ولې ځينې خلک په خوب کې ګرځي؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Jan 10, 2022
4 years ago
2,437 views
ولې ځينې خلک په خوب کې ګرځي؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی  

کېدای شي تاسو هم اورېدلي وي، چې "فلانی" په خوب کې ګرځي او یا هم داسې څوک به پېژنئ، چې کله ویده وي نو په خوب کې پاڅېږي او ګرځي. ځينو خلکو ته دا چاره هسې ټوکې ښکاري او په فاعل یې ملنډې وهی؛ مګر اصلا دا یوه روغتیایي ستونزه ده، چې په دې لیکنه کې يې په اړه هر اړخیز معلومات لوستلای شئ.  

په خوب کې ګرځېدل

ددې ستونزې کچه په وګړو کې توپیر کوي. ځینې خلک ممکن ایله څو قدمه لاړ شي؛ مګر ځینې نور کېدای شي آن موټر هم چالان کړي او ډېره لاره ووهي.  په هر حال؛ که د ناروغۍ کچه هرڅومره وي مګر ناروغي ده. ددې ستونزې ګڼ لاملونه کېدای شي، چې ځینې یې په دې ډول دي.   

لاملونه

ددې ناروغۍ مشخص علت نه دی معلوم. دا ډېره موده کېږي، چې روغتياپالان په دې اړه څېړنې کوي، ترڅو یو څرګند او مشخص ځواب ترلاسه کړي.  خو دا خبره روښانه ده، چې د غیر "آر.ای.ام" خوب له امله دا چاره رامنځته کېږي. په دې خوب کې انسان نه په بشپړ ډول ویده وي او نه هم په بشپړه توګه ویښ وي. له دې سره ـ سره ځينې نور فکټورنه هم شته، چې ددې ستونزې د رامنځته کېدو سبب کېږي.  

  • بې خوبي  
  • کم خوب  
  • الکول څښل  
  • تنفسي ستونزې  
  • رواني ستونزې لکه سټریس، اندېښنه او وېره  
  • په ماشومتوب کې رواني شکنجې  
  • پر له پسې سر خوږی  
  • د تېروئيد غدې ډېر فعالیت  
  • مسافري  

البته هېره دې نه وي، چې په اکثرو پېښو کې دا چاره ارثي تاریخچه لري. په دې معنا چې که داسې ناروغ وینئ، ډېر احتمال شته، چې په مشرانو کې یې هم یاده ستونزه موجوده وه/ده.  

علایم  

په عمومي توګه له ویده کېدو یو یا دوه ساعته وروسته دا چاره ترسره کېږي. په خوب کې ګرځېدل یوازې په دې معنا نه ده، چې انسان دې وګرځي؛ بلکې خبرې کول، اشارې کول او ځينې نور حرکات هم په دې برخه کې د مطالعې وړ دي. ځينې پېچلې بېګلې یې هم برو. لکه:  

  • د کالو بدلول  
  • يو څه پخول  
  • د خوب تخت منظمول  
  • موټر/بایسکل/موټرسایکل چلول  
  • میوزیک غږول  
  • جنسي فعالیتونه کول (دا چاره کله ناکله د sexomnia تر عنوان لاندې هم مطالعه کېږي.)  
  • په خوب کې تشې بولې کول  
  • له کړکۍ دانګل  
  • ناڅاپه پاڅېدل او په مبهم حالت کې کتل  
  • له پاڅېدو وروسته ګنګسیت  
  • د ترسره کړو کارونو هیرول  
  • له پاڅېدو وروسته غوسې یا تاوتریخوالی کول  

څه وکړو؟

که تاسو او یا مو هم د کورنۍ کوم بل غړی پر دې ناروغۍ اخته وي نو باید له روغتياپال سره مشوره وکړئ. د ډاکټر له سپارښتنو سره سم عمل وکړئ، نو ستونزه مو حل کېدای شي. له دې سره ـ سره لاندې لارښوونه هم مه هېروئ.

که پوهېږئ چې د درملو له کبله او یا هم د بې خوبۍ له امله یاده ستونزه لرئ نو درمل د ډاکټر په مشوره پرېږدئ او بې خوبي مه کوئ.  

یادونه

که څوک دا ستونزه لري ملنډې پرې مه وهئ. بلکې هڅه وکړئ درملنه یې وکړئ. د خوښۍ ځای هم همدا دی، چی یاده ناروغۍ د درملنې وړ ده. یوازې او یوازې د ناروغۍ اساسي علت پیدا کېږي او د هماغې مطابق لارښوونې او درمل درکول کېږي. 

Related Articles

Nov 14, 2020
2,936 views

په نړۍ کې ځينې جالب رواجونه

د بېلابېلو ټولنو ترمنځ شته فاصلې، مختلف عقايد او مختلفې مفکورې ددې سبب شوی، چې د نړۍ خلک بېلابېل رواجونه ولري. ځينې رواجونه بيا ډېر جالب او حيرانونکي وي. په دې لیکنه کې به تاسو له ځينو عجيبو رواجونه سره بلد شئ.  ۱. له دستشويئ څخه لرې اوسېدل په اندونی...

Jan 14, 2022
2,647 views

Afghanistan

landlocked multiethnic country located in the heart of south-central Asia. Lying along important trade routes connecting southern and eastern Asia to Europe and the Middle East, Afghanistan has long been a prize sought by empire builders, and for mil...

Sep 18, 2022
2,609 views

شبکوی وسایل څه ته وایی؟

لیکوال: انجنیر ذبیح الله ابراهیمي  |  نیټه: ۲۷/سنبله/۱۴۰۱  شبکوې دیوایسونه له هغو اجزاوو څخه عبارت دی چی کمپیوټر یا نور برقي دیوایسونه یو له بل سره نښلوي چی بیا کولای شی په خپل منځ کی معلومات او منابع لکه پرنټر او د فکس سیستم ماشینونه شریک کړی. ی...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,435 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,076 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,827 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...