هېواد داوبو مدیریت او ایران سره د هلمند د سیند تړون

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
May 21, 2023
2 years ago
1,397 views
هېواد داوبو مدیریت او ایران سره د هلمند د سیند تړون

د هېواد داوبو مدیریت او ایران سره د هلمند د سیند تړون
لیکوال: خان محمد تکل

موږ تل ویلي چې د هېواد د اوبو مدیریت یو له خورا پېچلو ماموریتونو او مسولیتونو څخه دی، په دغه برخه کې هره کېدونکې پرېکړه باید په خورا دقت او هوش سره وشي. ځکه زموږ ډیره برخه اوبه له پولې وتونکې  (بیرون مرزي) دي. په داسې حالاتو کې یوه کوچنۍ تېروتنه موږ له لوی بحران کې راګیرولی شي او د لوی ملي خیانت سبب کېدلی شوو.
راځم اصلې موضوع ته، هغه ایران سره د هلمند معاهدې د تطبیق ده چې په دې وروستیو کې د ایران او طالبانو تر منځ پرې ګرمې خبرې روانې دي. غواړم د هلمند معاهدې د تطبیق په اړه ولس او اوسنیو مسؤلینو (طالبانو) ته ځینې مسایل روښانه کړم چې ایران سره باید څه وشي او تر اوسه پورې څه شوي؟
۱- ایران د معاهدې له لاسلیک څخه وړاندې او وروسته له ۲.۵ څخه تر ۳ میلیارد مترمکعبه اوبه په اوسط ډول په کال کې ترلاسه کړي دي. ایران یې باید پر دې قانع واوسي چې تل یې له خپل حق څخه زیاتې اوبه اخیستي او د افغان ملت منندوې واوسي.
۲- دوئی(ایران) اړخ هېڅکله د دغه لوی مقدار اوبو اخیستل نه منلي او نه به یې ومني او نه په تللو اوبو قانع دي او په خورا سپين سترګۍ یې هر وخت ویلي چې “افغان اړخ دې خپل سیلابونه مهار کړي. دوی دې د زیاتو اوبو راکولو احسان پر موږ نه کوي بلکې دا د دوی ناتواني ده چې خپل سیلابونه او اوبه نه شي مهار او مدیریت کولی.”
۳- ایران د افغانستان له پېچلو حالاتو څخه په استفادې تل هڅه کړې چې د هلمند معاهدې د پاتې برخې چې د(دریوو نقطو) ټاکل دي مخه نیولې/نیسي یې چې په وروستي ځل یې یو جګپوړی هيئت ما سره له مشورې خلاف کابل ته را واستوه او غوښتل یې چې یو ځل بیا له خپل نفوذ څخه په استفادې د هلمند د معاهدې د تطبیق مخه ونیسي. خو ما په ټول قوت سره دغه ناسته ناکامه کړه او اجازه مې ورنه کړه چې د هېواد په ارزښتونو معامله وشي. د ډیرو فشارونو سره سره مې ور سره ناسته ونه کړه او د ایران هيئت بېرته ستون شو  او دا زما د ماموریت تر ټولو لوی ویاړمنه او درنه پرېکړه وه، چې وروسته بیا د داخلي جاسوسانو له خوا په مرګ او له دندې څخه په لرې کولو وه ګواښل شوم، خو دا هر څه ما له وړاندې پر ځان منلي و، ځکه موقف او د ملي ګټو لپاره راته ژوند کوم ارزښت نه لره.
۴- د هلمند معاهده چې ډیرو قربانیو وروسته د تطبیق وروستۍ مرحلې ته رسېدلې. ځکه کمال خان بند چې د ولس، د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې قهرمانو کارکوونکو او ننګیالیو امنیتي ځواکونو په قربانیو بشپړ او ور سره سم د هلمند معاهده هم بشپړېدو ته نږدې شوې يواځې د دریوو نقطو ټاکل دي چې باید د تخنیکي انجنیرانو لخوا وټاکل شي.
د دغه دریوو نقطو ټاکلو پروسه زموږ د ماموریت پر وخت تر ډیره بشپړه شوې. اوس دوئ دغه موضوع د تخنیکي او مسلکي انجنیرانو پر ځای د وزیرانو پر کچه مطرح کوي چې په هغه صورت کې به بیا دغه معاهده له تخنیکي اړخ څخه په حقوقي دعوې بدلیږي چې دا به راتلوونکي نسل ته یو لوی سرخوږی وي.
۵- زما د معلوماتو له مخې به په نږدې راتلوونکي کې به ایراني چارواکو سره په کابل کې ناسته تر سره کیږي چې طالبانو ور سره منلې هم ده، لومړی خو باید ووایم چې دا ناسته هم د تېرو ناستو په څېر د ایران له طرفه یو نمایشی ناسته ده چې د معاهدې د تطبیق لپاره نه بلکې د نقض لپاره یې د اسنادو پریښودل دي.
څومره چی زه د معاهدې د متن او مقابل لوري د نیت سره اشنا یم مخکې له مخکې دا جلسه بی نتیجه پای ته رسیږی او صرف د ناستی یو شرمنده حقوقی سند افغان لوری ته پریږدی او بس چې په راتلوونکي کې به همدا سند د ایران له لوری په محاکمو کې استفاده کیږی. یو ځل بیا وایم چې دغه ناسته به د هلمند معاهدې په اړه وروستۍ ناسته وي چې یاده ناسته به د راتلوونکي لپاره یو حقوقي سند پاتې شي. ایران په دې پوهیږي چې افغان لوري تل خپل مسؤلیت ادا کړی خو دوئ(ایران) د خپل نفوذ او زور له لارې غواړي خپل ځان بري ثابت کړي.
هغه متل دی چې وايي” مړ هم زه او پړ هم زه.”
په اخر کې دومره وایم چې د هلمند معاهدې په اړه د ایران هېواد سره د وزیرانو پر کچه هره سیاسي ناسته مردوده او ناروا ده او دا زموږ د ملي شتمني(اوبو) روح او روان سره ستر او نه جبرانېدونکی ملي خیانت دی.
زه یو ځل بیا وایم چې د هلمند معاهدې په اړه دې ایران سره صرف د د دریوو نقطو د تعین په اړه خبرې وشي او دغه خبرې دې د تخنیکي انجنیرانو په واسطه وشي نه د وزیرانو او سیاسي اشخاصو لخوا. بغیر د دریوو نقطو د ټاکلو چې ایران هېڅکله ورته نه حاضر کیږي له دې ور هاخوا له ایران سره په نورو مسائیلو بحث او ناستې معامله او ملي خیانت دی.
زه د طالبانو پر مشرتابه او په ځانګړي ډول د ریاست الوزراء پر ملا عبدالغني برادر غږ کوم چې د اوبو پر سر د معاملې مخه ونیسي. کنه هېڅوک او هېڅ عمل له تاریخ پټ نه پاتې کیږي..

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده.. 

Related Articles

Dec 23, 2021
1,739 views

لانګ فیلو وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی   د نړۍ او په ځانګړې توګه د نوموتو امریکايي شاعرانو/لیکوالو په قطار کې لانګ فیلو هم د یوه خاص مقام/ځای خاوند دی. تاسو به په دې لیکنه کې د نوموړي په اړه مختصر خو مهم معلومات ولولئ.   د لانګ فیلو لنډ ژوندلیک د امریکا ددې منلي شاع...

Nov 16, 2023
2,067 views

هغوی چی یوه ښځه لری ولولی

زمادی غاړه خلاصه وی زه هم داخل یم پکی څوک چې په یوه مېرمن راضي شو او ټول ژوند یې ورسره تېر کړ، هیڅوک نه دی، مجلس کې یې مه پرېږدﺉ! قاضي ابوالسعودويلي دچاچه يوه ښځه وي هغه کس دخلګو ترمنځ دفيصلي اوحکم کولو صلاحيت نلري، ابوحيان توحيدي ويلي ماداسي قوم ل...

May 28, 2023
1,160 views

جرمني کښې په شخصي او لږ مصرف تحصیل

په جرمني کښې په شخصي او لږ مصرف تحصیل: لکه څرنګه چې د بورسونو تعداد کم دی او ځینې دوستان په اقتصادی لحاظ دا وړتیا لري چې په بهر کښې په شخصي مصرف لوړې زده کړي وکړي نو ومې پتیله چې د شخصي مصارفو له لارې د لوړو زده کړو ښه او ارزانه فرصتونه درسره شریک ک...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,448 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,077 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,835 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...