اندېښنې

R
Riaz Muqamzai
Author
Mar 09, 2022
3 years ago
2,034 views
اندېښنې

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

وايي یوې کوچنۍ نجلۍ او هلک لوبې کولې. له هلک سره تُوشلې (مردکي/بیلورۍ) وې او نجلۍ یوه اندازه خواږه درلودل. هلک وویل، زه به ټولې تُشلې درکړم او ته دا ټوله شيريني ماته راکړه. نجلۍ هم ومنله. هلک یوه ښکلې تُشله پټه کړه. پاتې نور یې نجلې ته ورکړې؛ مګر نجلۍ له ژمنې سره سم، ټول خواږه هلک ته ورکړل. نجلۍ ټوله شپه توشلې په خوب کې لیدلې. خو هلک هېڅ خوب و نه کړ. فکر یې کاوه، نجلۍ به حتما څه شیریني ترې پټ کړي وي.  

د حکایت درسونه

  • ځینې وخت د آرام او نا آرامو خلکو فرق فقط همدومره وي (صداقت او ټګي!).
  • که صادق او رښتوني یئ، حتما به د زړه ډاډ او ذهني سکون لرئ. که دروغ او ټګي نه وای، انسان به ډېر آرام وای، ډېر!
  • که ذهني آرامي، د وجدان له عذابه خلاصون او فکري خوښي غواړئ نو صداقت مه هېروئ.
  • انسان که ښه وي ټولو ته ښه او که بد وي بد فکر کوي. نو که یو څوک پر تاسو د دروغجن، ټګ، شیطان او... ګمان کوي اصلا پخپله یاده ستونزه لري. همدا بېلګه برعکس هم کېدای شي.

Related Articles

Oct 16, 2021
1,636 views

د طبي تشخیص تاریخچه

طبي تشخیص تاریخچه د طبي تشخیص تاریخچه د لومړي ځل لپاره په لرغوني مصر کې د امهوتب په دوران کې او په یونان کې د هایپوکراټ په دور کې په ډېرۍ تیزۍ او چټکۍ سره رامنځته شوه.تشخیص ته رسېدل په تیوریګانو ولاړ وو او دا ټولې تیوریانې په شلمه پېړۍ کې ولیکل شوې....

Aug 04, 2024
1,240 views

د عود عطرو ونه -جالب

د عود عطرو 🌴ونه ☺️🤴تاسو فکر کوئ چې یوه ونه په څومره قیمت پلورل کيږي؟  یو لک يا یو میلیون روپۍ؟  د بنکاک په یوه معبد کې یوه ونه شته چې ارزښت یې ۲.۳ میلیونه ډالره دی.  بې له شکه دا په نړۍ کې تر ټولو قیمتي ونه ده چې په عربي کې "عود" او په انګلیسي کې...

Jul 08, 2022
1,463 views

پام

حکایت دی، چې له بودا څخه چا پوښتنه وکړه: ته او مریدان دې څه کوئ؟ بودا ورته وویل: گرځو، ناست یو، ډوډۍ خورو! پوښتونکي وويل: دا خو هر څوک کوي. بودا ورته وویل: توپير دا دی چې مونږ کله ناست یو، پام مو وي چې ناست يـو چې روان يو، پام مو وي چې روان يو او چې...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,513 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,097 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,884 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...