د خوب پر مهال به حتما د تش ترموز مسلسلې چونګېدا نا ارامه کړي وی. ستونزه هغه وخت جدي شي چې ترموز تر هغې نه غلی کېږي چې سر یې خلاص نشي.
د دې فزیکي پېښې په اړه بېلابېل نظرونه شته. ځینې فکر کوي چې کله چای له ترموز تش شي نو هلته خلا جوړه شي او د همدغه غږ پر مهال لږ لږ هوا د ترموز منځ ته ورځي څو هلته رامنځ ته شوې خلا ډکه شي. خو دا صحیح نه ده.
د لیسانس زده کړو پر مهال مو ترمودینامیک یا د تودوخې فزیک او د هغې څخه رامنځ ته شوي حرکتونه، د اشیاو انقباض او انبساط لوستل. یوه شپه د همزولو سره ناست وم چې ترموز له تشېدو وروسته غږونه پیل کړل. له همزولو مې وپوښتل ترموز ولې غږ کوي. هغو پورتنی ځواب راکړ. ما ورته وویل چې دا ځکه صحیح نه دی چې که خلا هلته وای نو د یو ځل بټن وهلو (چې د ترموز منځ ته د هوا تلو لار پرانیزي) دا تشه ډکېده او بیا اړټیا نه وه ترموز دویم او دریم ځل غږ وباسي. دوی پر خپل ځواب شکمن شول او راڅخه یې وپوښتل چې کره لامل یې څه دی؟
ما ورته لومړی د تودوخې له امله د اشیاو انقباض او انبساط تشریح کړل. چې دا خواص په هوا لا ښه عمل کوي. وروسته مې ورته وویل چې د چای اچولو پر مهال هوا ترموز ته ننوځي چې له کبله یې د چای اچولو بهیر پوکانې لري او ګیلاس کې هم ځینې وخت پاتې کېږي. ترموز ته ننوتې سړه هوا هلته رامنځ ته شوې خلا ډکوي. خو د ترموز د منځ تودوخه تازه ننوتې هوا تودوي چې له کبله یې انبساط رامنځ ته کېږي. د هوا انبساط د ترموز په سرپوښ فشار راوړي او په دې توګه هوا له ترموز بهر راوځي. دا چې د راوتو لار یې ډېره کوچنۍ او چای له کبله لمده وي، نو د هوا وتل غږ تولیدوي.
جالبه دا ده چې له څو ثانیو هوا وتلو وروسته په ترموز کې فشار تعادل ته رسيږي. په دې وخت کې ترموز نوره هوا نه وباسي او غږ هم ورسره ورک شي. وروسته چې بیا د ترموز د منځ هوا د تودوخې له کبله منبسطه شي، بیا فشار لوړ شي او د هوا وتلو لپاره زمینه برابره شي. د هوا وتلو لړۍ هغه مهال پای ته رسي چې یا د ترموز سر خلاص شي څو منبسطه شوې هوا په ازاد ډول له ترموز بهر شي او یا د ترموز منځ سوړ شي.
دې پېښه ته د شپې ډېر پام اوړي ځکه ارامي وي او لږ غږ هم زر اورېدل کېږي. که څه هم د ورځي دا فیزیکي پېښه تکرارېږي، په دې لږ توپير چې د شپې پرتله د ورځې بهرنۍ هوا تودوه وي او انبساط يې هم د تودوالي په تناسب لږ وي.
د هوا انقباص او انبساط د ټرمودینامیک علم په لومړیو کې پيژندل شوی او په نړۍ کې د صنعتي انقلاب پر مهال ورڅخه ګڼو ماشینو کې کار واخیستل شو. تر اوسه هم په ځینو مواردو کې دا پروسه کارونه لري.
#ساینس زده کړئ!
https://twitter.com/assemmayar1
Related Articles
د مور شیدې کومې ګټې لري؟
لېکنه: شکېبا نادري، د مور شیدې کومې ګټې لري؟ اولاد د مور او پلار لپاره د خدایﷻ لخوا یوه ډالۍ او هغه نعمت دی چې دوی یې باید تل شکر ګذاره و اوسي. ځکه الله ﷻ دوی د اولاد په واسطه له راتلونکې محتاجۍ څخه ژغورلي، د دوی د خدمت لپاره یې ورته د ډالۍ په توګه...
یو ملکي انجنیر څه کوي؟
یو ملکي انجنیر څه کوي؟ منځپانګېیو ملکي انجنیر کوم فعالیتونه او دندې ترسره کوي؟1. د ودانولو موقعیت و ارزوئ2. د خاورې مطالعات ترسره کول3. د توپوگرافي او درجی شرایط وټاکئ4. د پروژې پلې کولو لپاره لازمي اجازه ترلاسه کړئ5. ساختماني محاسبې ترسره کړئ6. د سا...
دڅوژبې د زده کړې ګټې
لیکوال: اسمعیل معصوم دنورو ژبو دزده کړې ګټې په نني دور کې د نورو مسلکونو دزده کړې ترڅنګ د یوې دویمې یادیوې بلې ژبې زده کول دپخوا په نسبت ډیر شوي دي. داچې ولې خلک یوه دویمه یا دخپلې ژبې ترڅنګ یوه بله ژبه زده کوي غواړم په دغه لیکنه کې يې په اړه...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...