کولیسټرول Cholestrole

E
Enayatullah Khan
Author
Dec 09, 2023
2 years ago
1,327 views
کولیسټرول Cholestrole

⭕ کولیسټرول Cholestrole یا د وینی غوړ څه شی دی ؟

🩺 تعریف : کولیسټرول د وینی د غوړو څخه عبارت دی چې د ینی ( liver ) په واسط تولیدېږی ، او د بدن د نورمالو وظایفو د پرمخ بیولو لپاره ضروری دی . کولیسټرول په وینه کی د پروټینو سره په ترکیبی ډول موجود وی چې د دواړو ترکیب د لیپوپروتینو Lipo protien په نوم یادېږی .

🩺 :
 د کولیسټرول وظیفی
1 : د بدن د حُجراتو د باندنی طبقی جوړښت .
2 :  حُجراتو ته د قابل جذب موادو مشخص کول چې کومو ته اجازه ورکړی او کومو ته یی ورنکړی چې حُجری ته داخل شی .
3 : د جنسی هورمونونو په تولید کی هم دخیل دی .
4 : همدا رنګه د ادرنال غدی د هومونو ( کورټیزول ، کورټیکوسټیرون ، الدوستیرون او نورو ) په تولید کی هم مهم رول لری .
5 : د صفرا په تولید کی هم مرسته کوی .
6 :  د لمر د وړانګو په واسطه د ویټامن ډی په اخیستلو کی هم مرسته کوی .
7 : د هغه ویټامنونو په جذب او میتابولیزم کی هم مرسته کوی کوم چهګې په غوړو کی د حل کیدو قابلیت لری لکه :
Vitamin A , D , E & K .
8 :  همدا رنګه د عصبی ریښو پوښل .

🩺 د کولیسټرول یا لیپوپروټینو ډولونه :

1 : ټیټ غلظت درلودونکی لیپوپروټین یا Low density lipoprotein ( LDL ) : دا ډول لیپوپروتین یا کولیسټرول د بدو يا مُضِره لیپوپروتینو په نامه هم یادېږی ، دا ډول لیپوپروتین ، کولیسټرول د ینی ( liver ) څخه حُجراتو ته اِنتقالوی چې په نتیجه کی په حُجراتو او د هغه په شاوخوا کی د هغوی ډېروالی د وینی د رګونو د تنګوالی او د هغه د دیوالونو د سختوالی سبب ګرځی چې په نتیجه کی لوړ فشار ، د رګونو شکیدل او داسی نورو مُشکلاتو سبب کیدای شی .

2 :  لوړ غلظت درلودونکی لیپوپروتین یا High density Lipoprotein ( HDL : دا ډول لیپوپروتین د ښه يا مفيده لیپوپروتینو په نوم هم یادېږی ، دا ډول لیپوپروتین ، کولیسترول د بدن د حجراتو څخه ینی ته انتقالوی او په ینه کی ټوټی کیږی او د بدن څخه خارجیږی چې په نتیجه کی د رنګو د تنګوالی څخه مخنیوی کیږی .

3 :  ترایګلایسرایډ Triglycerides : ترایګلایسرایډ یو کیمیاوی ترکیب دی په کوم کی چې په ډیر مقدار غوړ موجود دی . دا ترکیب د وینی په پلازما کی موجود وی ، نوموړی غوړ زموږ د غوړو غذایی موادو څخه کوم چې موږ یی په ورځنیو خوړ کی اخلو منشه اخلی او همدا رنګه په بدن کی د نورو غذایی مواد لکه قندی مواد او داسی نورو څخه هم جوړېږی کوم چې زموږ د بدن د مصرف څخه زیات شی . نوموړی مواد د بدن په شحمی حُجرو کی ذخیره کېږی .

Dr enayatulllah himat

Related Articles

Jul 06, 2020
5,050 views

د پیسو نړیوال صندوق

نړیوال بانک او د پيسو نړيوال صندوق (IMF) دوه نړیوالې ادارې دي چې هیوادونو ته قرضه ورکوي، نړیوال بانک هغو هیوادونو ته قرضه ورکوي چې د هیواد اقتصاد مخ پر ودې روان وي او غواړي لا پرمختګ وکړي نو له نړیوال بانک قرض اخلي، هندوستان یې ښه مثال دی؛ دوی له نړی...

Jul 28, 2022
2,568 views

دڅوژبې د زده کړې ګټې

لیکوال: اسمعیل معصوم دنورو ژبو دزده کړې ګټې   په نني دور کې د نورو مسلکونو دزده کړې ترڅنګ د یوې دویمې یادیوې بلې ژبې زده کول دپخوا په نسبت ډیر شوي دي. داچې ولې خلک یوه دویمه یا  دخپلې ژبې ترڅنګ یوه بله ژبه زده کوي غواړم په دغه لیکنه کې يې په اړه...

Jul 06, 2020
3,996 views

مدیریت

دټولنیزو سازمانونو پیدا یښت او پراختیا یو دنني تمدن لهځانگړنو  څخه ده هرې ټولنې دمختلفو لاملونو(زمان او مکان)  په پام کی نیولو سره خپلو اړتیا وو ته په کتو د خپلو سازمانونو په پراختیا او لوړتیا  کی هڅی کړي دي اړینه  ده  چی هر ټولنیز سازمان   خپلو مو خ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,985 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,205 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,195 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...