د سالنګ سیند څخه کابل د اوبو د لېږد پروژه، چې ځینې رسنۍ یې خبر کښته پورته کوي، هېڅ درک نه لري. تېر کال چارواکو د خلکو د ارامولو لپاره د دې پروژې د کار خبر ورکړ، خو په حقیقت کې د اوبو او برېښنا وزارت یې ډیزاین ته ظرفیت نه لري. دا چې سږ کال واورې لږ وورېدې او زر ویلې شوې، ځمکې ته لږ اوبه تغذیه شوې. نو راتلونکو میاشتو کې به د اوبو ستونزه ډېره شي. خاصتا په لویو ښارونو کې به د ځمکې لاندې اوبو کچه لا پسې ولوېږي.
اوسنیو امکاناتو ته په کتو په لویو ښارونو او د هغو شاوخوا د ځمکې لاندې اوبو مصنوعي تغذیه راتلونکو کلونو کې یو څه ستونزه لږ کولی شي. د مصنوعي تغذیې ګڼې لارې شته. چې یو یې د سیند د اوبو څخه لویو حوضو ته اوبو هدایت کول دي څو هلته ځمکې ته چارچ شي. همدارنګه د ښارونو شاوخوا سیمو کې د باران اوبو د زېرمې او تغذیې کولو لارې چارې عملي کول او نورې کړنې هم د ځمکې لاندې اوبو وضعیت ښه کولی شي. چې ما د ټویټر په لاندې لړۍ کې پرې بحث کړی.
https://twitter.com/assemmayar1/status/1638201185566875648
د کابل ښار د اوبو ستونزې اوږدمهاله حل لپاره له شاه و عروس بند څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد او همدارنګه د شاه توت بند جوړول اړین دي.
سالنګ سیند څخه کابل د اوبو د لېږد پروژه
Related Articles
د واده لپاره مناسب عمر کوم دی؟
لېکنه: شکېبا نادري، د واده لپاره مناسب عمر کوم دی؟ د انسان د پیدایښت موخه د الله عبادت او د انساني نسل زیاتوالی دی، د انساني نسل د زیاتوالي یوازینۍ سرچینه واده کول دي. واده کول په هره ټولنه کې په بېلابېلو عمرونو او بېلابېلو رواجونو ترسره کېږي، ځی...
د ژوند د بریالیتوب اساسي راز مثبت فکر دی
د افغانستان د ۴۰ کالو جنګونو او ناخوالو نه یوازې افغانان په مادي لحاظه ځپلي بلکې په معنوي لحاظه هم ځپلي. زموږ اکثره خلک فکر کوي، چې انسان یوازې مادياتو ته اړتیا لري؛ خوژوند کې د مادیاتو سره څنګ کې معنویات هم ډېر مهم رول لري. دلته کې ډېرې مېندې...
څنګه خپلې پیسې سپما کړو؟
لیکنه: شکېبا نادري څنګه خپلې پیسې سپما کړو؟ ډېری انسانان په دې اند دي چې نن ورځ څنګه ژوند وکړي، د خوشحاله ژوند تمه لري، خو هېڅکله په دې اړه فکر نه کوي، چې د راتلونکي لپاره باید پیسې سپما کړي، کله چې خپله دنده له لاسه ورکړي او یا له کومې بلې ستون...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...