لاړې څه ته ويل کېږي؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Apr 30, 2022
3 years ago
1,512 views
لاړې څه ته ويل کېږي؟

ټینګه، بې رنګه د ښیښې رنګ ته ورته مایع ده کومه چې په باثباته توګه د انسان او د ټولو نورو شمزي لرونکو ژو په خوله کې موجوده وي. لاړو کې اوبه، مخاط یا بلغم، پروتین، معدني مالګه او املېز انزایم (amylase) شامل وي. لاړې چې کله خوله کې دوران ترسره کړي باکتریاي حجرې، د خوړو پاتې شوني او د وینې سپین کرویات (white blood cells) هم ورسره ګډیږي. د انسان په خوله له یو تر دوه لیتره پورې لاړې هره ورځ بهیږي. د لاړو په جوړولو کې د لاړجنو مرغړیو (salivary glands) درې جوړې او ډېر واړه مرغړي کوم چې په سخواختو یا اننګیو، شونډو، ژبې او تالو کې دي د لاړو په جوړولو کې ګډون کوي. خولې کې کمه اندازه لاړې تل شته وي خو خواړه یا هم د خوړو په اړه فکر کولای شي د لاړو اندازه نا څاپه زیاته کړي. لاړې مختلفې دندې لري. بنسټیزه دنده یې د خولې داخل نرم او لوند ساتل دي تر څو انسان خبرې وکړای شي، خواړه نرم کړای شي، له خوړو مزه واخلي او بلاخره خواړه تېر کړي. لاړې د بدن د اوبو په کنټرول کې هم مرسته کوي که چېرې بدن کې اوبه کمې شي نو لاړجن مرغړي وچیږي کوم چې د خولې د وچېدو لامل ګرځي او تنده پیدا کوي، تنده انسان کې د اوبو څکلو انګېزه پیدا کوي. غاښونه له خرابېدو ساتي ځکه چې لاړې له خولې د خوړو پاتې شونې لرې کوي، مړې حجرې لرې کوي، د باکتریا حجرې پاکوي او د وینې سپین کورویات لرې کوي. کمه اندازه د املېز (amylase) په نامه د هاضمې انزایم هم لري کوم چې په کیمیاوي توګه کاربوهایډرېټ ساده ترکیبونو ته تجزیه کوي.

ذکریا رحيمي 

Related Articles

Jul 08, 2020
4,717 views

د کورني کتابتون اغیزې

کتابتون د مختلفو چاپي اثارو د مجموعې او ټولګې ځای دی. په کتابتون کې د مختلفو لیکوالانو هر ډول لیکنې او خپرونې شتون لري، چې د هر ډول ذوق او سلیقې لرونکو لوستونکو لپاره پکې د لوستنې توکې موجود وي. کابتونونه ډېر زیات ډولونه لري، چې مشهور هغه یې عامه او...

Oct 28, 2023
1,891 views

جرم او سزا ناول لنډیز

Crime and punishment! ،"«جرم او سزا« د پي ايس او  د لاهور تکړه ملګري شيرشاه وجدان دا کتاب(ناول) راته ډالۍ کړی وو، ډېر وخت وروسته مه بشپړه ولوستلو ،واقعي چې ډېر په زړه پورې ناول دی . دوستوسکي يو Russian ليکوال دی،د ناول  characters نومونو لږ ګران دي...

Oct 12, 2023
1,111 views

ولی یو وړوکی یهودی اسراییل په اسلامی نړی غښتلی دی

که مو ولوستل پښيمانه  به نشۍ !د ننګرهار ولايت مساحت د اسرایلو څخه لوي دي د اسرايلو نفوس شپېته لکه يا شپږ مليونه دي تقريبا د کابل ښار د نفوسو برابر دي.بيا نو ولې اسراییل په ټولو اسلامي هېوادونو غښتلي دي؟  بيا نو ولي په نړۍ کې در په در يهودي قوم دومره...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,517 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,099 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,887 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...