د اناتول فرانس لنډ ژوندلیک

R
Riaz Muqamzai
Author
Mar 04, 2022
4 years ago
1,736 views
د اناتول فرانس لنډ ژوندلیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

د فرانسې او نړۍ ادبیاتو په مطالعه کې د اناتول فرانس نوم هم ډېر بارز دی. پدې لیکنه کې د نوموړي پر ژوند او فن لنډې خبرې شوي دي.  ژوندليک د فرانسې هېواد دا نوبل جایزه ګټونکی لیکوال او متفکر (اناتول فرانس ـ Anatole France) د "۱۸۴۴ز" کال د اپرېل په شپاړلسمه نېټه د فرانسې په پلازمینه (پاریس) کې وزېږېد. د نوموړي پلار یو لوی کتابپلورنځی درلود، چې دې کار د فرانس په فکر او ژوند ډېر تاثیر کړی وی. دا ځکه چې د خپلو رسمي زدکړو ترڅنګ به یې له کتابپلورنځي هم ډېر کتابونه کور ته وړل او لوستل یې. ویل کېږي چې همدې پراخې مطالعې په هغه کې د لیکوالۍ استعداد وغوړاوه. په کم عمر کې یې د ادبیاتو، فلسفې او نورو برخو کتابونه په دقیقه توګه مطالعه کړل او د یو ځوان روشنفکر په توګه وپېژندل شو. د خپل بېساري استعداد له امله د خپل هېواد د علومو اکاډمۍ غړیتوب هم ترلاسه کړ، چې دا ډېر لوی ویاړ بلل کېږي. نوموړي دومره عالي نثر لیکه، چې اکثریت یې د فرانسوي ژبې د نیر پاچا بولي. تر ټولو مشهور آثار یې ګناه او مینه، وړوکی بوډا، معاصر تاریخ، د اپیکور باغ، د سپينو تيږو پر مخ، د پرښتو سرکښي او ځينې نور دي. د یادونې وړ ده، چې ډېری آثار یې فلسفي، طنزيه او انتقادي بڼه لري. له ګڼو ادبي هڅو، لاسته راوړنو او بریاوو وروسته د ۱۹۲۴ز کال د اکتوبر په دولسمه نېټه د اتیا کالو په عمر ومړ.  

ویناوې

  • که موږ په هر څه پوه شو، ژوند یو ساعت هم نه شو زغملای.
  • علم له خطا څخه خلاص دی؛ خو عالمان همېشه په خطا کې وي.
  • له ژوند سره د جګړې تر ټولو ښه وسله خوښي ده.
  • که د انسان زړه ځوان وي، ټول موسمونه ورته پسرلي دي.
  • خطا یو انساني کار دی؛ خو تکرارول یې حيواني دی. 
  • اخلاق طبعا په احساساتو پورې اړه لري.  

د نوموړي دا لاندې لیکنه چې د "خطرناک" تر عنوان لاندې کښل شوې ده؛ استاد ګل پاچا الفت ژباړلې ده.

”مور ته هغه کسان خطرناک ښکاري چې روحيه يې زموږ له روحيې نه مخالفه وي. هغه څوک چې زموږ خويونه پکې نشته، موږ ورته بد اخلاقه وایو. څوک چې زموږ په اشتباهاتو مبتلا نه وي، موږ ته شکاک معلومېږي او دا فکر نه کوو، چې هغوی به په نورو شبهاتو مبتلا وي.“

Related Articles

Jan 02, 2022
2,612 views

ته بریالی/بریالۍ کېږې، خو که ...

لیکنه ـ ریاض مقامزی   وايي له حکیم څخه یو کس وپوښتل، چې ته هر وخت وايي: "هرڅوک ښه انسان کېدای شي"؛ مګر ما دلته هېڅوک و نه لیدل چې ښه انسان وي. حکیم ورته وویل، لاړ شه او د کلي له ټولو خلکو بېل ـ بېل وپوښته، چې ستره هیله یې څه ده. د هغوی اروزګانې په...

Dec 10, 2020
4,171 views

دیرش ارزښتمن نصیحتونه

 ۱_ ورځ مو دسهار په لمانځه،او داللهﷻ په ذکر پېل کړئ بریالیتوبونه به مو قدمونه ښکل کړي. ۲_ همېشه کوښښ وکړئ چې استغفار ډېر ولولئ، ځکه دغه کار مو شیطان دځان وژنې تر بریده ناهیلې کولای شې. ۳_ هیڅکله دعا مه پریږدئ ،ځکه دعا دژغورنې رسۍ ده. ۴_ تل په یاد...

Feb 24, 2023
1,165 views

ابعاد صلح پایدار و نقش شهروندان در تأمین آن || Aspects of sustainable peace and citizens role in maintaining it

نام نویسنده: محمدمصطفی محمدیار (کارشناس ارشد در رشته حقوق خصوصی) Writer’s name: Mohammad Mustafa Muhammadyar آنچه تجربه من راجع به ابعاد صلح گویا است، تک‏بُعدی بودن آن است که این، همانا بُعد معنوی است. یعنی اگر آدمی ذریعه تجزیه و تحلیل عقلی، ثقلت ک...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,827 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,162 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,099 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...