دڅوژبې د زده کړې ګټې

I
Ismail Masoom
Author
Jul 24, 2022
3 years ago
2,454 views
دڅوژبې د زده کړې ګټې

لیکوال: اسمعیل معصوم

دنورو ژبو دزده کړې ګټې

 

په نني دور کې د نورو مسلکونو دزده کړې ترڅنګ د یوې دویمې یادیوې بلې ژبې زده کول دپخوا په نسبت ډیر شوي دي. داچې ولې خلک یوه دویمه یا 

دخپلې ژبې ترڅنګ یوه بله ژبه زده کوي غواړم په دغه لیکنه کې يې په اړه مستند ځوابونه در سره شریک کړم. باید یادونه وکړم چې دیوې دویمې یا د بلې ژبې  دزده کولو لپاره کالونه کالونه وخت، امکانات ، زحمتونه او مصارف اړین او بنیادي دي. په نني عصر کې که تاسې وګورئ د لویو ښارونو او ګڼ میشتو سیمو ترڅنګ په لرې پرتو سیمو کې هم خلک دخپلې مورنۍ ژبې ترڅنګ یوه بله ژبه زده کوي. غواړم پر دغه موضوع لږ تم شم. فرض کړئ زموږ مورنۍ ژبه پښتو ده اوس دیوپښتون په صفت که دری یا فارسی ژبې ته چې دافغانستان یوه رسمي ژبه ده نظر واچو نودری زموږ دویمه ژبه ده. دویمه ژبه هغه ژبې ته وايي چې په یو هیواد کې دیوې رسمي ژبې په توګه کارول کیږي داچې دری ژبه زموږ په ملک کې یوه رسمي ژبه ده نو دری زموږ لپاره یوه دویمه ژبه ګڼل کیږي. د دری سره په تفاوت ، که چیرې د انګلیسي، جرمني، عربي او یا داسې نورو ژبو په اړه فکر وکړو دغه ژبې زموږ دهیواد رسمي ژبې نه دي او نه خلک ورباندې خبرې کوي. نو داسې ژبو ته خارجي ژبې یا په انګلیسي کې ورته foreign language  ویل کیږي. موږ دواړه ډوله ژبې (خارجي ژبې او دویمې ژبې) دیوې دویمې ژبې په صفت قبلوو. دا چې اوس یوه څه د خارجي او دویمې ژبې پرتوپیر پوه شوغواړم دیوې دویمې ژبې دزده کړې ګټې درسره شریکې کړم:

 

1.                  پرڅوژبوخبرې کوونکی: دیوې دویمې ژبې په زده کړې سره موږدپرڅوژبوخبرې کوونکو په ډله کې حسابیږو. دیوې یا ډيرو دویموژبو په زده کړې سره موږ د هغو خلکو پر نسبت چې هغوی یوازې په یوه ژبه(مورنۍ ژبه)خبرې کوي ډيري کاري فرصتونه لرو. په نني عصرکې په ټوله نړۍ کې حصوصاً په پرمختلواوګڼ میشتو سیمو کې دهرې دندې په اعلان سره دنورو وړتیاوړ ترڅنګ دپرڅو ژبو دخبرې کولو وړتیاوې هم اړینې او ضروري دي. تاسې به د یوې دندې په غوښتنې کې لوستي وي چې دنورو وړتیاوو ترڅنګ پرڅو ژبو دخبرې کولو وړتیاوې هم اړینې او ضروري وي. د نړۍ په پرمختللو هیوادونوکې دبیلابیلو ژبوخلک شتون لري چې ددوی له جملې ډیر کم دنوموړي هیواد په رسمي یامحلي ژبوپوهیږي. د یوې ادارې مشر داسې کسان پردندې ګماري چې هغوی د پيرودونکو یا مرجعینوپه ژبوباندې یاحداقل پرنورو داسې ژبوباندې پوهیږي چې له مرجعینوسره ورباندې افهام اوتفهیم کولای شي. غواړم دموضوع دښې روښانتیالپاره یومثال درکړم: تاسې غواړئ په دوبۍ کې یولوی مارکيټ پرانیزۍ . د نوموړي مارکيټ لپاره تاسوکارکوونکو ته اړتیالرئ. کله چیرې تاسې په خپل مارکيت کې داسې کسان پردندو وګمارئ چې هغوی یوازې پر پښتوپوهیږي نو ستاسودپيرودونکو اومشتریانوترمنځ پوهاوی یاافهام اوتفهیم له حده ډیرستونزمن کیږي چې دمشتریانوګراف موبیخي راټیټوي. دکاري فرصتونو ترڅنګ، هغه خلک چې هغوی پرڅو ژبو خبرې کوي هغوی له ښې اوغوره ذهني پراختیاڅخه برخمن دي. دوی په مختلفوژبوکې مطالعه کوي ، دمختلفو ژبو د لیکوالانو له لیکنې استفاده کوي. دخپلې ژبې ترڅنګ دنورو ژبو په مطالعې سره دوی له ډیرو سرچینوڅخه برخمن وي. د یادو شویو ښیګڼو ترڅنګ، دپرڅو ژبو خبرې کوونکو یوه بله ښیګڼه داده چې دوی د بلې ژبې په زده کړې سره خپله ژبه هم زده کوي. دژبو اکثره وړتیاوې سره ورته دي. که تاسې په انګلیسي ژبه دیوې ښې اوغوره لیکنې ستراتیژۍ زده کړئ تاسې په خپله ژبه پښتوکې ترې هم استفاده کولای شئ چې کیدای شي په پښتوکې موپخوازده نه وي. یا که تاسې په یوه ژبه کې د نوم، ضمیر، فعل اوداسې نوروتعریفونه اومثالونه زده کړئ داتقریباًپه ټولو ژبوکې ورته دي. 

2.                  وصل: ژبه دافهام اوتفهیم یا دپوهاوي وسیله ده. هغه خلک چې موږ په کور کلي کې ورسره اشنايي لرو دنورو ګډو ځانګړتیاووڅخه یې یوه ځانګړتیا ژبه ده. که موږ په یوه ژبه خبرې نه شو کولای سخته به وي چې له یو بل سره اړیکې ولرو. دیوې دویمې ژبې په زده کړې سره کولای شو دنوموړې ژبې له ویوونکو سره دملګرتیا اوخپلوۍ اړیکوته پراختیا ورکړو. فرض کړئ تاسې په کاناډاکې په یوټولګي زده کړې کوئ چې په دغه ټولګي کې یوازې یوکاناډايي زده کوونکی په پښتوپوهیږي. پښتوژبه ستا او ددغه زده کوونکي ترمنځ مختلفواړیکوته پراختیاورکولای شي. تاسوکولای شئ دپښتوژبې په مرسته له یوبل سره افهام اوتفهیم وکړئ، د یو بل له کلتور، عنعناتو، رواجونولاسته راوړنوڅخه معلومات ترلاسه کړئ.

3.                  لواړ معاش: هغه خلک چې هغوی پرڅو ژبوخبرې کولای شي دوی د نورو په نسبت چې یوازې په خپله مورنۍ ژبه خبرې کوي لوړ معاش اخلي. دیوې ادارې مشر یاریئس پردندې داسې کسان مقرروي چې دوی پرڅوژبوخبرې کولای شي. دغه ډول کسان دنورو په نسبت باندې ډيرمشتریان یامرجعین جذب کولای شي. 

4.                  ذهني وده: دیوې ژبې زده کول د نورو ښیګڼو ترڅنګ دذهني ودې لپاره هم ګټور دی. هغه خلک چې دوی پرڅوژبوپوهیږي هغوی ښه فکري تمرکز، دلغاتونوغوره زیربنا، قوي حافظه، غوره غوږنیونه اوداسې نورې ښیګڼې لري. دوی د هرڅه لپاره ځانګړي کلمات اودهرې وینالپاره ځانګړی ساحتمان لري. د ډیرې مطالعې په نتیجه کې ذهن فعال او کرنده کیږي. هغه خلک چې هغوی ډيرمصروفیت لري دوی تیز ذهن لري. دغه وړتیاوې داطرافي خلکو په توپيرپه هغو خلکوکې لیدل کیږي چې دوی په ښار کې اوسیږي. په ښارکې عموما دکلیو او بنډو په نسبت دبیلابیلو ژبوویوونکي وي.

5.                  د نړۍ ننداره: په نړۍ کې دسیاحت اوچکر لپاره یوازینۍ اړتیا فاسپورټ او پیسې نه دي. دهیوادونو له کلتور، رسم او رواج، خوراکونواوڅښاکونو ، دچکر اوسیل دځایونوپه اړه کره اوسم معلومات لرل هم اړین دي. دا ټول هغه وخت شوني دي چې تاسې د هم هغه هیواد له ژبې سره بلدتیاولرې. که په هم هغه ملک کې وې باید دهغو خلکویا دبلې نړیوالې ژبې سره دومره بلدتیاحتماً ولرې ترڅو له یوځای څخه بل ځای ته سفر وکړای شې، دخپلې خوښې خوراک وغوښتلی شې، ښایسته پارکونو او ریسټورانټونو ته لاړشې. یو کلیوال مو خبره کوله چې یو کس کوم بهرني ملک ته تللی وو. داچې دهغه هیواد ژبه  یې زده نه وه نو هوټل کې ورڅخه حدمتګار دخوراک په اړه پوښتنه کړې وه. داچې ده ددوی ژبه نه وه زده حدمتګار ورته دمختلفو خوراکونو نومونه اخیستي وو، ده ورته دیوخوراک په نوم اخیستو سره سر خوځولی وو. کله يې چې ورته خوراک مخکې ایښی و دخنځیرغوښه یې ورته راوړې وه. 

6.                  دمعلوماتوداصلي ماحذپيداکول: بعضې وخت دیوې څیړنې پرمهال موږ اړیو تر له نورو ژبوڅخه ګټه واخلو. نن سباپه هره ژبه کې دهرې موضوع په اړه ډیرې لیکنې شوي دي. که موږ له ژبو سره بلدتیاولرو کولای شودهرډول معلوماتو یوې غني او بسیاسرچینې ته لاس رسی ولرو. نن سبا په انګلیسی اوعربي ژبه چې موږ ورسره ترډیره بلدتیالروډیرمعلومات شتون لري. داسې موضوعات کیدای شي ډیرکم پيداشي چې دهغې په اړه په انګلیسي اوعربي ژبه لیکنې نه وي شوي.

7.                  له نورو کلتورونوسره سره بلدتیا: نه یوازې دیوهیواد بلکې دهرې ټولنې په اړه هراړخیز کلتوري، عنعنوي، اقتصادي ... معلومات یوازې په یوڅوکلیکونو سره په انټرنیټ کې پيداکولی اولوستلی شو. داهغه وخت امکان لري چې له نورو ژبو سره بلد وو. که له انګلیسي اوداسې نورو نړیوالو ژبو سره اشنايي لرئ نوستاسوپروړاندې دمعلومات هیڅ کمی نشته.

اسمعیل معصوم – خپل کاري دفتر خوست ښار

۲۰۲۲/۰۷/۲۴

یادونه:دا لیکنه روهي او پوهاوي میډیا هم خپره کړې وه.

 

 

 

Related Articles

Dec 05, 2021
2,623 views

جسدونه څنګه مومیایي کېږي؟

لیکنه ـ وړانګه اکبر مومیايي کېدنه، چې په انګلېسي کې یې "mummification" بولو، یوه ځانګړې پروسه ده؛ خو مخکې له دې چې په مومیایې کېدنې وغږېږو لومړی هغه کېمیاوي مواد چې مړي به پرې مومیایې کېدل پېژنو:   لومړی| Linen مړی به په طبیعي مالګه کې کېښودل کېد...

Aug 08, 2020
2,545 views

امونېم ناېترېت

پرون د لبنان پاېتخت ( پلازمېنې) بيروت کې ېو ډېره زوروره چاودنه وشوه . وروستي مالومات ښيي چې ( تر اوسه) په دې چاودنه کې سل کسان وژل شوي او 4000 ټپېان دي .د نړېوالو خبري اژانسونو په وېنا چاودنه په هغه بندري ګودام کې شوې ، چېرته چې 2700 ټنه امونېم ناېتر...

May 12, 2022
2,445 views

آیا پوهېدئ، چې د جنسي اړیکو ننداره رواني ناروغي ده؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی   په ټولنيز ژوند کې زموږ اکثره کړه ـ وړه شاید عادي وبرېښي؛ مګر په علمي لحاظ کېدای شي رواني ناروغي وي. تاسو په دې لیکنه کې د همداسې یوې عجیبې رواني ناروغۍ په اړه لولئ! د جنسي اړیکو ننداره که څه ددې ناروغۍ له نوم څخه داسې معلومېږ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,448 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,077 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,835 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...