د دروغجنو کسانو نښې

i
imranghani
Author
Sep 28, 2021
4 years ago
2,919 views
د دروغجنو کسانو نښې

  لېکنه:شکېبا نادري، د دروغجنو کسانو نښې 

په ژوند کې موږ له بېلابېلو انسانانو سره مخ کېږو، لکه ښایسته، بدرنګ، لوړ، ټېټ، رښتیني، دروغجن، ښه او بد. د انسان پېژندل دومره اسانه کار نه دی، که موږ له یو کس سره کلونه کلونه وخت هم تېر کړو نه شو کولای هغه وپېژنو. د انسانانو یوه ځانګړنه دا هم ده چې د وخت او حالوتو سره سم بدلون کوي مثلاً، هغه انسانان چې په ژوند کې ډېر رټل شوي وي، ظلم پرې شوی وي د وخت په تېرېدو سره به ترې یو ظالم او بې رحمه کس جوړ شي. دا بدلون هم د دې لامل کېږي چې د انسانانو پېژندل نور هم ستونزمن شي، ځینې انسانان د دې لپاره چې خپلو موخو ته ورسېږي دروغو ته مخه کوي، په هر وخت او هر ځای کې د دې لپاره چې څوک پرې نیوکه ونه کړي، د نوې دندې د اخیستلو او داسې نورو کړنو لپاره دروغ وایي. موږ په دې لیکنه کې د دروغجنو کسانو د نښو په اړه معلومات در کوو هیله ده چې لیکنه تر پایه ولولئ! ۱. ګونګې او ګډوډې خبرې کول کله چې یو کس خبرې کولې، خو نه يې غوښتل چې په واضح توګه خبرې وکړي، ګډوډې خبرې یې کولې او د خبرو له جزیاتو یې ځان خلاصاوه، پوه شئ چې دا کس دورغ وایي د دې لپاره چې مخاطب یې په دورغ پوه نه شي د خبرو له جزیاتو ډډه کوي. ۲. د خبرو په منځ کې فکر کول دا سمه ده چې له خبرو کولو مخکې باید په خپلې هرې خبرې غور وکړو، هسې نه چې داسې خبرې وکړو چې یا ځان خپه کړو او یا نور، خو هغه کسان چې دروغ وایي د خبرو په منځ کې په خپلې هرې خبرې فکر کوي، نو کله چې یو کس رښتیا وایي دې ته څه اړتیا ده چې هره خبره لومړی له ځان سره جوړه کړي بیا یې مقابل لوري ته ووایي په دې حالت کې هم کېدای شي چې خبرې کوونکی دروغ ووایي. ۳. پوښتنې کول هغه کسان چې دورغ وایي له پوښتنو ډېر وېرېږي، ځکه دوی په ځان باور نه لري چې د مقابل لوري پوښتنې ته د قناعت وړ ځواب ورکولای شي او که نه، نو کله چې د یو کس په خبرو او رښتنولی شکمن شوئ پوښتنې ترې وکړئ، د خبرو په اړه ترې جزیات وغواړئ. ۴. په وېښتانو او شونډو لوبې کول دروغجن کس د دې لپاره چې څوک پرې پوه نه شي د خبرو پر وخت په خپلو وېښتانو، لاسونو او شونډو لوبې کوي. د دروغجن کس تر ټولو ښکاره او اسانه نښې همدا دي. د دې تر څنګ د دروغجن کس ځینې نورې نښې هم شته لکه، د سترګو حرکات، د مقابل لوري د پوښتنې تکرار، د خبرو هېرېدل او داسې نور. که یو کس هر څومره هڅه وکړي چې په دورغ ویلو سره ځان ته یو ښکلی ژوند جوړ کړي، کوم مقام لاسته راوړي دا ټولې هڅې یې بې ځایه دي، موږ په پښتو کې یو مشهور متل لرو وایي د دروغو مزل لنډ دی که هر څومره د دروغو د پټولو هڅه وکړو یوه ورځ هرومرو معلومېږي چې موږ دورغ ویل نو هر انسان ته لازمه ده چې له دروغ ویلو ځان وساتي، ځکه چې په اسلام کې هم په دې ډېر ټینګار شوی چې موږ باید له دروغو ځان وساتو چې هم مو دنیا او هم مو اخرت جوړ شي.

Related Articles

Nov 17, 2021
2,346 views

د سر درد لس لاملونه

کلستري سر درددا ډول سر درد له ځان سره شدید درد لري، په داسې حال کې چې دا درد د نورو ډولونو په پرتله لږ عام دیاو له هرو لسو نفرو (۹) یي نارینه دي، او بل هغه کسان چې ډیر وخت نشه یي توکي کاروي هم له دې ډول سر درد سره مخ کیږي.د کلستر سر خوږي په ډلیزه توګ...

May 23, 2022
2,304 views

د کنګو تبه څه ډول ناروغي ده؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی   د نړۍ یو له هغو ناروغيو، چې له حېواناتو څخه انسانانو ته انتقالېږي د “کنګو تبه” ده. دا یوه خطرناکه وېروسي ناروغي، چې په شديدو حالاتو او همدارنګه د نه درملنې په صورت کې د انسان د مرګ سبب کېدای شي. تاسو به په دې لیکنه کې ددې ناروغ...

Mar 09, 2023
3,196 views

پښتو ټوکه

ټوکه یوه شپه یو غل د یوې بوډۍ کور ته ورغی، هغه لا ویښه وه، غله ورته وويل ، د نورو بوډیو په څېر له ماښام وروسته ولې نه ویده کیږې؟ هغه پوه شوه چې غل دی، ورته یې وويل ، زویه ویده وم خو سخت ویروونکی خوب مې ولید او راویښه شوم، او زیاته یې کړه: فکر کوم ته...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,978 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,203 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,186 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...