خپل هدف څنګه ترلاسه کړو؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Jan 03, 2022
4 years ago
2,970 views
خپل هدف څنګه ترلاسه کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

که تاسو دا لیکنه لولئ؛ نو بختور یئ. ځکه چې تاسو به د خپلو موخو د ترلاسه کولو پر راز پوه شئ. دا چې څنګه کولای شو، خپل هدف ترلاسه کړو، ځواب یې بېخي ساده دی. تاسو به هغه وخت خپلو موخو ته ورسېږئ، چې د قسمت په تمه ویده نه شئ، بلکې برعکس پر تدبیر او هڅو باور ولرئ.

فکر وکړئ ستاسو په ستوني کې مړۍ (د ډوډۍ کپ) ونښته، ملګری مو دوه انتخابه لري، یو دا چې تاسو ته وګوري او دعا درته وکړي، بله دا چې پر څټ مو په سوک (Box) ووهي ترڅو مړۍ مو تېره شي، نو تاسو به کوم یو ټاکئ؟ معلومه ده، چې له ملګري به هیله کوئ، چې پر څټ مو ووهي ترڅو مړۍ مو تېره شي. له همدې امله موږ وایو، چې له توکل او تقدیر سره ـ سره تدبیر هم خورا مهم رول لري.  

هیلې او موخې لرل ښه وي؛ خو تر دې ښه دا وي، چې د همدې موخو ترلاسه کولو لپاره مټې راونغاړئ او خپلې وړتیاوې ډېرې کړئ. مثلا یو هندو او مسلمان سیند ته ولوېدل. څه فکر کوئ کوم یو به روغ ووځي؟ معلومه خبره ده، چې د کوم یو لامبو زده وي هغه به روغ پاتې کېږي. وګورئ! خدای هم هغه څوک خوښوي، چې هڅه یې کړې وي او وړتیاوې لري. نو هڅه وکړئ، سخت کار وکړئ او د خپلو موخو پر لور قوي ګامونه واخلئ.

لیکوال "سټاین بیک" وايي، چې "د خپل کوښښ او تلاش مریدان شئ؛ نه د امید او هیلو." یوازې په هیلو او خیالونو کار نه کېږي. هر هدف او موخه که لرئ کار ورته وکړئ او همدا د موخو ترلاسه کولو تر ټولو بهترینه لاره ده. موږ په ټولنه کې دوه ډوله خلک لرو، یوه ډله هغه چې سهار ویده وي او خوبونه ويني. دوهمه هغه چې سهار پاڅېږي تر څو خپل خوبونه رښتيا کړي. نو تاسو هم دوهمه ډله شئ. پاڅېږئ، سترګې خلاصې کړئ او د خپلو موخو لپاره کار وکړئ.

Related Articles

Dec 31, 2021
1,981 views

سټیم حجرې

سټیم حجرې: په څو حجروي ژوندیو موجوداتو کې سټیم حجرې یا په بشپړ ډول او یا په قسمي ډول بدلون موندلې حجرې دی، کوم چې د حجراتو په مختلفو بڼو د بدلیدو وړتیا لري.شونې ده چې عضلي حجرې،عصبي حجرې او یا نورې حجرې ورڅخه منشا واخلي. نوموړې حجرې په نا څرګند ډول ت...

Nov 29, 2021
2,397 views

خدیجي ولې ځان وژنه وکړه؟ (لومړۍ برخه)

خدیجي ولې ځان وژنه وکړه؟ ناچاپ ناول (لومړۍ برخه) مونږ په کوزه پښتونخوا ( پېښور) کې اوسېدلو. مشر ورور مې په نهم صنف کې ؤ او زه په څلورم صنف کې وومه، هر سهار به مکتب ته مشر ورور سره مې تللم.زمونږ هلته پېښور کې د خوراکه فروشۍ دوکان ؤ، پلارجان او مشر ور...

Apr 30, 2021
5,971 views

د مار چیچلو پر وخت سمدلاسه څه باید وکړئ؟

ماران ټول زهرجن وي خو ځینې یې تر دې اندازې سخت وي، چې له چیچلو وروسته که طبي مرسته و نه شي انسان له مړینې سره مخ کوي. خو د مار چیچلو پر وخت سمدلاسه څه باید وشي؟ لومړی :-- پکار دي چې طـــبي مرستې په کار واچوئ، او هڅه وکړئ خپل ځان او زړه کلک وساتئ، ځک...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,985 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,205 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,195 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...