د بېرتولت لنډ ژوندلیک

R
Riaz Muqamzai
Author
Feb 12, 2022
4 years ago
1,749 views
د بېرتولت لنډ ژوندلیک

ليکنه ـ ریاض مقامزی  

د نړۍ او په ځانګړې توګه د الماني ادبیاتو په مشهورو څېرو کې د بېرتولت ځای خورا څرګند او روښانه دی. تاسو به پدې لیکنه کې د نوموړي په اړه لا ډېر پوه شئ.

ژوندلیک

بشپړ نوم یې بېرتولت برشت "Bertolt Brecht" دی. د نړېوالو ادبیاتو او په ځانګړې توګه د آلماني لیکوالو په قطار کې خاص ځای لري. نوموړی یو ښه شاعر، د تیاتر کارپوه او ډرامه لیکونکی و. برشت په "۱۸۹۸ز" کال کې د آلمان (جرمني) په اوکسبورک ښار کې وزېږېد. پلار یې د کاغذ جوړولو د فابریکې مشر و؛ نو پر دې اساس د برشت د کورنۍ اقتصادي وضعیت ښه و او يوه شتمنه کورنۍ وه. دوی دوه وروڼه وو، چې پخپله برشت مشر و. نوموړي له لیکلو سره ځانګړې مینه درلوده او پدې برخه کې یې ښه استعداد هم درلود. آن د ښوونځي له دورې یې ادبي او غیر ادبي لیکنې کولې.  تر ټولو مهم آثار یې سور چرګ، د ګالیله ژوند، "سړی، سړی دی"، د قفقاز تباشیري دایره، د کمون ورځې، د ښارونو په ځنګل کې، زه بېرتولت برشت، د ژاندراک محاکمه، په درېيمه امپراتورۍ کې ډار او مايوسي او ځينې نور دي. نوموړی له ګڼو ادبي هڅو او لاسته راوړنو وروسته په "۱۹۵۶ز" کال کې د زړه د حملې له کبله ومړ. البته په نوې ځوانۍ کې یې هم د زړه یوه حمله تېره کړې وه؛ خو ژوندی پاتې شوی و.  

نور مهم معلومات

ـ دا چې نوموړي له ماشومتوبه د زړه ناروغي لرله؛ نو له شل کلنۍ يې د خپلې مقبرې د شناختې لپاره ډيزاینونه جوړول. ویل کېږي چې تر مړینې یې د شناختې پنځه ويشت ډيزاینونه جوړ کړي وو.  

ـ په شپاړلس کلنۍ کې یې لومړنۍ ادبي مقاله په مجله کې خپره شوه.

ـ که څه هم په لومړيو کې د طب محصل و؛ خو په ادبیاتو کې د بې کچې استعداد او مینې له کبله یې طب په نیمه کې پرېښود.

ـ د خپلو لیکنو له برکته یې د DDR او سټالين جایزې هم ګټلي دي.  

ـ په نړېواله جګړه کې د جنګ کرښې ته ولېږل شو تر څو له زخمیانو سره مرسته وکړي. هلته یې دا وینا مشهوره شوې وه: ”دا به ښه وي، چې پښې ټولې کړو؛ نه دا چې ورکې یې کړو.“  

ویناوې

  • هغه خوشحالي، چې د نورو په خفګان ترلاسه کېږي، ګناه ده.
  • هغه وخت چې ویل کېدل به له خپلو ګاونډیانو سره محبت وکړئ، ګېډې مړې وې؛ زموږ په وخت کې حالت بدل دی. 
  • غلطي که په ناپوهۍ کې وشي، خطا ده؛ خو که په آګاهۍ کې وشي نو ګناه ده.
  • کله چې بې عدالتي ډېره تکراره شي په ټولنه کې د عدالت په بڼه منل کېږي. 
  • هر ځای په باغ بدلېدای شي؛ خو که همت وي. 
  • له بانک څخه غلا د نوو غلو کار دی؛ تجربه لرونکي غله بانک جوړوي.
  • هېڅ ازموینه بې درغلیو نه وي؛ پرته د خدای له ازموینې څخه.
  • څوک چې د ظلم پر وړاندې نه یوځای کېږي. د ظالم په زندانونو کې به یو ځای شي. 
  • هر څوک کولای شي ګواښ او رټل وکړي؛ خو هرڅوک د رټلو او ګواښ حق نه لري.

تاسو ته یې کومه وینا ډېره په زړه پورې وه!؟ نظر مو په کمینټ کې ولیکئ. 

Related Articles

Aug 05, 2021
3,193 views

د هندواڼو اته روغتيايي ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی هندواڼه یو له هغو خوندورو مېوو څخه ده، چې خلک یې په اوړي کې د ښه خوند ترڅنګ د یوې یخې مېوې په توګه هم خوري. دا مېوه ګڼې روغتيايي ګټې لري، چې ممکن له ځينو یې خبر نه اوسئ. په دې لیکنه کې یې په اړه لا ډېر پوهېدای شئ.    لومړی ـ د...

May 17, 2021
1,953 views

در گذار

 در گذار مصطفی عمرزی داستان مهاجرت، بی خانمانی و پریشانی مردم ما که  سر آن به چهار سوی گیتی می رسد، به کسی پنهان نیست. در این میان، آن چه غیر طبیعی و شگفت می نماید، مهاجرت، بی خانمانی و پریشانی کسانی ست که  می توان گفت بی جاشده گان روزگار اند.  کو...

Dec 06, 2021
2,052 views

د سټاين بیک لنډ ژوندلیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی   د امریکا د هغو لیکوالو له ډلې چې د نوبل جایزه یې ګټلې ده، یو هم "سټاين بیک" دی. که څه هم امریکايي کره کتونکي خورا سخت پرنسپونه او اصول لري؛ خو نوموړی ددوی د سختو پرنسپونو له دایرې  وتلی دی او د امریکايي لیکوالو د پنځو لویو ستور...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,990 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,206 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,200 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...