د ډوډۍ خوړلو کتلور په مختلفو ټولنو کې لږ او ډېر توپير لري. د خوراک په وخت کې ځینې کارونه کېدای شي په یوه ټولنه کې ښه او په بل کې بد وي.
د فرهنګونو رنګارنګي په جامو او رفتار کې پای ته نه رسېږي بلکې ګڼ نور رواجونه هم یوه ټولنه له بلې جلا کوي. یو له هغو لارو څخه چې یوه ټولنه له بلې پرې جلا کولی شو، ډول ـ ډول خواړه او د خوړلو طریقې دي. په دې لیکنه کې به څو بېلګو ته اشاره وکړو.
لږ خواړه باید لوښي کې پرېږدئ
که په چين کې ميلمانه شوئ له خوراک وروسته په لوښي کې حتمن لږ خواړه پرېږدئ. که تاسو لوښی خالي کړئ چينايان فکر کوي تاسو ته یې کم خواړه درکړي او د شرم احساس کوي. په چین کې ميلمانه همداسې کوي. که لږه غذا هم ورکړل شي یوه برخه یې لوښي کې پرېږدي، چې کوربه ګمان وکړي کافي خواړه یې چمتو کړي.
له کاشوغ پنجې ګټه مه اخلئ
په تایلینډ کې، چې کله ډوډۍ خورئ یوازې د وریجو د خوړلو پر مهال له کاشوغ پنجې ګټه مه اخلئ. که مو دا کار وکړ نو کوربه دا کړنه د خپل توهين په معنا ګڼي. په نورو خوړو کې له کاشوغ پنجې کار اخیستل کوم عیب نه دی، خو بیا هم د احتیاط لپاره کولای شئ نور ناست خلک وڅارئ چې کاشوغ پنجه کاروي یا نا. همدارنګه د تایلينډ خلک له چاقو هم ډېره ګټه نه اخلي. یوازې کاشوغ او کاشوغ پنجه کاروي.
د مشرانو درنښت
په کوریا کې لکه د افغانستان په څېر د عمر خوړلو خلکو ډېر درناوی کېږي او بالخصوص د ډوډۍ خوړلو پر مهال ورته ځانګړې پاملرنه کېږي. که د ډوډۍ په مېز کې ناست خلک له عمره پاخه وي، پرېږدئ چې هغوی ډوډۍ خوړل پيل کړي. دا کار جدي وګڼئ! که لومړی پیل تاسو وکړ، ډېره یې بده ګڼي.
د مالګې او مسالې له اچولو ډډه وکړئ
د نړۍ په هر ځای کې، چې هوټل ته لاړ شئ او یا میلمانه شئ نو په دسترخوان کې مالګه او مساله حتمن وي، تر څو د خپل ذوق مطابق ګټه ترې واخلئ. مګر په مصر کې دا کار باید هيڅکله و نه کړئ. هغوی دا کار د خواړه پخوونکي لپاره ستر توهين ګڼي. هغوی ترې دا معنا اخلي چې آشپز نه پوهېده څومره مالګه او مساله وکاروي.
په بریتانیه کې د چای څښل
بریتانويانو د چای څښلو لپاره خاص قوانین په نظر کې نيولي. د چای څښلو لپاره له کاشوغونو ګټه اخلي. کله چې چای خوږوئ باید کاشوغه مو د پیالې په اړخونو پورې و نه لګي. همدارنګه د چایو له لړلو وروسته باید کاشوغه له پيالې وباسئ او په لوښي کې یې کېږدئ.
په نړۍ کې د ډوډۍ خوړلو حيرانوونکي رواجونه
Related Articles
د پښتنو د ازادۍ پښتون مجاهد خانداد بابا
د پښتنو د ازادۍ پښتون مجاهد خانداد بابا د خانداد بابا په اړه باندې پښتانۀ دانشوران او تاریخ پوهان وخت په وخت خپلې تبصرې کوي دا ډېره ښۀ خبره ده چې خپل اتلان ژوندي وساتلے شي ، خپل اتلان یادول د ژوندي قامونو کار دے زۀ دغه کار ته خوش بین ضرور یم خو په د...
پر خسرګنۍ د زوم د ګرانښت پینځه نښې!
لیکنه: شکېبا نادري پر خسرګنۍ د زوم د ګرانښت پینځه نښې! دا خو ښکاره خبره ده چې کله یوه نجلۍ واده وکړي او د یوې نوې کورنۍ غړې شي، نو په زړه کې یې په سلګونو پوښتنې پیدا کېږي، چې ایا دوی به له ما سره مینه لري او که نه؟ زه به له دوی سره خوشحاله و...
کشران مو داسې وروزئ!
لیکنه ـ ریاض مقامزی دا د افغاني او پښتني کورنيو دود دی، چې کشران د مشرانو لخوا تربیه کېږي او دوی ته د ژوند، اړیکو، خبرو او نورو مواردو په هکله پوهاوی ورکول کېږي؛ مګر له بده مرغه په اکثرو کورنیو د کورنۍ هر مشر غواړي چې کشران یې د هغه په څېر شي او ی...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...