی چې هر کله رحمان بابا ولید چې امید یې پوره نشو نو ورپورې یې وخندل، دا کټ مټ همداسې ده لکه نن سبا چې صوفي ‌ږیره پریږدي او یا هم یو بل داسې ښه کار وکړي نو د لانجې پر وخت ورته تر ټولو مخکې زموږ افغانان ږیره یادوي.

او ږیرې ته یې ښکنځل کوي همداسې ځینې خلک په مولویانو او شیخانو پسې خبرې کوي.

او بازې خو چې د صوفیانو د کراماتو کیسې واوري نو په فیسبوک کې یې غوغا جوړه کړې وي او په هغه ورځ دا موضوع د فیسبوک یو مهم بحث ګرځیدلی وي.

دا کړنې په جمهوریت کې ډیرې زیاتې وې خو اوس شکر یو څه حل شوي دي.

په جمهوریت کې زموږ ننګرهار کې به چې یو دیني او روحاني شخص پیدا شو نو د ټولې ټولنې ښکار به وګرځېد.

او ټولو به دومره د شیخ، بچه باز او احمق په نوم دومره ونازاوه چې اخر به یې به یې ږیره کله کړه او د دغه ثواب څخه به محروم شو.

په هر بیت د رحمان بابا ډیرې خبرې کیږي خو فکر کووم د دې بیت معنا به همدومره کافي وي او انشاالله تاسې  به یې په تصوفي معنا ښه پوهیدلي یاست.

په بل بیت کې بیا وایې چې:

شوم بې دمه دم په ما کې پاتې نشو

اندامونه رانه ونیول خفګان ټول

ظاهري معنا خو ښکاره ده سیده یې تصوفي معنا ته ځؤ.

په تصوف کې دا د فنا فې الله حالت دی، چې وجود او هستي د معشوق په مینه او محبت کې خاورې شي او د انسان هستي په نیستۍ کې بدله شي.

رحمان بابا هم دلته وایې چې شوم بې دمه دم په ما کې پاتې نشو

مطلب زه د الله تعالی په عشق کې دومره غرق شوم، چې نور راکې دم ندی پاتې!

اندامونه رانه ونیول خفګان ټول

پدې مصرې کې اندامونه خفګان نیول پدې معنا راغلی دی چې صوفي ته الله تعالی خپل دیدن ندی ورکړی، نو صوفي خفه دی او وایې چې د ډیرو غوښتنو د لاسه نور دم ندی راپاتې او ثبوت یې زما د وجود دننه پټ عذاب دی چې هره ورځ یې  ګورم.

تر دې وروسته بیا وایې :

په غزل مې ګوتې پورې کړې له غمه

په شعرونو کې  مې ولیکه بیان ټول

دلته هم صوفي شاعر وایې چې د یار یعنې الله ج د دیدن په غم کې مې د غزل نړی ته راودانګل تر څو پدې غزلونو کې خپل درد بیان کړم.

تر دې وروسته په اخري بیت کې بیا شاعر لیکلي دي :

زه رحمان به یم ژوندی او یا به مړ یم

دا دیوان به زما ګوري عاشقان ټول

د دې بیت تصوفي معنا داسې ده چې 

رحمان بابا وایم، زه که مړ یم یا ژوندی یم.

زما اشعار بیتونه او دیوان به ټول عاشقان صوفیان او عالمان اوري او دیوان به مې ګوري.

پدې بیتونو کې د ځینو تصوفي کلماتو معناوې داسې راغلي دي:

ماشومان: نفسونه

کوڅه د جانان: د الله تعالی درګاه

ژړا: د روح فریاد 

رقیبان: دنیا پرستان 

خفګان: د الله تعالی په فراق کې خفګان 

شعرونه: د روحاني حقایقو ژبه 

رحمان بابا د مغلي بادشاه شاه جهان خان تر وخته پورې ژوندی وو.

او په کال ۱۱۲۸ کې یې خپل سپیڅلی روح د حق پر لور والوت او پخپلې لیونۍ مینه کې کامیاب شو.

روح یا ښاد یاد یې تل پاتې...!

 

Related Articles

Aug 18, 2023
2,264 views

څلوېښت لنډ حدیثونه

څلوېښت لنډ حدیثونه! ګرانو وروڼو او خویندو !پدې لیکنه کې مو څلوېښت لنډ حدیثونه له پښتو ژباړې سره راټول کړي دي، هیله ده چې ټول یې ولولئ او نورو ملګرو سره یې شریک کړئ، له ډېرو زیاتو اجرونو څخه به برخمن شۍ. اول باید د حدیثونو په اهمیت پوه شو، پدې اړه،...

Mar 10, 2023
2,467 views

د خښتو په هکله پوښتنې اوجوابونه

دخښتوپه هکله پوښتنې اوجوابونه سوال: خشت کاري باید په یوه وخت کې د څومره نه لوړه نکړو؟ځواب: 1m څخه سوال: خشت کاري باید لږ تر لږه څومره موده لمده وساتل شي؟ځواب: 10 ورځېسوال: د تازه خشت کارۍ پروټکشن واضح کړئ؟ځواب: د ګرد،باران او نورو اغیزمنونکو عواملو...

Jan 12, 2023
1,401 views

افسانچه ( ناشکري)

مولوي صيب ته چې د مدرسې په نوم چنده ميلاؤ شوه نو يوه حصه ئې مدرسې له ورکړه چې د خلقو د خولے نه اوځي او په باقې درے حصو باندي ئې ځان له نوے ټوډي موټر واخستو- زما يو ملګرے چې ورله مبارکۍ له لاړے نو مولوي صيب ورته لګيا شو .چي مونږ هسي د اللّٰه شکر نه اد...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,526 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,102 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,895 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...