د والدینو هغه کړنې چې اولاد بې تربیې کوي!

i
imranghani
Author
Jan 07, 2022
4 years ago
2,064 views
د والدینو هغه کړنې چې اولاد بې تربیې کوي!

لیکنه: شکېبا نادري

 د والدینو هغه کړنې چې اولاد بې تربیې کوي!

 

 

دا خو ښکاره خبره ده چې هر مور او پلار هڅه کوي چې اولادونو ته یې ښه روزنه ورکړي، غواړي له ماشومتوب څخه خپلو اولادونو ته ښه ادب، درناوی او روزنه ور زده کړي، تر څو ټولنې ته یې د یو ګتور شخص په توګه ور معرفي کړي، خو ځینې وخت مور او پلار داسې کړنې ترسره کوي چې د هغوی د اولادونو د بې ادبۍ لامل کېږي.

موږ په نننۍ لیکنې کې تاسو ته د مور او پلار د هغو تېروتنو په اړه معلومات درکوو چې د هغوی د اولادونو د روزنې د خرابوالي لامل کېږي.

که تاسو هم غواړئ له داسې کړنو څخه چې ستاسو د اولاد د تربیې د خرابۍ لامل کېږي خبر شئ زموږ لیکنه تر پایه ولولئ!

 

۱. هېڅکله له خپل ماشوم څخه د دروغ ویلو غوښتنه مه کوئ!

ټولې میندې او پلرونه غواړي چې اولاد یې تل ورته رښتیا ووایي او نه غواړي دروغ ویل زده کړي، خو کله چې کوم کس ورته زنګ وهي او دوی نه غواړي ورسره خبرې وکړي، نو موبایل خپل ماشوم ته ورکوي او ورته وایي، ووایه چې پلار مې په کور کې نشته او موبایل یې په کور کې پاتې دی، هېڅکله له خپل ماشوم څخه مه غواړئ چې دروغ ووایي، ځکه ماشومان تل هغه کړنې ترسره کوي چې مور او پلار یې ترسره کوي، نو ښه به وي چې له ماشوم څخه مو وغواړئ چې رښتیا ووایي، ووایې چې پلار مې اوس خبرې کولای نه شي، وروسته به درته ارومرو زنګ ووهي.

 

۲. هېڅکله مو خپل ماشومان له نورو ماشومانو سره مه پرتله کوئ!

دا هغه لویه تېروتنه ده چې ځینې میندې او پلرونه یې کوي، ماشوم ته وایي ته ولې د خپلې خور په څېر تکړه نه یې؟ دغه کړنه د ماشومانو ترمنځ د کینې لامل کېږي، بل دا چې د دغې کړنې په ترسره کولو سره ماشوم ته ځان بې ارزښته ښکاري، نو هېڅکله مو له اولادونو څخه دا تمه مه لرئ چې د بل اولاد په شان مو و اوسي، ځکه هر انسان ځانته خوی او عادتونه لري ټول یو ډول اوسېدلای نه شي.

 

۳. مه پرېږدئ چې ماشوم مو د ګناه احساس وکړي!

اولاد ته مو مه وایئ، ستا له پیدایښت څخه مخکې زموږ ژوند ډېر ارامه و. دا ښکاره خبره ده چې د اولاد له پیدایښت څخه مخکې د مور او پلار ژوند ډېر ارامه وي، خو د اولاد له پیدا کېدو سره سم ځینې ستونزې رامنځه کېږي، خو هېڅ مور او پلار د دې خبرې د ویلو حق نه لري، ځکه دغه خبره د دې لامل کېږي چې ماشوم د ګناه احساس وکړي، نو هېڅکله مو ماشوم ته داسې خبرې مه کوئ.

 

۴. مه پرېږدئ چې ماشوم مو تل ووایي چې زه په حقه یم!

تاسو باید خپلو ماشومانو ته له کوچینوالي څخه دا ور زده کړئ چې تل هر څه د دوی په خوښه پر مخ نه ځي او نه تل دوی په حقه وي، کنه دا فکر به د دوی د ناهیلۍ لامل شي، خپلو ماشومانو ته مو دا وروښیئ چې تل رښتني و اوسي او دا ومني چې تل او په هره چاره کې دوی په حقه نه وي.

 

۵. هېڅکله مو د ماشوم بدو کړنو ته مه خاندئ!

ډېری کسان چې کله یې ماشوم کومه بده خبره کوي دوی ورته خاندي او وایي چې زوی/ لور مې خبرې زده کړې دي او هغه خبره بیا بیا پرې تکراروي، همدا کړنه د دې لامل کېږي چې ماشوم بې ادبه او سپین سترګی  شي.

 

۶. د خبرو کولو پر مهال د نورو په پرتله خپل ماشوم ته ډېر ارزښت ورکړئ!

کله چې تاسو په موبایل کې خبرې او یا مسېج کوئ هېڅکله مو ماشوم ته مه وایئ چې زه بوخته/ بوخت یم، د دغې خبرو په اورېدو مو ماشوم ناهیلی کېږي او فکر کوي چې په موبایل کې د خبرو ارزښت له ده څخه ډېر دی.

 نو ښه به وي چې مور او پلار له داسې خبرو څخه ډډه وکړي، خپلو ټولو کړنو ته پام وکړي، تر څو داسې کړنې تر سره نه کړي چې د ماشوم د بې ادبۍ لامل شي.

Related Articles

Jul 01, 2022
1,668 views

Point of View in Story

Stories can be told from different points of view; the point of view depends on who is telling the story. If the narrator is a character in the story, the pronoun in the text is usually "I". This is called first-person narrator. If the narrator is a...

Apr 18, 2022
2,253 views

لعل شهباز قلندر څوک و؟

 صوفیانودهند په نیمه وچه( بر صغیر) کې داسلام دسپيڅلي دین دخپریدولپاره دسوله ایزې اوښو اخلاقو له لارې ډیرې لاسته راوړنې درلودلې دي ،په دغو صوفیانو کې حضرت معین الدین اجمیري چې په خواجه غریب نوازاو اجمیري سره شهرت لري ، سترپښتون صوفي حضرت قطب الا قطاب...

Jun 23, 2022
1,668 views

د زلزلې له خطراتو څخه د ځان ژغورلو لارې چارې

ژباړه او زیاتونه - رياض مقامزی   زلزله له هغو طبيعي پېښو څخه شمېرل کېږي چې هر کال په نړۍ کې د ډېرو انسانانو ژوند اخلي. خو پوښتنه دا ده، چې کومو ټکو ته باید پام وشي تر څو د زلزلې له خطراتو په امان کې اوسو. پدې لیکنه کې پر همدې موضوع خبرې شوي دي.   ل...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,981 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,203 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,190 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...