د کتاب نړیواله ورځ

i
imranghani
Author
Apr 23, 2022
3 years ago
2,408 views
د کتاب نړیواله ورځ

 

لیکنه او راټولونه: شکېبا نادري

د کتاب نړیواله ورځ

 هر کال د اپریل ۲۳مه نېټه، چې د کتاب د نړیوالې ورځې سره سمون خوري، د نړۍ په ګڼ شمېر هېوادونو کې نمانځل کېږي. 

د دې ورځې بنسټ د لومړي ځل لپاره د یونسکو لخوا  اېښودل شوی دی.. یاده ورځ د ځینو نامتو لیکوالانو، لکه وېلیام شکسپیر او سروانټس د مړینې له ورځې سره برابره ده.

 

د کتاب لوستلو ارزښت

اسماني کتابونه او د پيغمبرانو لارښوونې د کتابونو په واسطه تر موږ پورې را رسېدلي دي او همدارنګه د ټولو فکري او کلتوري میراثونو انتقال له یوه نسل څخه بل نسل ته د کتاب په بڼه انتقال شوی دی.

سربېره پر دې د کتاب لوستلو ارزښت په دې کې دی، چې انسان ته نوی شخصیت ورکوي، انسان په نړۍ کې د شته څېزونو په پیدایښت، ارزښت، ګټې اخیستلو او داسې نورو پوهوي.

 هغه انسانان چې کتاب لولي هېڅکله به په ژوند کې له ستونزو سره مخ نه شي، ځکه دوی د مطالعې له لارې د نورو خلکو له تجربو او نظرونو د خپلو ستونزو د حل لپاره ګټه اخلي.

 کتاب د یوازې انسانانو هغه ملګری دی چې ورسره د ژوند په سختو حالاتو کې مل و او هېڅکله یې یوازې پرېنښودل.

 د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې تر اوسه هم خلک کتاب نه لولي، له بده مرغه چې زموږ ګران هېواد افغانستان هم د دغو هېوادونو په ډله کې دی، د هغو هېوادونو وګړي چې مطالعه نه کوي لامل یې دا دی چې به هغو هېوادونو کې خلک له  بېسوادي، ناامني، بېوزلي او د  زدکړې له ټيټې کچې سره مخ دي.

 

د کتاب د نه لوستلو زیانونه

هغه ټولنه به هېڅکله پرمختګ ونه کړي چې وګړي یې کتاب نه لولي، ځکه د پرمختګ لومړی ګام د کتابونو لوستل او له نړۍ څخه ځان خبرول دي، چې دا کړنه یوازې د کتاب لوستلو پر مرسته حلولای شو، نو د هغې ټولنې وګړي چې د کتاب لوستلو څخه بې خبره دي هېڅکله دې بریا او پرمختګ تمه نه کوي، ځکه د پرمختګ یوازینۍ لار زده کړه او د بېلابېلو کتابونو لوستل او په ژوند کې عملي کول دي.

Related Articles

Jul 15, 2021
3,749 views

شېخ چلي څوک و؟

په پښتنو کې دشیخ چلي نوم ډیر مشهور دی ، خو ډیر پښتانه په د ې نه پوهیږي ي چې شیخ چلي څوک و او د کوم ځای و. همداراز په پښتنو کې د شیخ چلي کیسې او ټوکې او لطیفې هم ډیرې مشهوري دي. اوس به راشو چې شیخ چلي څوک و. دی په اصل کې هندوستانی صوفی او درویش و چې...

Feb 16, 2021
3,068 views

کوم لاملونه د ښې وینا مخه نیسي!؟

کوم لاملونه د ښې وینا مخه نیسي!؟د وینا په اړه حضرت محمد ص فرمایلي: هغه څوک چې پر الله او د قیامت په ورځ ایمان لري هغه دې یا ښې خبرې وکړي او یا دې هم خاموشه پاتې شي.وینا یاني څه؟وینا د انسان د فکر یا اند وړاندې کولو ته وایي، وینا د فکري خدمتونو مجموعه...

Mar 10, 2023
1,451 views

څلورویشت پوښتنې د انجینر لپاره

څلورویشت (24) پوښتنې چې د یو انجینر لپاره پرې پوهیدل اړین دي1. د زینې میلان د افقي سطحې سره باید په کومه اندازه وي؟د 25 درجو څخه تر 40 درجو پورې(IS 456 – 2000)2. د 1BHK اصطلاح کوم مفهوم افاده کوي؟د 1BHK اصطلاح لاندې مفهوم افاده کوي1Bed room1 Hall1 Ki...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,530 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,104 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,899 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...