To start downloading books

Please sign in or create an account.

Faridon Delsoz Niazai 9 months ago 668
د چای ترموز چونکیدا -فزیک

د چای ترموز چونکیدا -فزیک

د خوب پر مهال به حتما د تش ترموز مسلسلې چونګېدا نا ارامه کړي وی. ستونزه هغه وخت جدي شي چې ترموز تر هغې نه غلی کېږي چې سر یې خلاص نشي. 
د دې فزیکي پېښې په اړه بېلابېل نظرونه شته. ځینې فکر کوي چې کله چای له ترموز تش شي نو هلته خلا جوړه شي او د همدغه غږ پر مهال لږ لږ هوا د ترموز منځ ته ورځي څو هلته رامنځ ته شوې خلا ډکه شي. خو دا صحیح نه ده.
د لیسانس زده کړو پر مهال مو ترمودینامیک یا د تودوخې فزیک او د هغې څخه رامنځ ته شوي حرکتونه، د اشیاو انقباض او انبساط لوستل. یوه شپه د همزولو سره ناست وم چې ترموز له تشېدو وروسته غږونه پیل کړل. له همزولو مې وپوښتل ترموز ولې غږ کوي. هغو پورتنی ځواب راکړ. ما ورته وویل چې دا ځکه صحیح نه دی چې که خلا هلته وای نو د یو ځل بټن وهلو (چې د ترموز منځ ته د هوا تلو لار پرانیزي) دا تشه ډکېده او بیا اړټیا نه وه ترموز دویم او دریم ځل غږ وباسي. دوی پر خپل ځواب شکمن شول او راڅخه یې وپوښتل چې کره لامل یې څه دی؟
ما ورته لومړی د تودوخې له امله د اشیاو انقباض او انبساط تشریح کړل. چې دا خواص په هوا لا ښه عمل کوي. وروسته مې ورته وویل چې د چای اچولو پر مهال هوا ترموز ته ننوځي چې له کبله یې د چای اچولو بهیر پوکانې لري او ګیلاس کې هم ځینې وخت پاتې کېږي. ترموز ته ننوتې سړه هوا هلته رامنځ ته شوې خلا ډکوي. خو د ترموز د منځ تودوخه تازه ننوتې هوا تودوي چې له کبله یې انبساط رامنځ ته کېږي. د هوا انبساط د ترموز په سرپوښ فشار راوړي او په دې توګه هوا له ترموز بهر راوځي. دا چې د راوتو لار یې ډېره کوچنۍ او چای له کبله لمده وي، نو د هوا وتل غږ تولیدوي.
جالبه دا ده چې له څو ثانیو هوا وتلو وروسته په ترموز کې فشار تعادل ته رسيږي. په دې وخت کې ترموز نوره هوا نه وباسي او غږ هم ورسره ورک شي. وروسته چې بیا د ترموز د منځ هوا د تودوخې له کبله منبسطه شي، بیا فشار لوړ شي او د هوا وتلو لپاره زمینه برابره شي. د هوا وتلو لړۍ هغه مهال پای ته رسي چې یا د ترموز سر خلاص شي څو منبسطه شوې هوا په ازاد ډول له ترموز بهر شي او یا د ترموز منځ سوړ شي.
دې پېښه ته د شپې ډېر پام اوړي ځکه ارامي وي او لږ غږ هم زر اورېدل کېږي. که څه هم د ورځي دا فیزیکي پېښه تکرارېږي، په دې لږ توپير چې د شپې پرتله د ورځې بهرنۍ هوا تودوه وي او انبساط يې هم د تودوالي په تناسب لږ وي.
د هوا انقباص او انبساط د ټرمودینامیک علم په لومړیو کې پيژندل شوی او په نړۍ کې د صنعتي انقلاب پر مهال ورڅخه ګڼو ماشینو کې کار واخیستل شو. تر اوسه هم په ځینو مواردو کې دا پروسه کارونه لري. 
#ساینس زده کړئ!
https://twitter.com/assemmayar1

Related Articles

د اتومي پېښې پر وخت څه کول پکار دي؟

شمېرنې ښيي چې د روسیې او اوکرايین ترمنځ روان کړکېچ سره سم د وګړو په منځ کې د هستوي بریدونو اندېښنې زیاتې شوې دي، په انټرنېټ کې خلک د هستوي بریدونو او له دې بریدونو څخه د پېښېدونکو زیانونو او ځان ساتنې لارو چارو په تړاو د پخوا پرتله زیات لټون کوي.  په یوه زدکړنیز لابراتوار او یا هم د سرطان درملنې یوه روغتون کې د یوې راډیواکټیف مادې له تویېدنې څخه ن...

حرکت کی برکت دی

زموږ ناکامي داده، چي بیخي ډېر شیان مو په فکر او پلان کي سته، خو شروع نه په کوو. بین ستین په The Bulletproof Investing کتاب کي لیکي:"خامخا اول قدم واخله. ممکن اول قدم اخیستل سخت وي، ستړیا وغواړي او شاید درد ولري، خو همدا اول قدم د ټول ژوند د حرکت سبب ګرځي" ډېر فکرونه کول، لویو لویو خیالونو کي ډوبېدل، لټي و ستوستي، بېره او د شروع له پاره اول قدم نه...

گاز نيونه (تسمم) څنګه رامنځته کيږي او څنګه ترې ځان ساتلای شو؟

کاربن مونو اکسایډ تسمم: کاربن مونو اکسایډ ګاز یو بی رنګه، بې بویه، بې خونده ګاز دی چی په موجودیت یې څوک په اسانۍ  نه پوهیږی ترهغې چې تسمم یې نه وي رامنځ ته کړي، د کاربن مونو اکسایډ تسمم اکثره د سون موادو د سوزیدلو څخه منځ ته راځی لکه: لرګي، پټرول، ګازی بخاري، اوتو او داسی نور.  کله چی دغه کاز خپور شی انسانان او حیوانات په تسمم اخته کوی په اوسنۍ و...

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي

د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري او فعالیتونه د همدغي ناحیې څخه کنټرولېږي.لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کو. - د سهار چای نه چیښل:هغه خلک چې د سهار چای نه چیښي په بدن کي یې د شکري اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کي یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوری کېږي....