د حیدر د ژغورنې هڅې

W
Waheed Zaheer
Author
Feb 17, 2022
4 years ago
1,665 views
د حیدر د ژغورنې هڅې

د افغانستان سویل زابل ولایت په قلات سیمه کې د حیدر په نامه یو ماشوم ژور څاه ته لویدلی دی.

په سيمه کې يو ځایي خبريال وايي، دغه ماشوم چې شاوخوا شپږ کاله عمر لري، ۳۵ متره ژور څاه ته ورلوېدلی خو وایي دغه څاه له مخکې نړېدلی ماشوم يې په ۱۷ مترۍ کې بند پاتې دی.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې مراکش کې هم ورته پیښه شوې وه چې له بده مرغه د څلورو ورځو هڅو وروسته هلته ونه توانیدل چې ماشوم وژغوري.

حیدر زموږ د ټولو ورور دی، زما ورته زړه دلته دردیږي. خدای دې هغه وساتي.

زه د حیدر له پيښې او ځای ډیر نه یم خبر چې څاه ته به څنګه لویدلی وي، خو دا پیښه دې ټولو ته درس وي او هیله ده چې ژوند سره د مینې په خاطر هم د خپل ژوند لپاره ښه تدابیر ولرو.

۳۵ کاله مخکې د امریکا په ټکساس ایالت کې یوه اتلس میاشتنۍ نجلۍ چې جسیکا نومېده د اته انچو څاه ته وغورځېده او اوه متره لاندې نښتې وه. د ژغورنې د عملیاتو لپاره هڅې وشوې. نجلۍ ۵۶ ساعته وروسته وژغورل شوه او تر اوسه د ژوند له غنیمته برخمنه ده. د جسیکا د ژغورنې کیسه ډیره مشهوره وه. کتابونه پرې ولیکل شو او یو فلم پرې هم جوړ شوی چې نوم یې Everybody's Baby: The Rescue of Jessica McClure  ( د ټولو لور-د  جسیکا د ژغورنې عملیات) دی.
دافلم تاسې پر یوټیوب لیدلی شی.

د حیدر مور و پلار ته حوصله غواړم او ټول هغه خلک چې د حیدر په ژغورنه کې هڅې کوي خدای دې د هغو قدر وکړي.

یو شاعر لیکلي: 
دنصرت پرښتې ولیږه زابل ته
دیوسف  په شان حیدر کوهې کې پروت دی

خدایه تاته مو لاسونه لپه کړي
دخوږې مورکۍ دلبر کوهي کی پروت دی

Related Articles

Dec 14, 2023
1,929 views

سیخانو قطر یو قطر څخه بل قطر ته اړول

د سیخانو قطر یو قطر څخه بل قطر ته اړول.#ترتیب. استاد پوهنمل صابرشاه صابري.عمومي فورمول لرو: N1 × D1^2 ×FY1 = N2 × D2^2 × FY2د مقاومت څخه صرف نظر کوو ځکه مقاومت د سیخ مطرح ندی دلته نو لرو:                                               n1×d1^2 = n2×d2^...

Oct 12, 2022
2,017 views

د نری رنځ ضد درمل

Anti TB Drugs ‎د نری رنز ضد درمل 1 Rifampacinد نری رنز په درملنه کی کارول کیژی‏(دکارونی اندازه)‏۱۰-۲۰ملی گرامه دی دبدن په هر کیلو گرام وزن باندی وکارول شی‏(نه کارونه)دپحتورگو یا زیگرپه ناروغیو کی اوله درملو سره دحساسیت په مهال نه کارول کیژی2 Isoniaz...

Jun 23, 2022
1,449 views

د اقتصاد خصوصي کول یا پراېوېټاېزېشن؛ پېژندنه، گټې او زیانونه

د اقتصاد خصوصي کول یا پراېوېټاېزېشن؛ پېژندنه، گټې او زیانونه عبدالوافي نایبزی   پېژندنه: خصوصي کول، خصوصي‌سازي یا Privatization څخه مو موخه یوه حکومتي پروسه شخصي کول دي، یانې هغه خدمات چې د حکومت له لوري عامو وگړیو ته عرضه کېږي، هغه د خصوصي سکټور ی...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,985 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,204 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,195 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...