ناول څه ته وایي؟

i
imranghani
Author
May 26, 2022
3 years ago
5,595 views
ناول څه ته وایي؟

ناول څه ته وایي؟

لیکنه او راټولونه: شکېبا نادري

په ټوله کې ادبیات په دوو سترو برخو ویشل شوي چې یوه یې منظومه او بله یې منثوره برخه ده. په منظومه برخه کې یې شعر، نظم او داسې نور راځي او په منثوره کې یې لنډه کیسه، ناول، رومان، داستان او داسې نور چوکاټو شامل دي. غواړو په نننۍ لیکنه کې د ناول د تاریخچې، تعریفونو، ډولونو او ځانګړنو په اړه معلومات درسره شریک کړو. که غواړئ په دې اړه مو معلومات زیات کړئ، لیکنه تر پایه ولولئ! د ناول کلمه د ایټالوي ژبې له novella څخه اخیستل شوې، معنا یې نوی، عجیبه او تازه څیز دی. په ادبي اصطلاح کې د ناول لپاره بېلابېل تعریفونه شوي چې ځینې یې موږ دلته را اخلو.

۱. ناول هغه ادبي او داستاني فورم دی چې یوه اوږده موضوع او صحنې ولري او د کرکټرونو شمېر یې له یوه څخه زیات وي.

۲. د هغو انساني جذباتو او احساساتو بیان کوي، چې په اظهار سره یې په نورو انسانانو کې همدردي پیدا شي.

۳. ناول د اوږدې کيسې هغه کتاب دی چې د ادبي نثر په بڼه ليکل شوی وي.

۴. ناول د کیسې پرمختللې بڼه ده.

۵. هغه ادبي او تخيلي اثر دی چې په ټولنيز چاپېريال کې کرکټرونه څېړي.

۶. ناول د نثر په بڼه یوه تخيلي کيسه ده چې کرکټرونه يا شخصيتونه او عمل په رښتيني ژوند کې وړاندې کوي.

۷. ناول هغه ادبي کيسه ده چې د کرکټرونو د رښتيني ژوند يوه برخه د تخيل په هنداره کې وړاندې کوي. د ناول کلمه په اوسنۍ بڼه په اتلسمې ميلادي پېړۍ کې را پیدا شوې، چې وروسته بيا له انګليسي او هسپانوي څخه په نورو ژبو ورګډه شوې ده. ځینې ادبپوهان ناول د «ادبي ژانرونو ملکه» هم بولي. په انګرېزي ژبه کې لومړنی کتاب – چې د ناول نوم یې ورکړ – د درچارډسن کتاب و. په دغه کتاب کې ډېر نوښتونه شوي وو، په دغه ناول کې یوه خادمه له یو تور رنګ سړي سره مینه کوي، په یاد ناول کې د لومړي ځل لپاره د دېوانو او پریانو پرځای د انساني ژوند کیسه بیان شوې ده. د ناولونو ډولونه ناولونه بېلابېل ډولونه لري، لکه تاریخي، مینه‌ییز، جنایي یا پولیسي، ادبي او داسې نور.

د ناول ځانګړنې

۱. په ناول کې هر څه شوني دي. لیکوال کولای شي چې يوه کوچنۍ موضوع په سلګونو پاڼو کې د په زړه‌پورې وییونو په واسطه ځای پر ځای کړي؛ کولای شي خپل هر تخيل ته حقيقي بڼه ورکړي، د ساري په توګه، داسې تخیلي نړۍ جوړه کړي چې هلته بې روحه توکي خبرې وکولای شي، انسانان ګونګيان شي. په ناول کې د يو موجود بدلېدل په بل موجود اسانه کار دی، مړي پکې ژوندي کېدای شي او داسې نورې کړنې پکې ترسره کېدلای شي، خو په دې شرط چې ليکوال وکولای شي په ښه توګه لوستونکی د دا ډول غير معمولي پېښو منلو ته اړباسي.

۲. د ناول بله ځانګړنه ریالیزم یا رښتینولي ده، یعنې موضوع یې له رښتني ژوند سره مستقیم تړاو لري او په رښتنو پېښو وڅرخي.

۳. په ناول کې د کيسې د نقشې په پرتله کرکټر ته ډېر پاملرنه کېږي.

۴. د ناول بله ځانګړنه دا ده چې د ارواپېژندنې برخې ته هم پکې ډېره پاملرنه کېږي، یعنې هڅه کېږي چې د کرکټرونو داخلي غوښتنې خلکو ته رابرسېره کړي او هغوی پرې پوه کړي. يا په بله وینا په ناول کې له باندنۍ نړۍ سره د کرکټر د ښکاره چلند تر څنګ د هغه دنننۍ نړۍ هم لويه برخه لري. نو ویلی شو چې هر ناول‌لیکونکي ته پکار ده چې خپل الفاظ په نوې بڼه پر خپل ځای وکاروي. الفاظ چې څومره نوي او خواږه وي په همغه کچه ناول ته ښکلا وربښي. موضوع که هر څومره نوې وي، خو که الفاظ زاړه او تکراري وي، نو موضوع بې خوند کوي له نوې موضوع سره چې هڅه وشي نوي خواږه الفاظ وکارول شي، په پایله کې به یو په زړه‌پورې ناول لوستونکو ته وړاندې شي.

Related Articles

Apr 30, 2022
1,451 views

د پاریس دېوالونه

د پېړیو په اوږدو کې پاریس له مرکز (Île de la Cité) څخه څو ځلې پراخه شوی او د ښار برخو کې دیوالونه جوړ شوي تر څو د ښار برخې محصورې کړي. په درېمه پېړۍ کې بربریانو د پاریس ښار لوټ کړ له لوټ کېدو وروسته په لوګي له تورو شوو ډبرو دیوال ترې چاپېره شو تر څو...

Jun 02, 2023
3,106 views

موټر هغه پرزه چی دسروزرو قیمت لری ؟

د موټر هغه پرزه چی دسروزرو قیمت لری ؟ کتالیتیک کنورټر (Catalytic Converter)  یا دډولکۍ خاوره.دادنویو اوعصری موټرانوداګزاز سیستم برخه ده چی دډیر لوړ قیمت لرونکو (Palladium and Radium).موادوڅخه جوړه شوی اودموټر له سلنګسر څخه وتونکي مضراوچاپیریال ککړون...

Dec 24, 2020
9,091 views

د پيسو د ښه مدیریت لارې چارې

لیکنه: ریاض مقامزی که موږ ژور فکر وکړو نو ژوند مو له پیسو پرته ډېر سخت او آن ناممکن دی. ځکه چې موږ اړ يو د خوړو لپاره پیسې مصرف کړو او پرته له خوړو انسان ډېر ژوندی نه شي پاتې کېدای. دا سمه ده، چې د رزق وعده الله "ج" کړې ده، مګر دا په دې معنی نه ده،...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,979 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,203 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,189 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...