د ژوند د بریالیتوب اساسي راز مثبت فکر دی

K
Ketabton
Author
Jul 05, 2020
5 years ago
3,681 views
د ژوند د بریالیتوب اساسي راز مثبت فکر دی

د افغانستان د ۴۰ کالو جنګونو او ناخوالو  نه یوازې افغانان په مادي  لحاظه ځپلي بلکې په معنوي  لحاظه هم ځپلي. زموږ اکثره خلک فکر کوي، چې  انسان یوازې مادياتو ته اړتیا لري؛ خوژوند کې د مادیاتو سره څنګ کې معنویات هم ډېر مهم رول لري. 

دلته  کې ډېرې مېندې او پلرونه  فکر کوي، اولادونه یې د درې وخته ډوډۍ نه پرته بل هیڅ شي ته اړتیا نه لري. همدغه وجه ده ، چې ماشومان مو چې کله لویان شي، په ځانونو باور نه لري، او ځانونو د هیڅ شي ارزښت وړ نه ګڼي،او همدارنګه هیڅ کله  مثبت  سوچ او فکر نه کوي،  چې د دې ډېر اسباب او علتونه دا هم کېدای شي: د مثال په ډول، یو پلار سهار وخته له کوره وځي تر څو خپلو بچو ته حلاله نفقه پېدا کړي، نور د خپلو بچو په اړه دا سوچ نه کوي، چې دوي تفریح ته هم اړتیا لري اوکنه؟ یا خبرو او ناستو ته اړتیا لري او کنه؟ د ښو کارونو لپاره تشویق ته اړتیا لري او کنه؟ ښه لباس اغوستلو ته اړتیا لري او کنه؟  ناسمو کارونو سمولو لپاره باید وخت ورکړل شي  اوکنه؟ 

یا د یوې بلې بېلګې په توګه،  افغانستان کې ډېرې مور او پلار د اولادونو خیال ساتي، خو هغسې مینه ورسره نه کوي لکه څرنګه چې پکار ده. که اولاد یې ناجوړه شو، ډاکټر ته یې بیایي؛ خو که اولاد یې ښوونځي کې اول نمره شي، پلار یې زوي یا لور په دې دومره لویه لاسته راوړنه، هغومره خوشالي نه لمانځي لکه څومره چې پکار ده. که چېرې یو نجلۍ یا هلک اول نمره شي، باید مور او پلار يې کلک غېږ کې ونيسي ، او ښکل یې کړي، خو بدبختانه دلته زموږ ټولنه کې دا کلتور هم ډېر عام نه دی.  همدا وجه  کیدای شي، چې ماشوم که څومره لوی هم شي، هغه ته ستر کارونه د ارزښت وړ نه تمامېږي، ځکه وړیکتوب کې واړه کارونه ته یې ارزښت  نه دې ورکړل شوی، او نه ورته ټولنه کې چا اهميت ورکړی نو ځکه د مثبت په ځای همېش بې ارزښته  فکر کوي، او هر شی ورته بې مانا ښکاري .   

 

په تاسف سره باید ووایم، دلته یو لوی مشکل دا هم دی، چې اکثرو ماشومانو باندې په وړیکتوب کې غلط نومونه کېښودل کېږي، یا هغوي غلط کارونو په خاطر ملنډې پرې وهل  کېږي يا همداسې د تهدید سره مخ کېږي، خو هیڅ څوک ورته دا خبره نه  کوي، چې دا  کارناسم دی او د  سم کار طریقه دغسې ده، نو هغوي چې کله لوي شي همېش فکر کوي، چې موږ ټولنه هیڅ ارزښت نه لري. دوي دا فکرهم کوي، چې دوي په ټولنه کې  بدرنګه او بې ارزښته خلک دي.  دوي همدا سوچ او فکر قبول کړی، چې موږ حقیقت کې همدا څه چې فکر کوو، همداسې به یوو، او ټول عمربه همداسې اوسوو. داسې خلک  هیڅ کله د جوړښت، د اصلاح، پرمختګ او نور مثبت سوچونه او فکرونو کې  ځانونه هیڅ نه بوختوي.  

د یو کس مثبت او منفي ذهنیت د دې نه معلومیږي، چې مثبت فکر لرونکي همېش وايي، دا پیاله نیمه ډکه ده، خو منفي فکر کوونکي وايي دا  پیاله نیمه خالي ده.  د نړۍ څومره پرمختللي او ستر خلک چې لیدل کېږي، د هغوي بنیادي او اساسي  د بریالیتوب راز په مثبت سوچ او فکر کې دی. که یو کس ژوند کې یو مقام ته نه رسېږي، نو د هغه ستونزه هیڅ شي کې نشته پرته د منفي فکرڅخه.  

پوهان وايي: انسان چې  هر څه په اړه فکر کوی ، هماغه څه ترې جوړېږي. دا خبره بلکل د کاڼي کرښه ده. سوچ او فکر په احساس اغیز لرلائ شي.  که ښه سوچ وي ښه احساس به هم ضرور وي، او که بد سوچ وي نو بد احساس به کوي.  احساس بیا په عمل تاثیر لري. د ښه احساس خاوندان همېش مثبت کارونه ترسره کوي، د بد احساس لرونکو د خلکو کارونه بیا همېش منفي وي. همدا ښه عملونه چې څو، څو ځل د یو شخص په ژوند کې تکرار شي، دا په عادت بدلیږي. ارواپوهان وايي، انسان یو کار ۹۰ سلنه د عادت له مخې کوي. اوس زموږ ټولنه کې څوک ښه عادتونه لري او ښه کارونه کوي، هغه ته موږ په درنه سترګه ګورو او په درنښت یې هر ځای کې د شخصیت ستاينه کوو.  

اوس اکثره منفي فکر لرونکي خاوندان به وايي، چې څنګه کولای شو چې منفي سوچ او فکر په ښه سوچ بدل کړو؟ 

 دلته لاندې ځنې جملې لیکم، دا جملې دې  هر کس سهار هره ورځ ځان سره په لوړ غږ دې هميش  تکراروي. نو ډېر امکان لري، چې د يو انسان منفي سوچ په مثبت تبدیل شي، خو دا کار یوازې د یو څو ورځو لپاره باید و نه شي، بلکې همداسې دوام دې ورکړل شي، چې نتیجه یې دریو میاشتو نه واخله تر شپږو پورې حتمي معلوميږي لکه.  

زه د خدای پاک څخه د ټولو نعمتونو مننه کوم.

زه ښایسته، تکړه، هوښیار او پوه انسان يم . 

. زه ډېر مهربانه، باجرئته او زړور انسان  یم

. زه که د هر کار اراده وکړم، هغه کار زده کولای شم

زه د ژوند سره مینه لرم او ژوند ښکلی دی .

زه د خپلې ټولې کورنۍ سره ډیره مینه لرم.

زه د خپلې کورنۍ ته ډېر احترام کوم. .

نن ورځ به په ما ډېر ښایسته تېریږي.

زه ډېر خواريکښ او فعاله انسان یم.

. زه که کوښښ وکړم، خپلو اهدافو او خوبونو ته ضرور رسېدی شم 

دا هغه جملې دي، چې ارواپوهان یې هر چا ته سپارښتنه کوي ، او په خاصه توګه هغه چاته یې سپارښتنه کوي، چې احساس د کمتری سره مخ وٍي. ضرور نه ده، چې دا جملې هو به هو همداسې وي. تاسو پخپله هم کولای شې، داسې جملې پخپله جوړې کړئ او ځانو سره یې تکرار کړئ. د بیلګې په توګه ، که تاسو غواړئ ښه ښوونکی شې خو فکر کوې: زه ښه ښوونکی نه شم جوړیدئ. که تاسو هره ورځ د خپلې خوارۍ او محنت  تر څنګ دا جمله تکرار کړئ، چې زه يو ښه ښوونکی یم، زه به ښه ښوونکی جوړېږم. دا تاسو سره ډېره همکاري کوي. کله چې ستاسو ماغزو دا ومنله، نو ضرور تاسو به ښه ښوونکی جوړېدای شئ.

د خپلو هیوادوالو د ښه ژوند په هیله

Related Articles

Mar 15, 2022
1,868 views

نړۍ او ژوند

  لیکنه: وقار ابراهیمي اوسنۍ نړۍ د انسان لوړتيا او آرامه د بل انسان په ماتیدلو او غورځولو کې نغاړلې ده، چې په دې انسانانو کې ځینې وخت موږ او تاسو هم د نورو د ناوړه او ژوند ځورونکي هدفونو ښکار کېږو؛ یا په ځینې خپله موږ او تاسو د طبیعت بې انصافي له ا...

Dec 08, 2021
2,210 views

د قهر (غوسې) د مهارولو تګلاره

لیکنه ـ ریاض مقامزی ژوند د غوسې، آرامۍ، خوښۍ، خفګان او د ورته نورو اضدادو ټولګه ده. انسان کله خوښ کله خفه وي، همدارنګه کله آرام او کله هم غوسه وي. غوسه داسې حالت دی، چې په انسان کې د یوې غلط فهمۍ، غلطۍ، بې عدالتۍ او نورو عواملو له کبله پیدا کېږي. پ...

Sep 13, 2021
3,220 views

د سپټمبر په یوولسمه څه وشول؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی له نن څخه شل کال وړاندې پر همدې ورځ (د سپټمبر یوولسمه) د امریکا پر لوی سوداګریز مارکېټ برېدونه وشول. په کومو برېدونه کې چې څه کم "۳۰۰۰" تنه ووژل شول. له دې پېښې وروسته امریکا او ناټو ځواکونه په ګډه پر افغانستان یرغل وکړ او دا چار...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,428 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,073 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,823 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...