یوې ښځې ته هېڅکله دا شپږ جملې مه وایﺉ!

i
imranghani
Author
Dec 23, 2021
4 years ago
2,500 views
یوې ښځې ته هېڅکله دا شپږ جملې مه وایﺉ!

لیکنه: شکېبا نادري

یوې ښځې ته هېڅکله دا شپږ جملې مه وایئ!

 

دا څرګنده خبره ده چې کله یوه نجلۍ واده وکړي، د خاوند په کور کې هغه خپلواکي نه لري، چې د پلار په کور کې یې درلوده، که هغه د جامو له اړخه وي، که د خوراک، که د راحتۍ او بې پروایۍ له اړخه، ځکه کله چې یوه نجلۍ واده وکړي، مسوولیتونه یې ورځ تر بلې زیاتېږي، د خسر، خواښې، خاوند او نورې ټولې کورنۍ کار او مسوولیت باید پر غاړې واخلي، ډېری ښځې د کور د کارونو، د خاوند او خسرګنۍ د مسوولیتونو لپاره له خپل هر څه تېرېږي، لکه تعلیم، دنده او داسې نورو کارونو لپاره هر څه پرېږدي.

موږ په نننۍ لیکنې کې تاسو ته د یو څو هغو جملو یادونه کوو چې هېڅکله یې باید یوې ښځې ته و نه وایئ، ځکه ډېری وخت ښځې د دغو جملو په اورېدو سره ډېرې خپه او ناهیلې کېږي.

که تاسو هم غواړئ، چې په دغې جملو پوه شئ، زموږ لیکنه تر پایه ولولئ! 

 

 

۱.ته په دومره خپلواکۍ څه کوې؟

ځینې خلک داسې فکر کوي چې خپلواکي بهر ته تلل، د توکو اخیستل او سینګار کول دي، دوی هغو ښځو په اړه چې خاوند یې د بهر تلو، د خپلوانو سره د تګ راتګ اجازه ورکوي، فکر کوي چې دا ښځه د بشپړې خپلواکۍ لرونکې ده، خو کله چې یوې ښځې ته تاسو دا خبره وکړئ، هغه ډېره خپه کېږي، ځکه د هغې په اند خپلواکي دا ده چې درس ووایي، پرمختګ وکړي د ځان، کورنې او هېواد لپاره د خدمت جوګه شي، چې د خاوند له لوري د دغې کړنو اجازه نه ورکول کېږي، نو ستاسو د دې جملې په اورېدو سره ډېره ناهیلې کېږي.

 

۲. ته به ارومرو ټوله ورځ ویده وې؟

ځینې نجونې او هلکان چې خپله تعلیم کوي، هغوی د کور د ښځو په اړه داسې فکر کوي، چې دوی به هېڅ کار نه لري او دا خبره کوي چې ته به ارومرو ټوله ورځ ویده وې، دا جمله هم د کور پر ښځو ډېره بده اغېزه کوي او ناهیلې کوي یې، نو د دغې جملې له کارولو ډډه وکړئ.

 

 ۳. ارومرو د خاوند ښه دنده لري چې ته نه غواړې دنده ولرې

دا خبره بیا هم زموږ له مخکنۍ خبرې سره تړاو لري، یوه ښځه که خاوند یې هر څومره پیسې ولري، خو دا بیا هم غواړي د خپل تعلیم ګټه وویني، خپله لاسته راوړنې او عاید ولري، خو ځینې نارینه خپلو مېرنو ته د دندې اخیستلو اجازه نه ورکوي، نو دوی ستاسو په دې خبره هم خپه کېږي، نو ښه ده چې دا خبره هم ورته ونه کړئ.

 

۴. ته به دې له اولادونو سره څومره  ستړې کېږې

د اولادونو روزنه د هرې مور مسوولیت دی او دا ورته ویاړ ښکاري چې له خپلو اولادونو څخه ښه ساتنه وکړي، نو هېڅکله هم یوې ښځې ته دا خبره مه کوئ چې تاسو به مو له اولادونو سره څومره ستړې کېږئ، ځکه هغوی ستاسو په دې خبرې خپه کېږي.

 

۵. ته یوازې یوه مور یې

مور هغه پرښته ده چې ځان د خپلو اولادونو لپاره قرباني کوي، خپله ډوډۍ نه خوري، خو خپل اولاد مړوي، کله یې چې اولاد ناروغ وي تر سهار خوب نه کوي او د خپل اولاد تر څنګ ویښه ناسته وي، تر هغه وخته چې ټول اولادونه یې د ډوډۍ خوړلو لپاره رانه شي دا ډوډۍ نه خوري، نو هېڅکله د مور نوم، مقام، او مسوولیت ته سپکاوی مه کوئ، ځکه چې په دې کار سره مو مور ډېره خپه او ناهیلې کېږي.

 

۶. ته خو بل هېڅ کار نه کوې، خو ولې ستړې ښکاري؟ 

د پردي کور کارونه او مسوولیت له بل هر کار څخه ستونزمن کار دی، دا مسوولیت هر څوک نه شي تر سره کولای، نو دا خبره هم د ښځو د ناهیلي کېدو لامل کېږي، باید د دغې خبرې له ویلو نه هم ډډه وکړئ.

نو کله مو چې له یوې ښځې سره خبرې کولې که هغه مو مور وه، که خور، که مېرمن او یا مو کوم بل څه وه خپلو خبرو ته مو ډېر پام کوئ، ځکه ستاسو ډېرې کوچنۍ خبرې د دوی د خپګان او ناهیلۍ لامل کېدلای شي.

Related Articles

May 30, 2021
3,392 views

د کتابتون ډالۍ (۲)

لیکنه ـ ریاض مقامزی   له کتابتون ویبسايټ څخه د لیکنو دا لړۍ (د کتابتون ډالۍ) په دې خاطر پیل شوې، چې لوستونکي د ژوند ډېر مهم مسایل په ساده الفاظو کې زده کړي. ددې لړۍ دا لیکنه په یو حکایت سره پیلېږي. وايي، یو هلک د کسب په زده کړې پسې ووت. استاذ ته ی...

Sep 10, 2021
5,269 views

د واده لپاره مناسب عمر کوم دی؟

لېکنه: شکېبا نادري، د واده لپاره مناسب عمر کوم دی؟   د انسان د پیدایښت موخه د الله عبادت او د انساني نسل زیاتوالی دی، د انساني نسل د زیاتوالي یوازینۍ سرچینه واده کول دي. واده کول په هره ټولنه کې په بېلابېلو عمرونو او بېلابېلو رواجونو ترسره کېږي، ځی...

Mar 15, 2024
1,105 views

د یو ریال خوشحالی -سعودی ملیاردر

‏سعودى ملياردر راجحي وايي: زه ډېر غریب وم!د مکتب په سیاحتي چکر کې مې برخه نه شوه اخیستی، که څه هم له یو شاګرد یو ریال اخیستل کېده، کورنۍ ته مې وژړل، خو هیڅ مدرک مې ونه موند، په ټولګي کې مې له چکر یوه ورځ مخکې یو سوال ته سم ځواب ورکړ، استاد یو ریال را...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,296 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,291 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,472 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...