آیا زړه ماتېدل رښتیا دي؟

A
Arsalan
Author
Apr 11, 2022
3 years ago
3,154 views
آیا زړه ماتېدل رښتیا دي؟

آیا زړه ماتېدنه رښتیا ده؟

له پخوا راهیسې کله چې څوک له کومې پېښې غمګینه او خفه کېدِه وېل کېدل به زړه یې مات شوی ده. پخوا کېدای شي داسې ګمان مو کاوه چې زړه ماتېدل یوازې هسې یوه خبره ده. خو په حېرانتېا سره زړه ماتېدل (زړه ماتېدنه) رښتیا دي. 

 

د مات شوي زړه نښې نښانې؟

زړه ماتېدنه یوه لنډمهاله د زړه ناروغي ده چې کېدای شي له ډیر زیات روحي فشار (اسټرس) او سختو (شدیدو) احساساتو پواسطه را منځته شي. زړه ماتېدنه د جسمي ناروغۍ او جراحۍ له ترسره کولو وروسته هم کېدای شي منځته راشي. زړه ماتېدل د کارډیوميوپاټي اسټرس، کارډیوميوپاټي ټاکاټسوبو او بالون آپیکال په نومونو هم یادیږي. کله چې څوک د زړه ماتېدنې په ناروغۍ اخته شي کېدای شي په ناڅاپي توګه د زړه شاوخوا یا د سینې درد ولري یا هم کېدای شي فکر وکړي چې د زړه حمله پرې راغلې ده. زړه ماتېدنه د زړه یوه برخه تر اغېزې لاندې راولي او په لنډمهاله توګه د وینې پمپ کولو عادي فعالیت کې اختلال راولي. خو د زړه نورې برخي خپل عادي فعالیت ته دوام ورکوي یا آن کېدای شي زړه د پخوا په پرتله لا ډېر انقباض ولري. زړه ماتېدنه د درملنې وړ ده او په عادي توګه د څو ورځو یا څو اونېو له تېرېدو وروسته ښه کیږي. جالبه ده چې پوه شئ د ترسره شوېو څېړنو له مخې، ښځینه د نارینه وو په پرتله ډېر د زړه ماتېدنې سره مخ کیږي. 

 

د زړه ماتېدنې لاملونه (سببونه):  

د زړه ماتېدنې څرګند لامل معلوم ندی. خو د اسټرس هورمون لکه د آډرنالین په ترشح کې زیاتوالی د زړه د زیان لامل کیږي. دا چې دا هورمونونه څنګه د زړه په فعالیت کې د اختلال سبب کیږي یا کوم بل سبب هم پکې شامل دی په سمه توګه څرګنده نده. 

زړه ماتېدل معمولا له یو روحي یا فزیکي فشار وروسته پېښیږي. یو ناسم وضعیت د فرد لپاره. داسې وضعیت او شرایط چې فرد له ډېر زیات روحي فشار لاندې وي. رواني او فزیکي فشارونه  روغتيا ته د زیان رسولو سبب کیږي. 

 

ځینې بېلګې چې د زړه ماتېدنې (ماتېدلو) سبب کېدلای شي په لاندې ډَول دي:

-       په ناڅاپي توګه د خپلوانو، نږدي کسانو یا عزیزانو د مړینې خبر

-       د یوې خطرناکې ناروغۍ پېژندنه او تشخیص لکه سرطان. . .

-       کورنۍ ماتې او ناکامۍ

-       د ډېرې زیاتې شتمنۍ له لاسه ورکول

-       د ډېرې زیاتې شتمنۍ ترلاسه کول

-       ژَور او شدید بحثونه او جنجالونه

-       په میلمستیاوو کې یوه لویه حېرانتېا

-       په عامه توګه اجرأ او پرېزېنټیشن

-       د دندې، کسب او کار له لاسه ورکول

-       احساسي او عاطفي ماته (دوو خواوو اړیکه جوړولو یا واده کولو کې د یو لوري (خوا) رد کېدل) 

-       طلاق (خاوند او میرمن جلا کېدل)

-       فزیکي فشارونه، لکه د ساه لنډۍ حمله، د موټر حادثه یا جراحي او عملیات

په پورته یادو شوېو ټولو بېلګو کې فرد ډیر سخت او شدید روحي فشار تجربه کوي. د اعصابو ډېر زیات فشار د زړه په فعالیت کې د اختلال لامل کیږي. د ځینو دَرملو (ګولېو) کارول هم کېدای شي د اسټرس د هورمونونو د ترشح لامل شي چې په پاېله کې د زړه ماتېدنې سبب په فرد کې کېدلای شي.

 

د زړه ماتېدنې نښې نښانې:

د مات شوي زړه یا Broken Heart نښې نښاني په ډېره کچه د زړه حملې ته ورته دي.

د زړه ماتېدني عامې نښې په لاندې توګه دي:

-       د زړه شاوخوا یا په سینه کې درد

-       د سر ګیچوالی او ګنګسوالی

-       د زړه ناسم تپېدل (ټکان)

-       ساه لنډي

باید پام وشي که د زړه شاوخوا یا په سینه کې درد دوامداره وي نو د زړه د حملې نښه ده، نو پدې حالت کې فرد باید ډاکټر ته وېوړل شي. تر ټولو عامه نښه د زړه ماتېدلو د زړه شاوخوا یا په سینه کې درد دی.

 

د زړه ماتېدنې (ماتېدلو) څخه مخنیوی:

ځینې وختونه کېدای شي زړه ماتېدل له لنډې مودې وروسته بیاځلي تکرار شي، نو په همدې سبب متخصص ډاکټران د اوږدمهالې درملنې لپاره د هغو دَرملو (دواګانو) توصیه کوي چې د اسټرس هورمونونو  جانبې عوارض په زړه کموي. د زړه ماتېدنې د مخنیوي یوه غوره لاره د اسټرس کنټرول او مدیریت دی. ورزش کول هم کولای شي د زړه ناروغېو له اخته کېدلو څخه مخنیوی وکړي. په سمه او برابره کچه د خوړو خوړل د بدن د بېلابېلو هورمونونو د کنټرول او انډوَل لامل کیږي. بلدتېا او پوهېدنه د هغو لاملونو چې کېدای شي فرد ته خطر جوړ کړي دې لپاره هم ډېره ګټوره ده. د روحي، رواني او احساسي پلوه د قرآن کریم تلاوت هم د زړه ډېرې ناروغۍ له مېنځه وړي. له فزيکي پلوه دَرمل (ګولۍ) مرسته کولای شي، خو بیا هم الله (ج) شفا ورکوونکی ذات دی.

 

پښتو ژباړه: عبدالرشید صمد نجاب

سرچینه: یوه خبري ویب پاڼه

ډېره زیاته مننه له ټولو لوستونکو. 

Related Articles

May 19, 2021
2,569 views

د شلو کلو مسافر خوندوره کيسه

د شلو کلونو مسافر! ډیره خوندوره کیسه ده~* يوه ېوزله سړي له يوې پېغلې سره واده وکړ. د سړي لاس ډېر تنګ وو. په کلي کې يې خواري غريبي کوله مګر ګوزاره يې نه پرې کېده. هماغه وو چې د لومړي بچي له زېږېدو وروسته د خوارۍ، مزدورۍ په تکل په اوږدې مسافرۍ ووت. له...

Jul 24, 2021
3,107 views

د لیکوالۍ ارزښت

ارشاد رغاند   موږ ټولو انسانانو دا منلې چې انسان د ټولو ژوندیو ژوو ترمنځ عالي دی، او دا ځکه چې انسان فکر کولی شي او د خپل فکر په واسطه د خپل ژوند حالات، محیط، شرایط او اسباب د ځان په ګټه تغیرولی شي.   انسانانو د کمون اولیه په دوران کې په سختو محی...

Apr 05, 2023
1,360 views

بریا په "جدیت"  کي ده

بریا په "جدیت"  کي ده بریا کار غواړي، حرکت غواړي، چا چي د عمل پر ځای یوازي پر خیالونو تکیه کړې ده، هغوی همداسي ناکام پاته دي.-زموږ محبوب نبي صلی الله علیه وسلم د اسلام دعوت ته دونده جدي وو، چي خواری او زخمونه ئې و ګالل، سفرونه ئې وکړل، ملګري ئې شهیدا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,990 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,206 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,200 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...