مختلفې کلیزې څنګه رامنځته شوي؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Jan 04, 2022
4 years ago
3,211 views
مختلفې کلیزې څنګه رامنځته شوي؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی  

موږ او تاسو د مطالعې په جریان کې د کلیزو له بېلابېلو ډولونو سره مخ کېږو. شمسي، میلادي او قمري یې تر نورو مشهورې دي. په اوس وخت کې بیا اکثرا له میلادي تقویم څخه ګټه اخیستل کېږي او په یوه نړېوال سټنډرډ بدل شوی. په هر حال؛ په دې لیکنه کې پر همدې موضوع خبرې درته لرو.  

کلیزې

انسانان د خپلو وختونو د مدیریت او پېژندنې لپاره له مختلفو کلیزو ګټه اخلي، ترڅو د ژوند، کاروبار او نورو چارو نظم پرې وساتي. دا چې په نړۍ کې مختلف خلک، اقوام او قبیلې ژوند کوي نو له همدې کبله مختلفې کلیزې جوړې شوي دي، چې ځينې یې عبارت دي له: میلادي، هجري شمسي، قمري، چیني، هندي، بودايي، حېواني، قبطي، بربري، عبري، ارمني، کردي او ...

خو ځينې مشهور، چې موږ او تاسو ټول یې له نومونو سره اشنا یو، په دې ډول دي:  

لومړی| میلادي  

دا یوه نړېواله منل شوې کلیزه ده، چې عیسوي ريښه لري او د عیسی "ع" د پيدايښت له کاله پیل کړای شوې. په اروپا، امریکا او د نورو لویو وچو په اکثرو هېوادونو له همدې کلیزې ګټه اخیستل کېږي. ددې جنترۍ د جوړېدو وړاندیز "آلویسیوس لیلیوس" کړی و، چې وروسته د پاپ لخوا ومنل شو. په لومړني جوړښت کې یې ځینې ستونزې وې؛ نو د تاریخ په اوږدو کې څو ځله اصلاح شوه، ترڅو اوسنۍ بڼه یې پیدا کړه. ددې کال د میاشتو نومونه عبارت دي له: جنورۍ، فیروري، مارچ، اپرېل، می، جون، جولای، اګسټ، سيپټمبر، اوکټوبر، نومبر او ډيسمبر.  

دویم| هجري قمري  

لکه څنګه چې پوهېږو "قمر" سپوږمۍ ته وايي، نو ددې معنا دا ده، چې د سپوږمۍ له څرخ او ګرځېدو څخه یې حالت معلومېږي. په اکثرو اسلامي هېوادونو کې له همدې کلیزې ګټه اخیستل کېږي او په ځانګړې توګه، د خپلو مذهبي دودونو کره نېټه له همدې معلوموي. روژه، اختر، د حج وخت او د ځينو نورو دیني فرایضو وخت له قمري کال سره تړلي دي. محرم، صفر، ربیع الاول، ربیع الثانی، جمادی الاول، جمادی الثانی، رجب، شعبان، رمضان، شوال، ذیقعده، او ذیحجه د هغو میاشتو نومونه دي، چې په دې کلیزه کې ترې استفاده کېږي.  

درېيم| هجري شمسي

دا کال د پسرلي موسم له لومړۍ ورځې پیلېږي، چې ابتدا یې له هجرت سره تړلې ده. دا کلیزه د افغانستان او ایران په شمول په ځينو هېوادونو کې رسمیت لري او خلک/دولت خپلې چارې د همدې تقویم له لارې تنظیموي. څلور فصله او ۱۲ میاشتې ددې کال برخه جوړوي، چې هر فصل درې میاشتې دوام کوي او هر میاشت شاوخوا څلور اونۍ کېږي. حمل، ثور، جوزا، سرطان، اسد، سنبله، میزان، عقرب، قوس، جدی، دلو او حوت ددې کال د دولسو میاشتو نومونه دي؛ البته په کره پښتو کې ددې میاشتو نومونه په ترتیب سره عبارت دي له: وری، غویی، غبرګولی، چنګاښ، زمری، وږی، تله، لړم، لینده، مرغومی، سلواغه او کب.

Related Articles

Sep 04, 2021
3,838 views

څنګه کولی شو یو ګټور او نه ستړی کېدونکی بحث پیل کړو؟

لېکنه: شکېبا نادري، څنګه کولای شو یو ګټور او نه ستړی کوونکی بحث پیل کړو؟ د هر کار پیل ډېر ستونزمن وي، که هغه د دندې، زده کړو، د کور کارونو او داسې نور کارونو پیل وي، د خبرو او بحث کولو پیل هم ستونزمن وي. ډېری داسې کسان شته چې د زده کړو کچه به یې تر...

Jun 02, 2023
1,601 views

غوری سیمنټ

دا په بغلان ولايت کې د غوري سمنټو فابریکه ده، چي په ۲۴ ساعتونو کې ۸ سوه ټنه سمنټ تولیدوي، په نژدې راتلونکي کي به یاده اندازه زر ټنو ته پورته شي. ـ تر څنګ یې په فارمانو کې شل زره ماهیان هم روزل کیږي.

May 05, 2024
1,923 views

واټر شید مدیریت

د واټر شید د مدیریت لپاره د موثره ساختمان انتخاب.Selecting of effective Structure for Watershed managementد واټر شید موضوع نن سبا زیاته د کار او مطالعې لاندي نیول کیږي او زیاتره اورګانونه هم کوشش کوي ترڅو د واټر شید مدیریت ترسره او د ساحې اوبه کنترول...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,989 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,206 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,199 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...