د سترګو شاوخوا تورې حلقې؛ لاملونه، مخنیوی او درملنه!

R
Riaz Muqamzai
Author
Mar 08, 2022
3 years ago
2,209 views
د سترګو شاوخوا تورې حلقې؛ لاملونه، مخنیوی او درملنه!

ژباړه ـ ریاض مقامزی

تاسو به هم لیدلي وي، چې د ځينو خلکو د سترګو شاوخوا تورې حلقې پیدا شوې وي؛ خو پوښتنه دا ده، چې دا حلقې ولې پیدا کېږي!؟ لاملونه یې څه دي؟ مخنیوی او درملنه یې څنګه کولای شو!؟ موږ پدې لیکنه کې هڅه کړې، تر څو همدا پوښتنې مو ځواب کړو.  

د سترګو شاوخوا حلقې

سیوري ته ورته دا حلقې د بېلابېلو عواملو له کبله پیدا کېږي او د پوستکي رنګ ته په کتو مختلف تت/تېز تور، قهوه یي، اسماني، بانجاني او ځینې نور رنګونه خپلوي. په ډېرو لږو مواردو کې دا حلقې د جدي روغتيايي ستونزو خبرداری له ځان سره لري، په نورو عادي پېښو کې شاید انسانان د خپلې ښکلا له کبله ترې وځورېږي. کله ناکله په غذايي رژيم او د ژوند په طرز کې د تغییر له کبله دا ستونزه حل کېدای شي او ځینې وختونه بیا درملنې ته اړتیا لري.   

لاملونه

اکثریت خلک فکر کوي، چې د سترګو شاوخوا تورې حلقې د ډېرې ستړیا او بې خوبۍ له کبله پیدا کېږي. که څه هم دا یې لاملونه کېدای شي؛ خو ځينې نور علتونه هم شته، چې پدې ډول دي:

  • الرژي
  • هایپرپیگمنتیشن (کله چې په بدن کې ملانین ډېر ترشح شي.)
  • کم خوب او یا غیر مناسب خوب کول
  • د سترګو شاوخوا د موجود غوړو کمښت 
  • د پوستکي کمزوري
  • د اوسپنې د کمښت له وجهې د وینې کموالی
  • د سترګو مږل؛ البته که دا کار پر له پسې تکرار شي.
  • د لمر تر وړانګو لاندې ډېر کار کول
  • سیګرټ څکول
  • د عمر ډېرښت
  • ارثي او جنيټيکي عوامل
  • په بدن کې د اوبو کمښت
  • تېروئيدي ناروغۍ او ځينې نور 

مخینوی

که غواړئ د سترګو شاوخوا مو تورې حلقې پیدا نه شي؛ نو له پورته مواردو څخه ځان وساتئ؛ خو که له وړاندې مو په سترګو کې تورې حلقې پیدا شوې وي؛ نو تاسو تر هرڅه لومړی باید هڅه وکړئ د خپلو سترګو شاوخوا ته د تورو حلقو د پیدا کېدو اصلي علت معلوم کړئ. په دویم قدم کې له هماغه کار څخه ځان وساتئ چې ستاسو ددې ستونزې د پیدا کېدو اصلي لامل دی. پدې توګه تاسو کولای شئ له یادې ستونزې خلاص شئ.   

درملنه  

د طبي درملنې په برخه کې باید ډاکټر ته مراجعه وکړئ؛ خو کولای شئ له دې اسانه کورنيو درملو څخه هم ګټه واخلئ.

  • د بادرنګو څو ګردې ټوټې را واخلئ او پر سترګو یې کېږدئ او دا کار مسلسل څو اونۍ تکرار کړئ. پدې توګه به مو د سترګو شاوخوا تورې حلقې ورکې شي.  
  • د پورته طريقې په څېر له الوګانو څخه هم ګټه اخيستلای شئ او ډېر امکان یې شته، چې ستونزه مو حل شي.
  • ګلاب د التهاب ضد خاصیت لري، چې د نرمۍ او تازه والي سبب کېږي. د ګلاب پاڼې لږې لمدې کړئ، پر سترګو یې کېږدئ او ویده شئ. تر یوې میاشتې دا کار تکرار کړئ نو د سترګو شاوخوا تورې حلقې مو ورکې کېږي.

Related Articles

Jul 29, 2020
5,765 views

د وېښتانو تویدلو ۶ اصلي لاملونه؟

کله چې ګومنځ له وېښتانو ډکه وګورئ حتما حیران او مایوسه کېږئ چې ولې؟ جام جم ورځپاڼې لېکلي، د ویښتانو تویدل یو له هغو ستونزو څخه ده چې بېلابېل لاملونه لرلی شي، دلته مو د وېښتانو تویدلو مهمو لاملونو څخه یادونه کړې ده: هورموني بدلونونه: ښځې ممکن له امی...

Jul 10, 2022
1,826 views

په اختر کې دې څلورو ټکو ته حتماً پام وکړئ!

په اخترونو کې اکثره ددې مهمو مسایلو په برخه کې بې غوره وي او په دې توګه خپل ځان او یا هم نورو ته تاوان رسوي. تاسو د يوه لوستي انسان په توګه باید دې ټکو ته جدي پام وکړئ! • خپلې ټولې پيسې مه مصرفوئ!تاسو به هم لیدلې وي چې ځينې وګړي او په ځانګړي توګه ځو...

Jul 25, 2022
2,259 views

د سترګو شاوخوا تورې حلقې؛ لاملونه او حل لارې یې

که مو بدن د اوسپنې له کمبود سره مخ شي امکان شته چې له سترګو مو تورې حلقې را وګرځي، په بدن کې د اوسپنې کمبود د پوست مشکلات را منځته کوي، که د بدن اوسپنه پوره وي پوست تازه او ځوان پاتې کيږي. له سترګو د تور حلقو تاوېدل ستاسې ښکلا ته زيان اړوي او په نفس...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,513 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,097 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,884 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...