لانګ فیلو وپېژنئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
Dec 23, 2021
4 years ago
1,783 views
لانګ فیلو وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

د نړۍ او په ځانګړې توګه د نوموتو امریکايي شاعرانو/لیکوالو په قطار کې لانګ فیلو هم د یوه خاص مقام/ځای خاوند دی. تاسو به په دې لیکنه کې د نوموړي په اړه مختصر خو مهم معلومات ولولئ.  

د لانګ فیلو لنډ ژوندلیک

د امریکا ددې منلي شاعر/لیکوال بشپړ نوم "هینري واډزورس لانګفیلو ـ Henry Wadsworth Longfellow" دی. نوموړي په "۱۸۰۷" زیږدیز کال، د مین ایالت په پورټلینډ سیمه کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستلې. دا چې لانګ فیلو له یوې بډايې کورنۍ سره تړاو درلود، نو منظمې زدکړې یې وکړې. په "بوډن" کالج کې تر زده کړو وروسته اروپا ته د زده کړو او سیاحت لپاره لاړ. هلته له درې کلونو (۱۸۲۶ ـ ۱۸۲۹ز) تېرولو وروسته بېرته خپل هېواد ته راغی او په "بوډن" کالج کې یې د استادۍ دنده واخیسته.

ده د استادۍ پر مهال واده هم وکړ او له پنځه کاله تدریس وروسته بېرته اروپا ته ولاړ. په ورته وخت کې یې مېرمنه په امریکا کې مړه شوه. فیلو بېرته امریکا ته راغی او په هارډوارډ پوهنتون کې تدریس شروع کړ.

خپلو محصلینو ته یې د اروپايي شاعرۍ په نوم کتاب تألیف کړ، چې په اروپا کې یې هم لوستونکي لرل. که څه هم نوموړي خورې ورې مقالې، خپل خاطرات، ډرامې او نور آثار خپاره کړي وو؛ خو اصلا د نوموړي شاعرۍ ډېر مینه وال پیدا کړل او فیلو یې د شهرت تر پوړیو ورساوه. لومړنۍ شعري ټولګه یې "د شپې غږونه" نومېږي او ددې ترڅنګ ایوانجلین، د لارې د غاړې میلمستون او د هایاواثا ترانې یې هم د شعري ټولګو نومونه دي. باید ووایو، چې هېڅ بل امریکايی شاعر پخپل ژوند کې د لانګفیلو په اندازې نه دی نازول/ستایل شوی.

له ګڼو ادبي او هنري لاسته راوړنو وروسته نوموړی په "۱۸۸۲ز" کال کې د پنځه اویا کلونو په عمر ومړ.    

د شعر یوه بېلګه

د "لانګ فیلو" پر ژوند خو به تر یره بریده پوه شوي يئ. په دې برخه کې به د نوموړي یو شعر هم ولولو، چې د "ګټه او تاوان" تر عنوان لاندې نوموتي لیکوال/شاعر عبدالباري جهاني ژباړلی دی.  

چې یوازې مې یو ځان یو مې ګرېوان وي

راسره فکر د ګټې او تاوان وي

وايم څه شی مې بایللي، څه ګټلي

لږ به پاتې ځای د فخر په میدان وي  

زه پوهېږم څومره ورځې مې کړې تېرې

په بې ځایه پاڅېدلو ګرځېدلو

لکه غشی چې په ښه نیت وي وار شوی

خطا شوی پر هدف له لګېدلو

مګر څوک به دومره زړه وکړي چې ټول کړي

د ژوندون د لارې ګټې تاوانونه

څوک خبر دي، بری کوم دی، ماتې کومه

تل په جزر پسې راشي لوی موجونه

Related Articles

Jun 21, 2021
2,563 views

د تراژيدۍ پېژندنه

په قاموسونو کې په لږ لفظي توپیر سره د تراژیدۍ کلمه په یوه معنی کارېدلې،تراژیدي یعنې دردناکه صحنه،دردناکه ننداره یا دردناکه تمثیل. غم او ناورین ته هم ویل کېږي.    ارستو د بوطیقا په اثر کې د تراژیدۍ په اړه داسې تعریف وړاندې کړی دی:((تراژیدي د یوه داس...

Jan 07, 2023
1,106 views

حقوق منقوضه ذکور || Violated rights of male

نام نویسنده: محمدمصطفی محمدیار (کارشناس ارشد در رشته حقوق خصوصی) Writer’s name: Mohammad Mustafa Muhammadyar حقوق نقض شده‏ی ذکور آن دسته از حقوق استند که با وجود شناخته شدن آن در دین مبین اسلام و قوانین مختلفه، با دلایل مختلف همچون دلایل سیاسی – جن...

Feb 03, 2022
2,366 views

څنګه خوشحاله ژوند لرلای شو؟

لیکنه: شکېبا نادري څنګه خوشحاله ژوند لرلای شو؟   ټول انسانان په ژوند کې له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي، خو پیاوړی کسان هغه دي، چې د ژوند له ستونزو سره مبارزه وکړي، له لوېدلو څخه وروسته بیا راپورته شي او د خپلې موخې لپاره وجنګېږي، هېڅکله خپلو هیلو ته ل...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,287 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,290 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,465 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...