د خپل ځان په اړه څومره پوهېږئ؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Feb 20, 2022
4 years ago
2,796 views
د خپل ځان په اړه څومره پوهېږئ؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

په ژوند کې د پرمختګ او بریا لپاره تفکر، تمرکز او دقیق اوسېدل ډېر اړین وي؛ خو اکثره انسانان دا خویونه نه لري. له همدې کبله د برياليو کسانو شمېر کم دی او ډېر لږ خلک ښه راتلونکی جوړوي. پدې برخه کې یوه اساسي ستونزه دا ده، چې انسانان عادتي کارونه کوي او د ډېريو مسایلو په اړه بې غوره وي او یا هم مهم مسایل سطحي بولي. په هر حال؛ دا به ډېره په زړه پورې نه وي، چې د خپل راتلونکي په اړه پوه شئ!؟ آیا غواړئ پوه شئ، چې ستاسو راتلونکی به روښانه وي که تیاره!؟ که غواړئ پوه شئ، نو دا پوښتنې ځواب کړئ.

  1. ستاسو سترګې څه ډول دي (ډول او رنګ)!؟
  2. ويښتان مو کوم رنګ لري!؟
  3. څو نمبره بوټان/څپلۍ په پښو کوئ!؟
  4. د خوښې رنګ مو کوم یو دی!؟
  5. کوم خواړه مو ډېر خوښېږي!؟

د هر سوال ځواب لس نمرې لري. اوس نو د خپلو دقیقو ځوابونو نمرې جمع کړئ. که تاسو د ټولو پوښتنو په ځواب پوهېدئ نو یو ښه راتلونکی به ولرئ. که د درېيو پوښتنو پر ځواب بریالي شوئ؛ نو احتمالا متوسط راتلونکی به ولرئ او که له درېيو کمې پوښتنې مو ځواب کړې وي، شاید یو خراب راتلونکی ستاسو په تمه وي؛ خو که ځینې خويونه خپل کړئ خپل راتلونکی ښه کولای شئ.

  • تل دقیق اوسئ.
  • په هر کار کې تمرکز خپل عادت وګرځوئ.
  • په ورځ کې یو ساعت تفکر کوئ.
  • هر کار له زړه کوئ.
  • هېڅ چاره سطحي مه ترسره کوئ.

Related Articles

Jun 27, 2022
2,222 views

څنګه د دنیا تر ټولو خوشبخت انسان شم؟

یو اسلامي بیان مې اورېده، یوې جمله مې پکې ومونده چې له کلونو راهیسې یې د معنی په لټه کې وم. په داسې څه یې وپوهولم چې له مودو پسې سرګردانه وم. ډېره اسانه او ارزانه لار شته چې موږ پرې ځان د نیکمرغۍ تر اخري حده رسولی شو. شاید تاسې هم ددې نعمتونو ترلاسه...

Jul 12, 2021
3,659 views

هيله بخښونکې جملې

د انسان جوړښت داسې دی، چې د بې وسۍ، مجبوریتونو، کړاوونو او نورو ستونزو له کبله خپل هوډ او قوت له لاسه ورکوی او یا کمزوری کېږي. خو له نېکه مرغه ددې ځواک د بېرته ترلاسه کولو لارې شته. د ژوند په داسې سختو شرایطو کې باید د چا خبرې او نصحیتونه واورئ، ترڅ...

May 30, 2021
2,327 views

سپاهیان گمنام

سپاهیان گمنام مصطفی عمرزی در جاده ي ميوند، واقع در ميانه ي كابل قديم، آبده اي به نام «سپاهي گمنام»، قرار دارد. سپاهی یا شايد سپاهیانی كه گمنام از ميان رفته اند، با اين آبده، گرامي داشته مي شوند. اگر از فاجعه ي 7 ثور بدين سو به افغان هایی بیاندیشیم...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,827 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,162 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,099 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...