د ويښتانو د وتلو لاملونه

R
Riaz Muqamzai
Author
Jan 23, 2022
4 years ago
2,382 views
 د ويښتانو د وتلو لاملونه

ژباړه ـ ریاض مقامزی

دا چې ويښتان د انسان په ښکلا کې مهمه ونډه لري، نو ځکه خو د ويښتاتو وتل یوه ځورونکې او جدي ستونزه ده. موږ هڅه کړې، چې په دې لیکنه کې تاسو ته د ويښتانو د وتلو علتونه وښيو.  

د ويښتانو د وتلو علتونه

د ويښتانو وتل د ژوند په بېلابېلو پړاونو کې لیدل کېږي. د ژوند په وروستيو کلونو کې د ويښتانو وتل او کمېدل ممکن ډېره د اندېښنې وړ نه وي؛ مګر په کم عمر کې د ويښتانو وتل لویه ستونزه ده. ددې ستونزې ګڼ لاملونه موجود دي، چې عمده یې عبارت دي له:  

۱. د تیروئید ستونزې  

که په ستوني کې د تېروئيد غده د هورمونونو توليد ډېر کړي نو امکان لري، چې د ويښتانو په وده کې ستونزې رامنځته شي.  

۲. امیندواري

حامله کېدل د جسمی فشار یو ډول دی، چې په ښځو کې د ويښتانو د وتلو یو ستر علت بلل کېږي. اکثرا د ماشوم له زېږېدو وروسته دا حالت رامنځته کېږي خو ښه خبره دا ده، چې له دې امله د ويښتانو وتل موقتي وي او بېرته عادي حالت ته ګرځي.

Telogen effluvium .۳

د سر د پوټکي یو ډول ناروغي ده. چې خطرناکو جراحي عملیاتو، ماشوم زېږولو، وزن کمېدنې او فشار له امله پيدا کېږي. ددې ناروغۍ له کبله د سر ويښتان ډېر زیان ويني. په ځانګړې توګه کله چې تاسو خپل ويښتان وينځئ نو موټي موټي ويښته به مو لاسونو ته راځي.  

۴. د اوسپنې

کمښت په بدن کې د اوسينې کمښت ددې سبب کېږي، چې ويښتان مو ورژوي. نو باید پخپل سر له هغو ګولیو ګټه وا نخلئ چې اوسپنه لري. کوښښ وکړئ له داکتر سره تر مشورې وروسته دغه کار وکړئ. ځکه چې له اندازې ډېره اوسپنه هم بدن ته زیان رسوي.  

۵. د هورموني تعادل نشتون

ښځې له ۳۰ کلنۍ وروسته د هورموني ګډوډۍ تجربه کوي. نو ډېر امکان شته، چې په دې عمر کې د ښځو ويښتان ووځي.  

۶. استټرس (فشار)

له حده ډېر سټرس (فشار) هم ددې سبب کېدای شي، چې په ناڅاپي توګه مو د ویښتانو وتل پيل شي. که تاسو هم له ورته حالت سره مخ یئ، کولای شئ د ورزش، یوګا او مساژ له لارې خپل فشار کم کړئ. له دې ټولو عواملو ور هاخوا ځينې نور عوامل هم ستاسو د ويښتانو د تويېدو (وتلو) سبب کېدای شي.  

  • د ډېرو دواګانو خوړل  
  • د ويټامين آ ډېر کارول  
  • جینيټيکي عوامل  
  • د پروتين کمښت  
  • سخت غذايي رژيم  
  • د ويني کمښت  
  • د عمر زیاتوالی  
  • د ويښتانو اوتو کول  
  • سګرټ څکول  

په یاد ولرئ!

د ويښتانو وتلو ته دومره تشویش هم مه کوئ، چې دا چاره لا ګړندۍ کړي. ځکه چې تشویش پخپله هم د ويښتانو د وتلو لامل ګرځي. هڅه وکړئ، د همدې برخې له متخصص سره مشوره وکړئ. روغتياپال به ستاسو د ستونزې علت ته په کتو درمل او سپارښتنې توصيه کړي. په دې توګه مو ستونزه د حل کېدو وړ ده.

Related Articles

Dec 01, 2021
2,853 views

د ژاولې ژوولو روغتيايي ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی  اکثریت خلک فکر کوي، چې  ژاولې د ماشومانو لپاره دي تر څو هغوی پرې غلي کړای شي، یا هم ځينې نور خلک د ژاولو ژوول بې ادبي ګڼي؛ خو څېړنو موندلې ده، چې ژاولې ژوول د انسان جسمي او ذهني روغتيا لپاره خورا ډېرې ګټې لري. ددې ګټو له ډلې یې...

Aug 12, 2023
1,490 views

د انتخابونو درناوي

د انتخابونو درناوي عمران اختر  د انتخابونو درناوی د نورو د پریکړو، خوښ او ناخوښ  ته د منلو، ستاینې او درناوي عمل ته اشاره کوي، حتی که د انتخابونو توپیر هم وجود ولري. پدې برخه کې د افرادو خپلواکي او آزادۍ پیژندل او هغوي ته ارزښت ورکول شامل دي ترڅو خ...

Nov 21, 2020
2,936 views

تیمور لنگ؛ چهره ی هراس انگیز تاریخ

تیمور لنگ؛ چهره ی هراس انگیز تاریخ (معرفی کتاب) مصطفی عمرزی بدتر از همه، تعریف جنایتکاران تاریخ در حوزه ی گرایش های قومی ست. در اوزبیکستان، یک مجسمه ی بزرگ تیمور لنگ به چشم می خورد که بعضی بی توجه بر فجایع تاریخی او، در برابر آن مدهوش می شوند. این...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,804 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,158 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,081 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...