دوینې سرې حجرې

R
Riaz Muqamzai
Author
Apr 09, 2022
3 years ago
1,762 views
دوینې سرې حجرې

لیکنه ـ وړانګه اکبر  

هغه حجره ده چې هیموګلوبین لري او بدن ته اکسیجن لیږدوي. د وینې د سرې حجرې (RBCیا red blood cell ) په نوم هم یادیږي. سور رنګ د هیموګلوبین له املهور په برخه شوی. اریتروسایټس په بڼه کې دوا اړخیزه مقعر دی، کوم چې د حجرو د سطحې ساحه زیاتوي او د اکسیجن او کاربن ډای اکسایډ د خپریدو اسانتیا برابروي. دابڼه یې د سایټوسکلیټون لخوا چې د سرې حجرې په حجروي غشا شتون لري ساتل کیږي چې د څو پروټینونو څخه جوړ شوی. اریتروسایټس کله چې د وینې د کپلریو یا کوچنیو سرو رګونو له لارې تېرېږي د ځان د راټولولو وړتیا لري او ډېرې انعطاف منونکي حجرې دي چې خپله بڼه بدلولای شي . نابالغ اریتروسایټس، چې د ریټیکولوسایټس په نوم یادیږي، معمولا په وینه کې د سرو حجرو 1-2 سلنه جوړوي. د وینې سره حجرې (erythrocytes) د وینې د سرو حجرو اصلي دنده، د بدن ټولو انساجو ته دهیموګلوبین لیږدول دي، چې په پایله کې همدا هیموګلوبین د سږو څخه نسجونو ته اکسیجن لیږدوي. په ځینو څارویو کې، هیموګلوبین په پلازما کې د ازاد پروټین په توګه گردش کوي او د وینې سرو حجرو پورې تړلي نه وي. که چېرې هیموګلوبین د انسان په پلازما کې آزاد وي، هر ځل چې وینه د کیپلریو یا کوچنیو سرو رګونو له لارې تیریږي، شاوخوا 3٪ یې د کیپلیري له لارې د نسجونو خالیګاوو ته ننوځي یا د پښتورګو د ګلومیرول له پردې څخه glumerulo filtrate ته ننوځي. له همدې امله، هیموګلوبین باید د وینې د سرو حجرو دننه په تړلې بڼه پاتې شي ترڅو په انسانانو کې مؤثره فعالیت وکړي. د هیموګلوبین د لیږد سربیره، د وینې سره حجرې نورې دندې هم لري. د مثال په توګه، دوی په لوی مقدارسره کاربونیک انهایډرېز انزایم لري، دا یو انزایم دی چې د کاربن ډای اکسایډ (CO2) او اوبو ترمنځ د کاربونیک اسید (H2CO3) د جوړولو لپاره متقابل غبرګون کټالیز کوي،او د دې غبرګون کچه څو زره چنده زیاتوي. د دې تعامل کچه د وینې جریان ته اجازه ورکوي چې د بای کاربونیټ ایونونو (HCO3-) په بڼه د CO2 لوی مقدار له نسجونو څخه سږو ته انتقال کړي، چیرته چې دا بیرته CO2 ته بدلیږي او فضا ته د بدن د فاضله محصول په توګه ایستل کیږي. په حجرو کې هیموګلوبین یو غوره اسید بیس بفر دی، نو RBCs د ټولې وینې د تیزاب بیس بفرینګ ځواک لپاره مسؤل دي. 

د وینې د سرو حجرو بڼه او اندازه

 نورمال RBCsیا red blood cell یا د وینې سره حجره، دوه اړخیزه مقعره ده چې اوسط قطر یې شاوخوا 7.8 مایکرو میتر او ضخامت یې 2.5 مایکرو میتر په محیط کې دی، او په مرکز کې 1 مایکرو میتر پورې او یا لږ دی. د RBC اوسط حجم له 90 څخه تر 95 مکعب مایکرو میترو پورې دی. د RBCs شکلونه کولی شي د پام وړ بدلون ومومي ځکه چې حجرې د کیپلیریو (کوچني سره رګونه) له لارې تر فشار لاندې راځي چې ځان راټولولای شي. په حقیقت کې، RBC کڅوړې ته ورته ده چې تقریبا په هر شکل کې بدلیدلی شي. برسېره پردې، دا سره حجره په زیاته اندازه flexible ده یا ارتجاعي ده. 

په وینه کې د سرو حجرو غلظت

 په یو بالغ نارینه کې، په هر مکعب ملی لیتر وینه کې د RBCs یا سرو حجرو منځنۍ شمیره 5,200,000 (±300,000)؛ په ښځو کې، دا 4,700,000 (± 300,000) ده. هغه خلک چې په لوړو ارتفاعاتو کې ژوند کوي د RBCsیا سرو حجرو ډیر شمیر لري. هیموګلوبین: د وینې په سرو حجرو کې د اکسیجن لیږدونکی،وینې ته سور رنګ ورکوونکی او غالب پروټین دی. هیموګلوبین د اکسیجن سره یو بې ثباته، بیرته راګرځیدونکی اړیکه جوړوي. په خپل اکسیجني شوي حالت کې دا د اکسی هیموګلوبین په نوم یادیږي او روښانه سور رنګ لري. په ټيټ اکسېجني حالت کې دې ته deoxyhemoglobin ویل کیږي او ارغواني - نیلي وي. د هیموګلوبین هر مالیکول د ګلوبین ګروپ شاوخوا د څلورو هیم ګروپونو څخه جوړ شوی دی. هیم اوسپنه لري او مالیکول ته سور رنګ ورکوي. ګلوبین د پولیپپټایډ زنځیرونو دوه تړل شوي جوړې دي. د هرې سلسلې پراختیا په جلا جنیټیک ځای کې کنټرول کیږي. د دې زنځیرونو د امینو اسیدونو په ترتیب کې بدلون د غیر معمولي هیموګلوبینونو پایله ده. د مثال په توګه، هیموګلوبین S د سیکل سیل ناروغۍ کې موندل کیږي، سیکل سیل انیمیا د انیمیا یو شدید ډول دی چې په هغه کې سره حجرې د لور په شکل بدلیږي البته کله چې اکسیجن کم وي، او اکسېجن هم ځکه کم وي چې هیموګلوبین ناسم وي او ناسم هیموګلوبین اکسېجن نه شي انتقالولای. کله چې د وینې سرې حجرې مړې شي، د دوی دننه چې کوم هیموګلوبین دی بهر ته خوشې کیږي او ماتیږي: په هیموګلوبین کې اوسپنه ده چې وروسته د هیموګلوبین له ماتېدو ازادېږي، چې دا د یو پروټین په واسطه د هډوکي مغز ته لیږدول کیږي دا پروټین د ټرانسفیرین په نوم یادیږي کله چې اوسپنه د هډوکو مفز ته ولېږل شوه نو بیا د نوې سرې حجرې په تولید کې کارول کیږي. د هیموګلوبین پاتې برخه د بلیروبین په نوم کیمیاوي توکي باندې بدلېږي چې په کولمو کې جذبېږي او بیا د کولمو له لارې خارجیږي، چیرته چې دا ځل خپلې ځانګړتیا ته ژیړ - نسواري رنګ ورکوي چې همدې غایطه موادو او تشو میتیازو ته زیړ رنګ ور په برخه کړی .

Related Articles

Apr 19, 2022
1,829 views

په روژه کې څنګه د سردرد او ګنګسوالی له منځه یوسو؟

لیکنه او راټولونه: شکېبا نادري په روژه کې څنګه د سر درد او ګنګسوالی له منځه یوسو؟   دا ښکاره خبره ده چې د روژې نیول اسانه کار نه دی، خو روژه د اسلام له پینځو بناوو څخه یوه بنا ده، چې د اللهﷻ لخوا په مسلمانو فرض شوې او ټول مسلمانان یې پر نیولو مکلف...

Dec 01, 2025
1,012 views

سړک جوړولو لپاره د قیر محاسبات او مهم معلومات

👷  د سړک جوړولو لپاره د قیر محاسبات او مهم معلومات Eng Shahazadulhaq Ashna 1️⃣ په هر ټن اسفالټ کې ۵۰ کیلو ګرامه قیر استعمالېږي.2️⃣ په هر متر مکعب اسفالټ کې شاوخوا ۲۳۰۰ کیلوګرامه مواد وي، چې له دې څخه نږدې ۱۱۲ کیلو ګرامه قیر وي.3️⃣ یو متر مکعب اسفالټ...

Aug 04, 2024
2,611 views

مرض های بانجان رومی

معرفی مختصر درباره امراض های بادنجان رومی یا بادنجان سرخ چندین مرض وجود دارد که بالای بادنجان رومی حمله میکند فقط میخواهم یکی از این مرض ها را برای شما دهاقین و باغداران عزیز بطوری خلاصه معلومات بدهم.مرض قرغنه بادنجان رومی یا بادنجان سرخ:مرض قرغنه با...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,474 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,088 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,852 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...