وخت مو داسې مدیریت کړئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
Feb 09, 2022
4 years ago
2,931 views
وخت مو داسې مدیریت کړئ!

ليکنه ـ ریاض مقامزی  

د وخت مدیریت له تاسو سره مرسته کوي، چې کارونه مو په کمي او کيفيتي لحاظ ښه او عالي شي. پدې توګه به تاسو پخپل شخصي، زده کړيز او کاروباري ژوند کې چټک پرمختګ کوئ. نو که غواړئ بریالی ژوند ولرئ د وخت او فعالیتونو اړوند دا لارښوونې تل په پام کې ونيسئ.  

لومړی| د وخت ارزښت ومنئ!

اکثره خلک وخت له سروزرو سره تشبیه کوي؛ خو په حقیقت کې وخت له سروزرو ډېر قیمتي وي. دا ځکه چې که طلا له لاسه ورکړو، بېرته یې موندلای شو؛ خو وخت داسې څه دي، چې هېڅکله یې بېرته نه شو ترلاسه کولای. نو زموږ د لومړنۍ توصیې په توګه دا پخپل فکر او زړه کې ځای کړئ، چې وخت ډېر ارزښناک دی، ډېر!  شاید ووایئ چې د وخت مدیریت سخت دی؛ خو داسې نه ده. پدې برخه کې دا خبره کافي ده، چې وايي: "بد خبر دا دی، چې وخت پرواز کوي؛ خو ښه خبر دا دی، چې ته یې پیلوټ یې."  

دویم| خوب مو منظم کړئ!

څېړنو ثابته کړې، چې منظم او کافي خوب کول تاسو ته دا وړتیا درکوي، چې وخت مو سم مدیریت کړئ. د خوب په برخه کې دوه خبرې خورا مهمې دي. یوه دا چې تل وخته ویدېږئ او وخته پاڅېږئ. بله دا چې بې خوبي مکوئ. که دا دوه لارښوونې عملي کړئ، تاسو به د کار، زحمت او د وخت د مدیریت پوره وړتيا پيدا کړئ.    

درېيم| وخت مدیریت کوونکي اپليكېشن وکاروئ!

د ټیکنالوژۍ پدې زمانه کې باید له داسې اپلیکېشنونو سره بلد اوسئ، چې تاسو ويښوي، وخت درښيي او د خپل کار په یادولو کې درسره مرسته کوي. پدې برخه کې د Timer، Remainder او Alaram نومونه د یادولو وړ دي.  

څلورم| ډېره تفریح مکوئ!

د عمر په اکثریتو پړاونو کې انسان تفریح، بنډارونو، شب ګیرو او چکرونو ته لېوالتیا لري؛ خو دا هر څه باید مناسبه اندازه ولري. پدې کارونو کې افراط تاسو د ناکامۍ کندې ته غورځولای شي. نو د یو لوستي انسان په توګه باید له ډېرو بنډارونو، چکرونو او نورو هغو کارونو څخه ځان وساتئ چې ستاسو وخت ضایع کوي.

پنځم| کاري لومړیتوبونه وپېژنئ!

که تاسو هممهاله د څو کارونو په ترسره کولو مجبور یئ؛ نو باید خپل کاري لومړیتوب وپېژنئ. خپل کارونه په ډېر مهم، مهم، عادي او غیر ضروري ډلګیو ووېشئ. پدې توګه به ستاسو په کارونو کې ښه والی راشي او هر کار به مو په سم وخت کې ترسره کړی وي.  

شپږم| هممهاله دوه کارونه مکوئ!

شاید ډېرو ته په یوه وخت کې د دوو کارونو ترسره کول له وخت څخه ډېره ګټه اخیستنه ښکاره شي؛ خو دا چاره ستاسو د کار کیفیت ته زیان رسوي. نو په ورته وخت کې د ډېرو کارونو له ترسره کولو ډډه وکړئ. په یوه وخت کې یو کار وکړئ؛ خو سم یې وکړئ.

Related Articles

Jul 09, 2021
6,619 views

د خټکي روغتيايي ګټې او زیانونه

ژباړه ـ ریاض مقامزی    خټکی یو له هغو خوندورو مېوو څخه دی، چې نړۍ کې ګڼ شمېر مینوال لري. ددې مېوې رنګ د ژېړ او نارنجي په شاوخوا کې وي، چې بېلابېل ډولونه لري. په فارسي کې خربوزه او انګلېسي کې ورته "Melon" وايي. باید ووایم، په افغانستان کې هم دا مېوه...

Nov 09, 2021
4,627 views

په موبایل کې د غږېدا اړوند مهمې لارښوونې

لیکنه ـ ریاض مقامزی په ټولنیز ژوند کې د هرې چارې د ترسره کولو لپاره ځانګړي نزاکتونه او تګلارې وي. ددې آدابو موخه دا وي، چې کارونه په ښه شکل مخ ته لاړ شي او نورو ته د سرخوږي، مزاحمت او بې ادبۍ سبب نه شي. له همدې امله باید د موبایل کارولو لپاره هم ځين...

Jan 04, 2023
834 views

تنازع نظم و عدل در امن افغانستان || Conflict of order and justice in the safety and security of Afghanistan

نام نویسنده: محمدمصطفی محمدیار (کارشناس ارشد در رشته حقوق خصوصی)Writer’s name: Mohammad Mustafa Muhammadyarنظم که به آرامش و آن به صلح و آشتی تعبیر شده و عدل به سپردن حق به صاحب آن یا تحقق حق در عمل معنا شده، هر دو مطلوب آدمی و منطبق با ذوق سلیم اند....

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,845 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,164 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,103 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...