د مینې پیغمبر

R
Riaz Muqamzai
Author
Feb 04, 2022
4 years ago
1,958 views
د مینې پیغمبر

لیکوال ـ خبیب علي

د نړۍ په تاریخ کې یوازې څو تنه داسې تېر شوي چې د بنیادم د اخلاقو په جوړولو کې یې برخه اخیستې ده. په دې کې د یونان سقراط او افلاتون، د چین کنفوسیوس، د هند ګوتم بده او نور شامل دي. د اخلاقو په دې ټولو مصلحینو باندې (د نورو امتیازونو سربېره) زموږ د پېغمبر حضرت محمد ﷺ یو امتیاز دا دی چې د ده (مبارک) هر قول، فعل او تقریر په متواتر او باوري شکل تر موږ را رسېدلی دی. موږ د سقراط خبرې د افلاتون په مکالمو کې موندلی شو، یا شاید د افلاتون خبرې د هغه په جمهوریت نومي کتاب کې ومومو، خو د دوی قول، فعل او تقریر په متواتر او باوري شکل نه شو ثابتولی. د دوی د ژوند پېښې په تیارو کې پټې دي او موږ هیڅ قوي دلیل نه لرو چې د دوی حال له قال سره برابر و که نه؟! برعکس د رسول الله ﷺ د ژوند هره شېبه د تاریخ په کتابونو کې ثبت ده او په داسې شکل ثبت ده چې هیڅوک یې له حقیقته انکار نه شي کولای. د هغه ﷺ خبرې او عمل یو شان و. مینه او عاطفه یې دومره وه چې حتی دښمنانو یې هم اعتراف کاوه چې دی ﷺ یو امین او رښتینی شخص دی. حضرت محمد ﷺ د تاریخ تر ټولو مهربانه انسان و. انس رضي الله عنه وایي چې رسول الله ﷺ به ویل: زه چې لمونځ شروع کوم نو اراده مې وي چې اوږد به یې کوم. په دې وخت کې مې ناڅاپه له صفه د ماشوم اواز تر غوږ شي چې ژاړي، نو لمونځ را لنډ کړم چې مور ته یې تکلیف ونه رسي. هبار بن الاسود هغه شخص و چې د ده دلاسه د رسول الله ﷺ لور حضرت زینب ته ډېر تکلیفونه رسېدلي وو. حضرت زینب رضي الله عنها حامله وه او د مکې نه یې مدینې ته هجرت کاوه. کافرانو ورته په لاره کې تکلیف ورساوه او هبار بن الاسود دا قصدا د اوښ نه ښکته وغورځوله چې له دې وجې دا سخته ژوبله شوه او حمل یې ضایع شو. سربېره پر دې هبار نور ډېر جرمونه هم کړي وو. کله چې مکه نیول کېده نو د هبار نوم د مشهورو قاتلانو په ډله کې و مګر کله چې هبار رسول الله ﷺ ته راغی او بخښنه یې وغوښته، نو رسول الله ﷺ هغه وباښه. انس رضي الله عنه یو بل ځای وایي: رسول الله ﷺ غوښتل ما یو کار پسې ولېږي، مګر ما وویل چې زه دې کار پسې نه ځم. رسول الله ﷺ هیڅ ونه ویل او چوپ پاتې شو. زه د دې خبرې د کولو نه وروسته بهر ووتم، چې په دې وخت کې رسول الله ﷺ ناڅاپه ما پسې راغی او زه یې د څټ نه ونیولم. ما چې شاته وکتل نو ومې لیدل چې رسول الله ﷺ خاندي. تر دې وروسته یې ماته په ډېره مهربانۍ او مینه وویل: انسه، ما چې درته د کوم کار ویلي وو، هغه پسې خو به اوس لاړ شې؟ ما عرض وکړ چې ښه ده، ځم. حضرت انس دې واقعې سره دا خبره هم وکړه چې ما اووه کاله د رسول الله ﷺ خدمت وکړ، مګر په دې دومره موده کې یې ماته هیڅکله دا نه دي ویلي چې دا کار دې ولې وکړ او یا دې ولې ونه کړ؟! د مسلمانانو مور حضرت عایشه رضي الله عنها هم فرمایي چې رسول الله ﷺ هیڅکله د هیچانه په شخصي معامله کې بدل او انتقام نه دی اخیستی، پرته له هغه صورته چې شخص به د الهي احکامو سپکاوی کړی و. د عایشې ابۍ د دې خبرې ښه ثبوت د احد غزا ده. په دې غزا کې دښمنانو په حضرت محمد ﷺ غشي وا اورول، د ډبرو ګوزارونه یې پرې وکړل، تورې یې پسې را وویستې، غاښونه یې ور شهیدان کړل او د ده مبارک تندی یې هم ژوبل کړ مګر د دې ټولو خبرو باوجود د رحمت اللعلمین ﷺ له خولې یوازې همدا یوه خبره ووته چې: اللهم اهد قومي فانهم لا یعلمون! خدایه زما قوم ته هدایت وکړه، دوی نه پوهیږي. جریر بن عبدالله یو بل صحابي دی، رسول الله ﷺ به چې کله هم دی وکوت نو ورته به موسک شو. دا صحابي (رضي الله عنه) وایي چې هیڅکله داسې نه دي پېښ شوي چې زه دې د دوی مبارک حضور ته ورغلی یم او دوی دې له مینې راته نه وي موسک شوي. د رسول الله ﷺ دا مینه او مهرباني یواځې نورو سره نه وه، بلکې خپلو خپلوانو سره هم وه. انس رضي الله عنه وایي چې رسول الله ﷺ به خپلو خپلوانو سره دومره مینه کوله چې ما دومره مینه د بل چا نه ده لیدلې. ده ﷺ به د حضرت حسین (رضي الله عنه) په باره کې ویل چې حسین زما او زه د حسین یم. څوک چې حسین سره مینه کوي، خدای دې د هغه سره مینه وکړي. یو ځل امام حسن یا امام حسین رضي الله عنه د حضرت محمد ﷺ په مبارکه اوږه سپور و. چا وویل چې څه سپرلۍ لاسته ورغلې ده. رسول الله ﷺ وویل: سپور هم څنګه سپور دی. د حضرت زینب رضي الله عنها د کوچنۍ لور نوم حمامة و. حمامة رسول الله ﷺ ته ډېره ګرانه وه. دا به په لمانځه کې هم رسول الله ﷺ سره وه. کله به یې چې لمونځ کاوه، نو دا به یې په شا سپرېدله. د رکوع پر وخت به یې له شا څخه ښکته کوله او چې محمد ﷺ به له سجدې پورته کېده، نو دا به یې بیا په شا سپره شوه. د روایتونو د الفاظو نه معلومیږي چې حضرت محمد ﷺ به دا خپله په شا سپروله، خو ابن القیم لیکي چې دا عمل کثیر دی، شاید چې دا به په خپله سپرېدله او دوی به نه منع کوله. ځیني اروپایي مورخین په دې باور دي چې د رسول الله ﷺ نرمي د اسلام د کمزورۍ له وجې وه. هغه وخت اسلام کمزوری و او محمد ﷺ له نرم چلن او مهربانۍ پرته بله لاره نه درلوده. تاریخ د اروپایي مورخینو دا خبره غلته ثابته کړې ده. زموږ په کتابونو کې د نبوي دور د عظمت او بریالیتوبونو د مهال ډېرې کیسې شته چې د مینې او مهربانۍ جذبات په کې هماغسې په ولولو دي، لکه چې حضرت علي، حضرت عایشه، حضرت انس، حضرت هند ابن ابي هاله (رضي الله عنهم) او نور چې ډېره موده یې د حضرت محمد ﷺ په خدمت کې تېره کړې ده او د ده مبارک په حضور کې اوسېدلي وو، ټول په یوه خوله دا خبره کوي چې حضرت محمد ﷺ د نرم مزاج، ښو اخلاقو، ښه خوی او خندانې څېرې خاوند و. د ده ﷺ مینه او مهرباني دومره ډېره وه چې کله به غوسه هم شو، نو یوازې دومره به یې ویل چې د ده یا د هغه تندی دې په خاورو ککړ شي. د سیرت په کتابونو کې راغلي چې د غفار نومې قبیلې یو شخص د حضرت محمد ﷺ میلمه شو. ډوډۍ نه وه، یواځې شیدې وې. حضرت محمد ﷺ هغه شیدې دغه میلمه ته ورکړې او خپله یې ټوله شپه وږې او نهاره تېره کړه. په داسې حال کې چې ده ﷺ تر دې وړاندې شپه هم په لوږه تېره کړې وه او څه یې نه وو خوړلي. په نورو باندې د خپلو کارونو کول او ورباندې یې بوج اچول هم د مهربانۍ خلاف خبره ده. د حضرت عایشې، ابو سعید خدري او امام حسن (رضي الله عنهم) څخه روایت دی چې پېغمبر ﷺ به خپل کارونه په خپلو مبارکو لاسونو کول. په شمایل ترمذي کې دا هم راغلي چې ده ﷺ به د کور کارونه هم کول. خپل کالي به یې په خپله پیوندول او کور به یې هم جارو کاوه. شیدې به یې لوشلې او بازار نه به یې سودا هم راوړله. که پیزار به یې وشلېدل نو خپله به یې ګنډل. د خره په سپرلۍ به نه شرمېده او بېوزلو او مریانو سره به یې د ناستې او ډوډۍ خوړلو نه ډډه هم نه کوله. طفیل بن عمرو دوسي د دوس قبیلې ریس او مشر و. دا قبیله په یمن کې اوسېده. طفیل پخوا مسلمان شوی و او ډېره موده یې خپله قبیله اسلام ته را بلله، مګر د ده قبیله په خپل کفر ټینګه ولاړه وه. طفیل ناچاره شو او د رسول الله ﷺ حضور ته راغی. د خپلې قبیلې حال یې ورته ووایه او رسول الله ﷺ نه یې غوښتنه وکړه چې د ده قبیلې ته ښېرا وکړي. ناستو خلکو چې دا خبره واورېده، نو ویې ویل چې د دوس قبیلې په بربادۍ کې نور هیڅ شک نشته، یعنې که رسول الله ﷺ ورته ښېرا وکړه، نو د دوس قبیله به حتما هلاکیږي. رسول الله ﷺ چې کومه دعا وکړه، د هغې الفاظ دا وو: اللهم اهد دوسا وائت بهم. ای خدایه دوس (قبیلې) ته هدایت وکړه او هغوی راوله!  

ماخذونه:

۱. صحیح بخاري

۲. صحیح مسلم

۳. ابو داوود

۴. ترمذي

۵. مسند احمد

۶. ادب المفرد

۷. شمایل ترمذي

۸. شرح شفا

۹. ابن اسحاق

۱۰. نبوي اخلاق

Related Articles

Mar 26, 2021
3,146 views

هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

ليکنه ـ رياض مقامزی په دې ليکنه کې به تاسو د نړۍ د نوموتي فيلسوف، ليکوال او کره کتونکي (ژان پل سارتر) په ويناوو کې د ژوند درسونه لولئ!   “يو انسان د نورو انسانانو ثمره ده او په هماغه اندازه ارزښت لري، لکه نور انسانان يې چې لري. “ ددې وينا تر ش...

Feb 26, 2021
4,282 views

مرخېړي کومې روغتيايي ګټې لري؟

مرخیړیوته دپښتنو په بیلا بیلو سیموکې خریړي ،خامیړي ، خار میري ،خرړي ،ستوری ، دوړنګ ،ډينګرۍ، ايرړۍ،ګو بلکه ،خرمره ،مار پوچکي،خوټوری ـ خوړخوړکی ،کټوخی ـ کوړکوچک ، ځمکۍ غوښه ،پوڅکۍ ،پو چکۍ

Dec 26, 2023
3,781 views

دپښتورګو (ګردو) ناروغۍ ( Kidney )

دپښتورګو (ګردو) ناروغۍ ( Kidney )دانسان پښتورگي دوه داني دي چه دملا دتير (ستون فقرات) په دواړه خواو کي دلوبيا په شکل سره موقيعت لري چه اوږدوالي يي 10 سانتي متره او وزن يي تقريبآ 120-200 ګرامه په شاوخواکي دي دي .په پښتورګو پوري مربوطه هره مريضي دپښتور...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,513 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,097 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,881 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...