To start downloading books

Please sign in or create an account.

Niamatullah Rahimi 3 years ago 1,324
کابریکا - څلورمه برخه

کابریکا - څلورمه برخه

د سوچ کولو وخت نه ؤ بې باکه د کور په لور ور روان شول، څو شیبې وروسته ورسیدل سلیمان زړه نا زړه د کور دروازه ټک ټک کړه، په لومړۍ ځل دروازه خلاصه نه شوه بیا یې دروازه ټک ټک کړه، شیبه وروسته د پښو د قدمونو شړنګهاار تر غوږ شو سلیمان له ځانه سره وویل:
- په دې شپه کې چا پایزیبونه اچولي؟

دروازه خلاصه شوه، په ونه دنګه پیغله ولاړه وه د لاټین سرې رڼا یې په سترګو کې څرک وهلو، لنډه شیبه وروسته انجلۍ غږ کړ:
- ادې! ته راشه 

شیبه وروسته یو بوډۍ راغله ویې ویل:
- فاطمې لورکۍ ته ځه دننه

انجلۍ غلې روانه شوه، بوډۍ سلیمان ته ځیر شوه، لنډه شیبه وروسته یې وویل:
- څوک یې زویه!؟

سلیمان ستړی ؤ اسویلي یې ویستل په بیړه یې وویل:
- هغه ترورې… موږ

لا یې خبره نه وه خلاصه چې ډزې وشوې سلیمان ځای پر ځای پریوت انډریو څنګ ته ولاړ ؤ، یوه شیبه د ډزو اواز ورک شو انډریو چغه کړه:
- راځئ دننه!

په بیړه دننه ولاړل، دروازه یې وتړله انډریو مخکې ولاړ سلیمان غږ کړ:
- ترورې دې خوا راځه 

بوډۍ ځای پر ځای ولاړه وه، چوپتیا خوره شوه سلیمان خپل د موبایل څراغ بل کړ بوډۍ ته نږدې ورغی، بوډۍ په خپله ګیډه لاس نیولی ؤ سرې وینې ترې روانې وې، سلیمان چغه کړه:
- ترورې!

انډریو را منډه کړه په انګړ کې شور جوړ شو فاطمه د باندې را ووتله، بوډۍ پر ځمکه را ولویده فاطمې چغه کړه:
- ادې!

سلیمان ورغی بوډۍ یې را پورته کړه په ژړغوني غږ یې وویل:
- ترورې په تا به هیڅ نه کیږي، روغتون ته دې بیایو

بوډۍ له ډیر کوښښ وروسته وویل:
- نه زویه… لور مې تاته امانت ده، هغه بې له ما هیڅوک نه لري… او..

د بوډۍ سترګې پټې شوې فاطمه په ژړا شوه، له سترګو یې مړې اوښکې روانې وې، په ژړغوني غږ یې وویل:
- زموږ سره مو څه دښمني وه

سلیمان دې څه ویلو په حال کې نه ؤ، فاطمې  د خپلې مور په غیږ کې سر ایښئ ؤ ژړل یې، یو دم چوپتیا خوره شوه سلیمان ور منډه کړه، انډریو ته یې غږ کړ:
- بې هوښه شوه

ژر لاړ د انګړ منځ له څاه یې اوبه را وباسلې د فاطمې په مخ یې وشیندلې، شیبه وروسته یې سترګې خلاصې کړې، بیا په ژړا سر شوه…

انډریو غلی ناست ؤ، نه پوهیدو چې دا سفر به داسې پایلې ولري، سلیمان یوه کونج ته ناست ؤ سهار کیدونکی ؤ فاطمې ته یې وویل:
- کلی څومره لیرې دی؟ او دلته کوم ملا شته د جنازې لپاره؟

فاطمې باڼه له یو بل سره ور وستل په سلګو سلګو یې وویل:
- موږ هیڅوک نلرو مور مې د کور نارینه او ښځه دواړه وه، پلار مې مخکې وفات شوی، ځکه چې مور مې په مینه واده کړی ؤ ټولو خپلوانو ورسره اړیکې پرې کړې موږ له کلي څخه ډیر لیرې پراته یو 

سلیمان خواشینی شو بیا یې وویل:
- څه باید وکړو؟
- نور څه کوئ زما مورکۍ مو واخیسته اوس د خدای لپاره ځه له خپل فیرنګي ملګري سره دواړه ورک سئ.

سلیمان انډریو ته وویل:
- ته همدلته اوسه، زه بیرته ژر راځم

نابلده ؤ، تر کلي او بازار لاره اوږده وه د غرمې ۱:۰۰ بجه کیدونکې وه چې بیرته را ستون شو، شاته یې یو مُلا را روان ؤ، د فاطمې د مور جنازه ترسره شوه د کور په انکړ کې یې خاورو ته وسپارله، فاطمه د قبر سرته ناسته وه ژړل یې، سلیمان راغی ویې ویل:
- راځه خونې ته 
- څه دي ماهم وژنې؟
- ملا صیب بیا ځي 

فاطمې رډ رډ ور وکتل ویې ویل:
- نو زه څه وکړم؟

د سلیمان رنګ ژیړ اوښتی ؤ په خواشینې لهجه یې وویل:
- زه ستاسو ګنهکار یم، دا به زما پښتونولي ونه مني چې تا دلته یوازې پریږدم راځه ماسره نکاح وتړه ګني دا دې وجدان عذاب به ما ووژني

فاطمې هیڅ ونه ویل، ملاصیب را ووت د فاطمې خواته ورغی، فاطمه څو ګامه شاته ولاړه، ملا صیب وویل:
- لورې! اوریدلي به دې وي چې هر ساه اخیستونکی به دې مرګ ذایقه وڅکي، په خدای که دوی دا کار له قصده کړی وي شاید همدا به د خدای غوښتنه وه، سلیمان چې نن تاته حاضر دی چې خپله دې کړي دا ومنه، ته یوه پیغله یې په داسې محیط کې یوازې ژوند کول ګران دي.

فاطمه په سوچونو کې غرقه شوه، بله لاره یې هم نهٔ لرله اړ وه هو ووایي، څو شیبې وروسته یې وویل:
- ملا صیب! تاسو تر ما مشر یاست خپله به هم د یوې لور پلار وې څه چې درته سم ښکاري زه یې منم.

ملا صیب وویل: 
- د خیر پکار کې به تادي کوو، مور ته دې الله جنتونه نصیب کړي، نن وي که سبا موږ هم تلونکي یو…

ګړۍ وروسته نکاح وتړل شوه، ملا صیب بیرته ستنیدو سلیمان ورته ټوله کیسه وکړه، ملا صیب د تګ په وخت کې وویل:
- د انسانیت له مخې درسره مرسته کوم تاسو تم شئ زه خپل موټر راولم یوه لاره به وګورو

ملا صیب ولاړ…

انډریو میلر ددې له ځان څخه ویډیو کوله او غوښتل یې دا داستان نړیوال شي او خپور یې کړي، فاطمې سر په زنګون ایښی ؤ او وړې وړې سلګۍ یې وهلې…

وخت تیریدو ماښام کیدونکی ؤ د موټر د هارن غږ شو، سلیمان په بیړه ور ووت، ملا صیب راغی، موټر یې بند کړ یوه لاسي کڅوره ورسره وه سلیمان ته یې وویل:
- تیاره کیدونکې ده، دا درۍ واړه واغوندئ او راځئ

سلیمان کڅوړه ترې واخیسته، په بیړه کورته دننه شو، کڅوړه یې خلاصه کړه، درۍ زنانه حجابونه وو انډریو په حیرت سره ور وکتل خو اړ وو همدا واغوندي، سلیمان وویل:
- چاره نشته نو!

درۍ واړو حجابونه واغوستل روان شول…

فاطمه خپل د خاپړو له کور څخه زړه نا زړه د خپل راتلونکي ژوند په لور روانه وه وړې وړې سلګۍ یې وهلې او موټر ته پورته شوه…

ملا صیب وویل:
- شپه ده په لویه لاره کابل ته تګ له خطر خالي نه دی، باید د کلیو له منځ د وردګو چک ولسوالۍ ته لاره وباسو له هغه وروسته بیا څه ستونزه نشته

لارې خرابې وې د شپې ۹ بجې کیدونکې وې د چک ولسوالۍ تر غرنیو سیمو را ورسیدل…

Related Articles

رفاقت که رقابت؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی   یو حکایت دی وايي، چې استاد خپلو ټولو محصلینو ته یوه ـ یوه پوکاڼۍ او ستنې ورکړې. ویې ویل: "په یوه دقیقه کې به تاسو هڅه کوئ د بل کس پوکاڼۍ وچوئ او خپله روغه وساتئ. که د هر چا بالون/پوکاڼۍ روغه پاتې شوه هغه ګټونکی دی." وروسته له یوې دقیقې فقط د څلورو تنو بالونونه روغ وو او ګټونکي اعلان شول. په آخره کې استاد وویل: "همدا سیالي مې...

پاسپورټ کله او څنګه رامنځته شو؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی په نړۍ کې د هېوادونو ترمنځ اجتماعي، امنيتي، اقتصادي، سیاسي او نورې اړیکې موجودې وي. ددې اړیکو د مدیریت او جریان لپاره انسانان اړ دي، چې له یوه هېواد نه بل ته سفر وکړي او خپلې چارې ترسره کړي. خو دا سفر دومره اسانه هم نه دی. ددې لپاره، چې تاسو له خپل هېواد څخه بل ته ننوځئ باید پاسپورټ او ويزه ولرئ. راځئ، نن پوه شو چې پاسپورټ څه ش...

خپله اراده داسې پیاوړې کړئ

لیکنه ـ ریاض مقامزی په شخصي، اقتصادي او ټولنیز ژوند کې د بریا له شرطونو څخه یو هم د پیاوړې ارادې لرل دي. که تاسو پیاوړې اراده ولرئ پرته له شکه کولای شئ خپلې موخې ترلاسه کړئ او ډېر ژر به پخپل ژوند کې د بریا خوند ووینئ؛ مګر که برعکس کمزورې اراده لرئ. شاید ډېر اسانه کارونه هم و نه شئ کولای. موږ همدې ستونزې ته په کتو هڅه کړې ده، چې تاسو ته د ارادې د...

Recommended Articles

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...