انجونې ددې څلور ډوله خوی رنګو څخه خاوند نه جوړوی

J
Jan
Author
Apr 10, 2022
3 years ago
4,885 views
انجونې ددې څلور ډوله خوی رنګو څخه خاوند نه جوړوی

ځينې خويونه دومره ناوړه دي چې د سمون چانس يې کم وي، په ځانګړي ډول دا خویونه د انسانانو ګډ او ټولنيزو ژوند ته ډېر زيان رسوي، په همدې ډول ځينې خويونو څخه بحث کوو، دا ډول خویونه که چېرې يوه ښځينه په نارينه کې وويني سمدلاسه ورڅخه خپله لاره بېلوي.

هغه کسان چې هېڅ نه خوښوي؛ دا ډول کسان په هرڅه نيوکه کوي، هرڅه نيمګړي ورته ښکاري نو تاسې هم نيمګري ورته ښکاري او تل يې ذهن ستاسې او يا د هرشي په نيمګړتياوو پسې وي، د يو شي مثبت لوری، مثبت مخ او اړخ ډېر کم ويني، تل د پيالې نيمې برخې ته ګوري، دا ډول کسان د دې سبب کېږي چې د خپلې مېرمنې يا خپل بل دوست ټوله سایکولوزي او ذهن ور خراب کړي، له همدې کبله ښځينه ددې ډول نارینه و څخه تل د تېښتې په حال کې وي.

په هرڅه پوه کسان؛ هغه نارينه چې فکر کوي په هرڅه دی پوهېږي، ترټولو دی پوه دي، ددې ډول نارينه و سره ښځې يوه ورځ هم نشي تېرولی، ځکه دوی په حقیقت کې نور انسانان ترځان ډېر کوچني او کم عقل ګڼي، ښځه هم په دې پوهيږي چې د ده سره به يې ژوند صرف د يوې غلامې ژوند وي له همدې کبله د دې ډول نارينه و څخه ډيرې لرې ګرځي، دا ډول خلک په وروستۍ درجه خودخواه وي او تل د ځان په اړه فکر کوي.

بد عمل لرونکی کس؛ دا ډول کس چې بد عمل لري، مثال زر په غوسه کېږي، يا قمار وهي او یا دا ډول نور بد خويونه په حقيقت کې د ژوند ټول خوند له منځه وري، که څه هم ځينې ښځې دا فکر کوي چې د وخت سره به سم شي خو حقيقت دا دی چې د هغوی سمېدل ډېر ګران کار دی او یو عمر خواري غواړي، دوهم ؛ دا ډول کسان بل څوک نشي ښه کولی، پخپله ونه غواړي، نو ښځې نه غواړي خپل يو عمر د دې ډول کسانو په رغولو تېر کړي او له دوی سمدلاسه فاصله نيسي.

ترڅو چې د مور زوی؛ هغه نارینه تراوسه د يو ماشوم په شان وي، تراوسه د مور کوچنی زوی وي د ښځو هېڅ نه خوښېږي، ښځينه هغه نارينه خوښوي چې د خپلې مستقلې او خپلواکې ارادې خاوند وي د هر چا سره ښې اړیکې ولري او د ټولو سره خپل حدود معلوم کړي، دا ډول کسان په ژوند کې د هرڅه په رهبرۍ باندې پوه وي او ښځې ورسره خوشحاله ژوند تیرولی شي.|

Related Articles

Sep 28, 2021
4,582 views

هک څه شی دی؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی کله چې د انټرنيټي امنیت خبره کېږي، ورسره سم د "هک" ګواښ هم زموږ ذهن ته راځي. په دې معنا چې انټرنیټي نړۍ هم لکه د ټولنيز ژوند په څېر له يو شمېر ګواښونو او ننګونو سره مخ ده. یو له دې ګواښونو څخه "Hack" بلل کېږي. موږ په دې لیکنه کې...

Sep 11, 2022
1,404 views

د صدارت پر مهال د محمد موسى شفېق لاسته راوړنې او تېر وتنې

پوهنوال مست علي ( نــيازى ) ښوونې او روزنې پوهــنځى تاريــــــــــــخ څانګې استاد  د صدارت پر مهال د محمد موسى شفېق لاسته راوړنې او تېر وتنې ١٣٧٢ ل کب ٢٢ مه _ ١٣٥٢ ل کال د چنگاښ ٢٦ مه لنډيز محمد موسى شفېق د مولوي محمد ابراهيم کاوي زوى په ١٣١٠ ل...

Jul 12, 2021
3,662 views

هيله بخښونکې جملې

د انسان جوړښت داسې دی، چې د بې وسۍ، مجبوریتونو، کړاوونو او نورو ستونزو له کبله خپل هوډ او قوت له لاسه ورکوی او یا کمزوری کېږي. خو له نېکه مرغه ددې ځواک د بېرته ترلاسه کولو لارې شته. د ژوند په داسې سختو شرایطو کې باید د چا خبرې او نصحیتونه واورئ، ترڅ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,845 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,164 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,103 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...