په ټولنیزو رسنیو کې د خوندیتوب تګلاره!

R
Riaz Muqamzai
Author
Feb 03, 2022
4 years ago
1,672 views
په ټولنیزو رسنیو کې د خوندیتوب تګلاره!

ليکنه ـ ریاض مقامزی  

موږ او تاسو ټول ځینې ټولنیزې رسنۍ لکه فیسبوک، وټس.اپ، انسټاګرام او نور کاروو؛ خو وخت ناوخت ددې خطر هم حس کوو، چې څوک مو شخصي انځورونو، ویډيوګانو، پیغامونو او نورو اړوندو موادو ته لاسرسی پیدا نه کړي. همدې ستونزې ته په کتو مو دا لیکنه چمتو کړې، ترڅو په عملي کولو سره یې د ډاډ او امنیت احساس ترلاسه کړئ. دا لارښوونې حتما په پام کې ونيسئ!  

لومړی| پر هر چا باور مه کوئ!

ځينې خلک ډېر خوشباوره وي او ګڼو ملګرو ته د خپل موبايل، فیسبوک او یا نورو ټولنیزو رسنیو د حساب واک ورکوي. پدې توګه ډېر خطر شته، چې ددې ډول خلکو له نېک باور څخه ناوړه استفاده وشي. که تاسو هم دا عادت لرئ، همدا اوس پر دې مسئلې غور وکړئ او خپل دا بد عادت پرېږدئ.  

دویم| د نورو په موبايل کې خپل حسابونه مه خلاصوئ!

تاسو به هم لیدلي وي، چې ځينې خلک  په ډېرې لېوالتیا سره د خپل فیسبوک او یا بل حساب د نورو په موبايل کې خلاصوي. دا کار ډېر نامناسب دی او ډېر خطر شته، چې ستاسو د حساب واک د نورو لاس ته ولوېږي. که ډېره عاجله اړتیا نه لرئ، نو د بل چا په موبايل/کمپيوټر کې خپل حسابونه مه پرانيزئ؛ خو که بیا هم مجبور وئ، د خپل ضرورت تر حل کولو وروسته پر Log out کېدو ځان ډاډه کړئ.  

درېيم| قوي کوډ وکاروئ!

د قوي پټ نوم (Password) درلودل له تاسو سره مرسته کوي، چې ستاسو حسابونه د هکرانو له شر څخه په امان وي. خو پوښتنه دا ده، چې قوي کوډ کوم کوډ ته ویل کېږي؟ پدې برخه کې مهمه ده، چې ستاسو پټ نوم د اعدادو (۱، ۲، ...)، تورو (A, B, C, d...) او سمبولونو (#,@ ...) یوه ټولګه وي.  

څلورم| یو ډول کوډ مه کاروئ!

ځينې خلک په بېلابېلو ټولنیزو رسنیو (فیسبوک، ټويټر، انسټاګرام او ...) کې یو ډول کوډ (Passowrd) کاروي. ددې کار پایله خطرناکه ده. مثلا که یو څوک ستاسو د یو حساب پټ نوم ترلاسه کړي؛ نو پدې معنا چې ستاسو ټول حسابونه د نوموړي کس لاس ته ولوېدل. همدارنګه دا هم مه هېروئ!

• د ناپېژاندو او شکمنو کسانو بلنې مه منئ.

• نامطلوب او نامعلوم لينکونه مه خلاصوئ.

• نامعلومو کسانو ته خپل مهم معلومات مه لېږئ.

Related Articles

Dec 27, 2020
2,961 views

ولې ځيني خلک کيڼ لاسي وي ؟

هغه کسان چې د ورځني ژوند په ډېرېو چارو کې د ښي پر ځای کيڼ لاس کاروي ، کيڼ ېا چپلاسي ګڼل کېږي. شمېرې مختلفې دي خو ېو شمېر څېړونکي وايي چې د نړۍ د خلکو د ډلې څخه 15 په سلو کې ( ېا هر اوم کس ) کيڼلاسي دي .ځيني خلک فکر کوي چې ټول کيڼلاسي په کيڼ لاس ليکل...

Aug 22, 2021
2,775 views

د بیان آزادي څه ته وایي؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی  په دې ورستیو کې د بیان آزادي له ګرمو موضوعاتو څخه ده، چې په ټولنیزو رسنیو کې پرې ډېر بحثونه کېږي. پر دې برخې قیودات خلک اندېښمن دي. تاسو به په دې لیکنه کې پوه شئ، چې د بیان ازادي څه ته ویل کېږي.   د بیان آزادي د انسان د بدن ټ...

Mar 13, 2021
2,265 views

اتحادیه ی سبز

اتحادیه ی سبز (برای اروپا دعا کنیم!) مصطفی عمرزی با آغاز تراژیدی افغان ها(هفت ثور) سیل مهاجرت های مردم ما به سراسر جهان، آغاز شد. انگیزه های گوناگون، توده های افغان را ناگزیر می کردند وطن آبایی و تاریخی خویش را ترک کنند.  هرچند جهان ما بزرگ است،...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,377 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,321 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,533 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...