د آرام خوب لارې چارې

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 09, 2020
5 years ago
3,791 views
د آرام خوب لارې چارې

څېړني ښيي، چې پر له پسې بې خوبي بدې روغتيايي پايلې لري. بې خوبي د ژور خفګان، لټۍ، ګنګسيت، چاغوالي او نورو ګڼو ستونزو سبب کېدای شي.
 په همدې اساس اړينه ده، چې په کافي اندازه خوب خوب وکړو. ځينې خلک له بې خوبۍ شکایت کوي. په دې لیکنه کې ځينې لارې چارې شته، چې مرسته درسره وکړي. 

 ذهن مو آرام کړئ
 مخکې له دې چې د خوب بسترې ته لاړ شئ، د ځینو ساده تمریناتو په مرسته خپله ذهني آرامي ثابته کړئ. تاسو کولای شئ حمام وکړئ، کتاب ولولئ او یا هم د ژوند خوږې خاطرې مو ذهن ته راوړئ. دا کارونه مو ذهني آرامي تضمينوي او د ښه خوب لپاره مو آماده کوي. خو کوښښ مه کوئ، چې مطالعه په کمپيوټر یا هم موبایل کې وکړئ. د موبایل د ښيښې وړانګې ستاسو خوب نا آرامه کولی شي. 

 کوټه مو منظمه وساتئ
 که ستاسو د کوټې توکي ګډوډ وي، کتابونه مو بې ځایه وي، د المارۍ پلې خلاصې وي او یا هم نورې ستونزې وي دا کار مو خوب نا آرامه کوي او د بې خوبۍ سبب کېږي.

 د ويښېدو لپاره د موبایل له زنګ "Alarm" څخه استفاده مه کوئ! 
 که څه هم اوس وخت کې ډېری خلک د زنګ لرونکي ساعت پر ځای له موبایل څخه ګټه اخلي خو؛ دا چاره مو خوب غیر منظم کوي. که تاسو موبایل خپل خوا کې پرېږدئ نو تاسو مجبور یئ چې خپلو پيغامونو، ايمېلونو او ... په اړه فکر وکړئ. نو خوب مو ورک کېږي او په بې خوبۍ اخته کېږئ. 

 ژوره ساه واخلئ! 
 ژوره ساه اخيستنه د فشار لرې کولو تر ټولو غوره لاره ده. په حقیقت کې ژوره ساه ټول بدن ته د آرامۍ پيغام ورکوي. تاسو د خوب په وخت کې ژوره ساه واخلئ تر څو هر ډول فشار مو له ذهنه لرې شي او آرام خوب وکړئ.

 له مناسب بالښت څخه ګټه واخلئ
 که تاسو آرام یئ، ستونزې و نه لرئ او بیا هم آرام خوب نه شې کولای نو ښه به وي چې خپل بالښت بدل کړئ. ځينې وخت نامناسب بالښت زموږ د خوب آرام ګواښي. 

 د تخت یا کټ ځای بدل کړئ
 تکرار هر څه بې خونده کوي. که تاسو تل په یوه ځای کې ویده کېږئ دا چاره مو خوب بې خونده کوي. او بیا ورو ـ ورو په بې خوبۍ اخته کېږئ. نو ښه ده، چې د خپل کټ یا تخت ځای په څو میاشتو کې بدل کړئ. 

Related Articles

Aug 18, 2023
2,328 views

څلوېښت لنډ حدیثونه

څلوېښت لنډ حدیثونه! ګرانو وروڼو او خویندو !پدې لیکنه کې مو څلوېښت لنډ حدیثونه له پښتو ژباړې سره راټول کړي دي، هیله ده چې ټول یې ولولئ او نورو ملګرو سره یې شریک کړئ، له ډېرو زیاتو اجرونو څخه به برخمن شۍ. اول باید د حدیثونو په اهمیت پوه شو، پدې اړه،...

Dec 22, 2020
1,738 views

کتاب های من

کتاب های من مصطفی عمرزی به معنی ردیف، در این مجموعه، هفتاد عنوان کتابم را گنجانده ام. این سلسله در بیش از 15 سال، شکل گرفته است. در این باب چنانی که در تنظیم اداری آن می نویسند و معمول است، می توان به تعاریفی اشار کرد که متعارف اند؛ اما با مجموعه ی...

Sep 28, 2021
2,937 views

د دروغجنو کسانو نښې

  لېکنه:شکېبا نادري، د دروغجنو کسانو نښې  په ژوند کې موږ له بېلابېلو انسانانو سره مخ کېږو، لکه ښایسته، بدرنګ، لوړ، ټېټ، رښتیني، دروغجن، ښه او بد. د انسان پېژندل دومره اسانه کار نه دی، که موږ له یو کس سره کلونه کلونه وخت هم تېر کړو نه شو کولای هغه وپ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,154 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,260 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,350 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...