د برودسکي لنډ ژوندلیک

R
Riaz Muqamzai
Author
Dec 29, 2021
4 years ago
2,368 views
د برودسکي لنډ ژوندلیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

که څه هم د نړېوالو ادبیاتو اسمان ډېر لوی دی؛ مګر ډېر کم خلک پر دې توانېږي، چې د خپل زحمت ستوري پکې وځلوي. له دې لږو خلکو یو هم برودسکي دی. تاسو به په دې لیکنه کې د نوموړي په اړه مهم معلومات ولولئ.  

د بردوسکي لنډژوندلیک  

د روسيې ددې پیاوړي شاعر/لیکوال بشپړ نوم ایوسیف برودسکي "Iosif Brodsky" دی، چې په "۱۹۴۰ز" کال کې زېږېدلی. دی له یوې لوستې جوړې پیدا شو، په دې معنا چې مور یې د محاسبه کوونکې په توګه دنده درلوده او پلار یې عکاس/خبریال و. ماشومتوب یې د غریبۍ، مایوسۍ او سختیو داستان لري. ځکه دا وخت ددوی ښار "لېننګراد" د جګړې او کلابندۍ خاطرې لرلې؛ خو نوموړي هېڅکله زده کړو ته شا نه کړه او تل به یې د وخت د لویو لیکوالو کتابونه/شعرونه مطالعه کول. چې وروسته د یو لوی او عالي شاعر په توګه څرګند شو او ډېر شمېر اشعار یې ولیکل. له ګڼو ادبي هڅو وروسته په "۱۹۹۶ز" کال کې د امریکا متحده ایالاتو په نیویارک ښار کې ومړ.  

د برودسکي په اړه نور مهم ټکي

• په څلورویشت کلنۍ کې حکومت ونیوه او له هېواده یې تبعید کړ. دا ځکه چې نوموړي پخپلو اشعارو کې پر حکومت/چارواکو نیوکې کړې وې.

• په ماشومتوب کې یې د زده کړ ترڅنګ کار هم کاوه، ترڅو خپل مصارف پوره کړي.

• شاوخوا شپاړلس کلن و، چې شعر ډوله لیکنې یې وکړې.

• نوموړي د روسیې له مشهورې شاعرې "انااخماتووا" څخه د شعر په اړه زدکړې وکړې.

• د پنځم روسي لیکوال په توګه یې په "۱۹۸۷ز" کال کې د نوبل جایزه ترلاسه کړه.

• د برودسکي مړینه د زړه د سکتې له امله وه.

• برودسکي د شاعرۍ ترڅنګ ژباړې هم کولې.

• د نوموړي کورنۍ یهودۍ وه.  

د شعر بېلګه  

په دې فکر کې یم  

چې زما توري او کلمې به مړه شي

او وخت به په فاتحانه خندا

زما غمجن زحمت د مرګ تر پورې بدرګه کوي ...

Related Articles

Aug 17, 2024
1,606 views

د طورخم بندر اقتصادي اهمیت پاکستان ته ډیر دی که افغانستان ته؟

لیکونکی: ساحل ګلابزی لومړی: تاریخي شالید طورخم بندر، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ختیځه پوله کې موقعیت لري، یو له مهمو سوداګریزو لارې څخه ګڼل کیږي. دا بندر له دواړو هیوادونو سره تاریخي او جغرافیايي اړیکې لري او د سیمې لپاره یو ستراتیژیک مرکز...

Dec 22, 2022
1,883 views

په اسلامي تاریخ کې ښځینه عالمانې او لیکوالې

  په اسلامي تاریخ کې ښځينه عالماني او لیکوالې لیکنه: شرر  ساپی حفصه بنت عمربن الخطاب رضي الله عنها د رسول الله صلی الله علیه وسلم مېرمن حفصه بنت عمربن الخطاب رضی الله عنها په لیک لوست پوهېدله، دا لیک لوست الشفاء العدویه ورزده کړ، الشفاء په جاهلیت...

Jun 15, 2021
6,741 views

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي؟!

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي؟! لیکوال: اکرام الله عادل د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولې چارې او فعالیتونه د همدغې ناحیې څخه کنټرولېږي. لاندې ځینې مهم ټکي دي، چي په پام کې نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کې مرسته کوي. - د سها...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,297 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,293 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,473 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...