د افغانو نجونو استازي (د نجونو روباټيک ټيم)

R
Riaz Muqamzai
Author
Feb 01, 2022
4 years ago
1,252 views
د افغانو نجونو استازي (د نجونو روباټيک ټيم)

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

تاسو به هم خبر شوي یئ، چې د ګران وطن د نجونو روباټيک ټيم د نړۍ په کچه د "۸۸" هېوادونو ترمنځ په سیالۍ کې دویم مقام خپل کړی. په حقیقت کې دا زموږ هېواد او هر هېوادوال لپاره د ویاړ او خوښۍ خبره ده. خو دا نجوني څوک دي؟ کومې لاسته راوړنې لري؟ او ورته نورې پوښتنې مو پدې لیکنه کې ځوابېږي.  

د افغان نجونو تازه ویاړ

د پیاوړو نجونو هغه ډلګۍ چې تل یې د خپل وطن نوم لوړ ساتلی او خپلو هېوادوالو ته یې وياړونه ور په برخه کړي، یو ځل بیا د علم په ډګر کې ځلېدلې ده. دوی د روباټ جوړونې په یوه سیالۍ کې دویم مقام ترلاسه کړی چې د "۸۸" هېوادونو ټیمونو پکې ګډون درلود. دوی داسې ځيرک روباټ جوړ کړی، چې د ټرافیکو مدیریت ترسره کړي. دا اله ددې وړتیا هم لري چې د وسایطو تګ راتګ محاسبه کړي. باید ووایو، چې دا مسابقه په انلاين بڼه د اروپايي، اسیايي او امریکايي روباټ جوړونکو ترمنځ پیل شوې وه، چې له نېکه مرغه د افغانو نجونو وړتیا دوی وځلولې.  

د افغان نجونو روباټيک ټيم

دا ډلګۍ اوسمهال شاوخوا شل تنه غړي لري، چې پر هېواد د ت.البانو تر واکمنېدو وروسته یې خپل وطن پرېښی او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې یې استوګنه غوره کړې. د روباټ جوړونکو دا ډله په "۲۰۱۷ز" کال کې د "ډیجیټل سیټیزن فنډ بسنټ" لخوا په هرات ولایت کې جوړه شوه او ډېر ژر یې نړېوال شهرت ترلاسه کړ.  

په هېواد کې د کرونا څپې د پراخیتا پر مهال یې د مصنوعي تنفس الې هم جوړې کړې وې. ددې ټيم له جوړېدو تر اوسه دوی شاوخوا دولس روباټونه طرحه کړي. روباټ داسې ماشيني الې وي، چې د مصنوعي ذکاوت په مرسته هغه کارونه کولای شي، کوم چې انسانانو پورې ځانګړې وي.

ددې ډلې په اړه بله په زړه پورې خبره دا ده، چې ددوی اکثریت غړي له شلو کالو کم عمر لري. دا پدې معنا ده، چې افغانې نجونې خورا پياوړې او ځیرکې دي.

دا پداسې حال کې ده، چې د په هېواد دننه د ګڼو نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې تړل شوي دي؛ خو ت.البانو ژمنه کړې چې د نوي کال په پیل سره به ټول ښوونځي د نجونو پر مخ پرانستل شي. په همدې هيله!

Related Articles

Oct 25, 2021
3,868 views

څنګه د خولې بد بوی له منځه یوسو؟

 ليکنه: شکېبا نادري، څنګه د خولې بد بوی له منځه یوسو؟ انسان یو ټولنیز موجود دی او نه شي کولای د ټولنې له وګړو او ټولنیزو اړيکو څخه پرته ژوند وکړي، دوی اړ دي چې له یو بل سره خبرې او تګ راتګ وکړي، دودونو وپالي، د یو بل په غم او ښادۍ کې شریک شي، له همد...

Mar 14, 2024
1,701 views

امتحان شهروندی هالند Inburgeringsexamen

معلومات کامل در خصوص امتحان شهروندی هالند ( Inburgeringsexamen ) آزمون شهروندی برای همه اجباری نیست و فقط اگر بخواهید اقامت دائم و یا پاسپورت هالند را بگیرید باید این آزمون را پاس کنید.مهم ترین مورد این هست که سطح آزمون inburgering برای اغلب افراد ک...

Sep 15, 2020
4,433 views

د مسلک او اړتیا له مخې د مطالعې ارزښت

کله چې د مطالعې نوم اورو نو ذهن کې مو یوازې ناولونه، لنډې کیسې، سیاسي کتابونه او ارواپوهنې کتابونه راځي او فکر کوو همدې کتابونو لوستلو ته مطالعه وایي. ما دا خبره ځکه وکړه چې دا څووم ځل دی د طب د برخې محصل ملګري په لاس کله د ناولونو، کله د خوبونو د تع...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,798 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,155 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,076 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...