پښتو ټوکه

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Mar 09, 2023
3 years ago
3,189 views
پښتو ټوکه

ټوکه 
یوه شپه یو غل د یوې بوډۍ کور ته ورغی، هغه لا ویښه وه، غله ورته وويل ، د نورو بوډیو په څېر له ماښام وروسته ولې نه ویده کیږې؟ هغه پوه شوه چې غل دی، ورته یې وويل ، زویه ویده وم خو سخت ویروونکی خوب مې ولید او راویښه شوم، او زیاته یې کړه: فکر کوم ته ډېر ښه ځوان یې خو غلا ته مجبور شوی یې؟ زه به ډېر څه درکړم، لومړی دا د سرو زرو بنګړي درواخله، خو کاش زما دا ویروونکی خوب راته تعبیر کړې؟
غله له ځانه سره کړه چې په څومره مهربانه بوډۍ واوښتم، ورته ویې ویل: وایه څنګه خوب دې لیدلی؟ هغې وویل: زویه د سیند په غاړه روانه وم پښه مې وښویېدله، سیند ته ولویدم، او په سیند کې د غرقیدا حالت کې مې کړیکې کړې او په لوړ اواز مې ویل: 
واا عبد الله 
وااا #عبدالله
واااا #عبدالله 
او په دې حالت کې له خوبه راویښه شوم، نو زویه! د دې خوب تعبیر څنګه دی؟ غله لا تعبیر نه و پیل کړی چې د بوډۍ زوی عبد الله راننوت او په غله یې د شا له خوا برید پیل کړ، ډېر سخت یې وډباوه، بوډۍ وويریده چې غل ډېر ژوبل نه کړي نو زوی ته یې وویل: بس که زویه! ډېر دې ژوبل کړ، غله وویل: عبدالله جانه! وهلو ته دوام ورکړه او ښه مې خمیره کړه، زه د ښو ډبولو وړ یم، زه دلته د غلا له پاره راغلی وم که د خوب تعبيرونو بیانولو ته؟

ههههههههههههه

بعضی ورونه ټوکو لپاره ګوګل کی سرچ کوی

نو د دی په خاطر می دلته اډ کړه🥰🤪

Related Articles

Jan 07, 2025
1,401 views

Deepfake Politics

 لیکوال : هارون راعون  ډیپ فیک سیاست د ډیپ فیک ټکنالوژۍ څخه په ګټه اخیستنه د سیاسي هدفونو لپاره د جعلي ویډیوګانو، غږونو او نورو ډیجیټلي موادو جوړولو ته اشاره کوي. دا د ډیجیټلي ټکنالوژۍ یوه نوې، خو د بحث وړ پدیده ده چې د سیاست په ډګر کې د خلکو نظرونو...

May 06, 2021
2,159 views

اخماتووا؛ شاعره، ژباړنه او کره کتونکې!

د ادبیاتو په نړۍ کې د نارینه وو ترڅنګ مېرمنو هم خپله برخه زیار او زحمت ویستی، چې له دې ډلې یې د اخماتووا نوم هم ځلانده دی. د لیکنې تر پایه به یې په اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کړئ.    پېژندنه د روسيې ددې نوموتې ژباړنه، شاعره، لیکواله او کره کتونکې ب...

Jan 22, 2022
2,238 views

د باچا خبرې

ليکنه ـ ریاض مقامزی   پرون د خان عبدالغفار خان د مړینې څلوردېرشتم تلین و. موږ او تاسو ټول پښتانه/افغانان باید دا نومیالی او منلی شخصیت وپېژنو او د باچاخان له هڅو، فکر او مبارزې څخه یو څه زده کړو. پدې لیکنه کې هڅه شوې ده، چې نوموړی تر یوه بریده در وپ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,857 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,167 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,113 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...