د وېټامین ډي د کمښت نښې، لاملونه او حل لارې

i
imranghani
Author
Jan 09, 2022
4 years ago
1,919 views
د وېټامین ډي د کمښت نښې، لاملونه او حل لارې

د ويټامن ډي د کمښت نښې، لاملونه او د حل لارې

په ځینو حالاتو کې د ویټامن ډي د کمښت هیڅ نښې نه څرګندیږي خو په ځینو نورو کې له څو کالونو وروسته راڅرګندې شي، مګر د ویټامن ډي کمښت د ځینو روغتیایي ستونزو رامنځته کېدو له کبله کیږي، په ځانګړي ډول چې دغه ستونزه اوږدمهاله وي، نو له طبیعي کچې د ویټامن ډي کموالی ممکن له لاندې لاملونو څخه وي:

 

د هډوکو فریکچر یا ناثابته کېدل:

دا کولی شي پر کوچنیانو ژر اغیز وکړي چې هډوکي یې نرم وي، د هډوکي فریکچر، د قد ټيټوالی، د غاښونو ستونزې او د په تګ کې د ستونزو لامل کیږي.

د هډوکو زیات ماتېدل:

هډوکي ماتېدل ممکن په ځینې حالاتو کې د یو کوچني لامل څخه وي، او دغه حالت په لویانو کې ډير څرګندیږي، په ځینو حالاتو کې دا د فریکچر یا (اوسټیوپورسس) ته اشاره کوي.

په دې اړه لا هم څيړنې روانې دي، خو ویل کیږي، خپګان، د هډوکو کمزوري او درد هم د ویټامن ډي د ټیټې کچې له کبله رامنځته کیدلی شي.

دغه راز روغتیا پوهانو خبر ورکړی چې د ویټامن ډي بشپړتیا د دویم ډوله شکر په مخنیوي کې مرسته کوي، په دې تړاو په ۲۰۱۹م کال کې څيړنه ترسره شوې وه چې په ازموینه کې ۲۴۲۳ کسانو ګډون کړی و، هغه کسان چې د ویټامن ډي کچه یې پوره وه په شکر ناروغۍ دویم ډول د اخته کېدو خطر یې کم و.

د ویټامن ډي د کمښت درملنه

د ویټامن ډي د کمښت ځينې لاملونه مو وپيژندل، اوس راځو چې ددې د کمښت مخنیوي لپاره ځینې لارې غوره کړو. ویټامن ډي په اساسي ډول د ځينې عواملو لکه خوراکي نظام، عمر او د لمر وړانګو مقدار پورې اړه لري. که چیرې تاسې د ویټامن ډي معاینه ترسره کړئ، او پایله وښيي تاسې ددې له کمښت سره مخ یئ، نو تاسو او ستاسو حالت لپاره مناسبې لارې وړاندیز کیږي تر څو دغه کمښت پوره کړئ.

بدن مو څومره ویټامن ډي ته اړتیا لري؟ ددې کچې معلومولو لپاره د روغتیا وزارت د رژیم پوره کونکي وړاندیزونه په لاندې ډول دي:

۱۰ مایکروګرامونه تر ۱۲ میاشتو پورې

۱۵ مایکروګرامونه د یو کلنۍ څخه تر ۷۰ کلنۍ پورې

۲۰ مایکروګرامونه له ۷۰ کلنۍ څخه پورته.

په لومړي سر کې ستاسې ډاکټر کولی شي تاسو ته ووایي چې څومره اندازه ویټامن ډي ته اړتیا لرئ، او څنګه کولی شئ ددې کچه لوړه کړئ. ممکن ډاکټر تاسې ته لمر ته د کیناستلو، سپلیمنټ اخیستلو یا حتی د بدیل خوراک سپارښتنه وکړي.

ځینې خواړه چې په پراخه کچه ویټامن ډي لري په لاندې ډول دي:

 

د ماهي ځينې ډولونه، په ځانګړي توګه غوړ لرونکي ماهیان لکه (سلمون او میکریل).

د هګۍ ژيړ

د پنیر ډولونه

کاکاوي تولیدات

د لبنیاتو محصولات او ځینې شربتونه لکه دمالټې جوس.

 

اوس موږ د ویټامن ډي د کموالي نښې او ددې د درملنې لارې وپيژندلې، نو تاسو کولای شئ د هرې لارې ګټه پورته کړئ، لکه ځانګړی خوراکي رژیم چې په پراخه کچه ویټامن ډي ولري او یا لمر ته کیناستل غوره کړئ.

Related Articles

Jul 15, 2021
2,890 views

تور قارچ (قارچ سیاه) څه ډول ناروغي ده؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ د شمېر له ډېرېدو سره سم روغتيا وزارت د یوې بلې وژونکې ناروغۍ د خپرېدو خبر ورکړ. د ډېرو هېوادوالو لپاره ددې ناروغۍ نوم بېخي نوی و؛ نو د تل په څېر کتابتون ادارې وپتيېله، چې خپلو هېوادوالو ته ضروري معو...

Mar 25, 2021
6,403 views

څنګه پوه شو، چې يو کس مونږ سره کينه لري؟

ژباړه: قدر ت الله حبيب کله کله انسان نه پوهيږي چې خلک دوې سره ولې خرابه رويه کوي،  کله چې انسان، بريا ته ورسيږي ، مشهور شي ، په مالي لحاظ لوړ شي، خوشاله وی، د ډاډمن  ژوند تيروي، کله کله حسد ددې له امله هم وي چې خلک ولې مينه تاسې سره لري.داسې وخت کې...

Nov 04, 2022
2,193 views

نوي افغاني بانک نوټونه؛ د چاپ علت، په ځنډ انتقال او بازار ته عرضه

نوي افغاني بانک‌نوټونه؛ د چاپ علت، په ځنډ انتقال او بازار ته عرضهــــــــــــــــــــــــــــ عبدالوافي نایبزی  د نویو بانک‌نوټونه د چاپ کیسه کله او ولې پیل شوه؟ د ۲۰۲۱ز-اگسټ ۱۵مه- د یکشبنې په ورځ «د افغانستان اسلامي جمهوري حکومت» وپرځېد او پر ځای...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,985 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,205 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,195 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...