پخپل ځان شکمن شئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
Dec 27, 2021
4 years ago
2,170 views
پخپل ځان شکمن شئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

حکايت دی، چې د اور وژنې ادارې دوه کار کوونکي ځنګله ته ولاړل، ترڅو اور مړ کړي. اور یې مړ کړ. دا یو لوګيو تک تور کړی و او بل پاک سوتره و. کله چې له ځنګله را ووتل او د سیند خوا ته نږدې شول. نو یو بل ته یې وکتل، تر څو وويني چې ځانونه پرېمنځي که نا. پاک کس چې تور شوي کس ته وکتل، فکر یې وکړ، چې دی به هم خیرن شوی وي. نو ځان یې پرېمنځه؛ خو چټل شوي کس چې مقابل لوری پاک ولید نو په زړه کې ور تېره شوه چې ځان پرېمنځلو ته به اړتیا نه وي؛ نو همداسې ناپاک کور ته ستون شو.  

د حکایت درسونه

پورتنی حکایت د درسونو یوه ښه ټولګه ده. که ژور فکر وکړو، نو پوه به شو چې څومره ښه پیغام راکوي. ځينې درسونه یې پدې ډول دي:

• تل د نورو له نظره ځان مه تلئ. پخپله خپل ځان ووینئ او پوه شئ، چې څومره ښه/بد یئ.

• د نورو صفت/غیبت ستاسو په ښه والي/بدوالي دلالت نه شي کولی؛ بلکې یوازې ستاسو وجدان دا قضاوت کولای شي.

• که له ښو خلکو سره یئ، ممکن ځان ته په ښه نظر وګورئ؛ خو داسې نده. تل ځان ته یو ځل له خپله اړخه وګورئ.

• که ښه او آسوده ژوند لرئ؛ نو یو ځل پخپلو شتمنیو هم فکر وکړئ، چې له کوم درک مو ترلاسه کړي دي.

• په اونۍ، میاشت او کال کې حتما د تېر وخت کړنې، فعالیتونه او خویونه مو نقد کړئ او خپلې غلطیانې، کمزورۍ او ګناهونه جبران کړئ.

• ژر قضاوت مه کوئ.  

• د هرې موضوع په اړه دقیق معلومات وکړئ او بیا پرېکړه کوئ.  

• له نورو سره ځان مه پرتله کوئ.

• خپل وورځنيو کارونو/فعالیتونو ته د شک په نظر وګورئ. آيا ستاسو په درد خوري؟ وخت خو به مو نه ضایع کوئ او ...؟ نورې ګڼې پوښتنې مو ځواب کړئ.

Related Articles

Sep 09, 2021
3,589 views

د ګټورې مطالعې لارې چارې

مطالعه کتنې او لوستلو ته وایي. د یو شي, یو کار, یو شخص او یوه ځای د وضعیت د څرنګوالي کتنه, د کتاب, چاپی یا ناچاپه اثارو لوستلو ته مطالعه وایي.  کله چې د یوه شي په اړه سوچ کېږي , په غور او ځیر ورته کتل کېږي, د هغه د اصلي محتوا او پیغام په اړه تفکر ته...

Jun 10, 2023
1,598 views

انلاین خریدارۍ جالب معلومات

ډیر جالب معلومات: په انلاین خریدارۍ یا ځینو مارکیټونو کې به مو لیدلي وي چې د یوه څیز قیمت ٩٩ یا ٩٩٩ روپۍ وي، پوهېږئ چې ولې؟ دې ته تاق قیمتونه "Odd pricing" وایي او دا قیمتونه نېغ په نېغه د انسان په روان باندې اغېز کوي.  د بېلګې په توګه، که د یوه څی...

Jan 01, 2025
3,131 views

د موټر لپاره ټایرونو اخیستلو لارښود

مخکې له دې چې تاسو د خپل موټر لپاره ټایرونه واخلئ، تاسو باید د لاندې معلومات سره بلد اوسئ.تر ټولو مهم یې د تولید نیټه ده (کال او اونۍ) او همدارنګه هغه سرعت چې د موټر ټایر یې اداره کولی شي.لکه:د L خط معنی دا ده چې اعظمي سرعت چې څرخ یې اداره کولی شي 12...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,377 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,321 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,533 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...