حجره څه شي ته ویل کېږي!؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Dec 18, 2021
4 years ago
5,518 views
حجره څه شي ته ویل کېږي!؟

لیکنه ـ وړانګه اکبر  

پېژندنه: حجره د سایتوپلازم او هستې یوه کتله ده،کومه چې د یوې غشا په واسطه احاطه شوې ده.حجره داسې یو مایکروسکوپیک جوړښت دی چې د ژوندیو موجوداتو جوړښتیز او دندیز واحد ګڼل کېږي.ډېری حجرې شونې ده چې یوازې یوه حجره ولري او یا له یوې څخه زیاتې حجرې ولري.دحجرې په تعریف کې د سایتوپلازم،هستې او حجروي غشا څخه یادونه شوې ده، دا هر یو یې په ترتیب سره درپېژنو: حجروي غشا:یوه بیولوژیکي غشا ده کوم چې د حجرې دنننۍ برخې د حجرې له چار چاپېر څخه بېلوي او په دې توګه حجره او محتویات یې د شاوخوا محیط څخه ژغورل کېږي .حجروي غشا د پلازمایې غشا او د سایتوپلازمیک غشا په نوم هم یادېږي،چې د شحمو له دوه پوړیو څخه جوړه شوې ده،په دې شحمو کې فاسفوليپیډونه او کولېسټرول شامل دي ،همدارنګه دا غشا د پروټینو لرونکې هم ده چې هم پکې integral protien او هم پکې perepheral protien شتون لري.حجروي غشا د موادو د نفوذ وړتیا لري چې د ځینو موادو په وړاندې نیمه نفوذیه وړتیا او د ځینو موادو په وړاندې انتخابي نفوذیه وړتیا لري. سایتوپلازم:د حجرې نیمه اوبلنه برخه ده چې د هستوي غشا څخه بهر او د پلازمایې غشا دننه واقع ده،سایتوپلازم په ایوکاریوټیک حجراتو کې د ټولو ارګانیلونو لرونکی دی. هسته:هسته د یو اورګانیل په توګه د ایوکاریوټیک حجرو داسې یو جوړښت دی چې په بشپړ ډول سره د هستوي غشا په واسطه پوښل شوی دی.هسته اکثراً دحجرې د ارثي موادو لرونکی وي چې دغه ارثي مواد د DNA د مالیکولونو په ډول ځانګړی کېږي. د سایتوپلازم مهمې برخې په لاندې ډول مطلعه کوو: هستچه یا Nucleluus: د ایوکاریوټیک حجراتو په جوړښت کې هستچه یو لوی جوړښت دی.هستچه د سیګنال تولیدوونکو حجراتو په جوړښت کې برخه اخلي ،او په حجره باندې د فشار په وړاندې د یو ځواب ویونکي په توګه دنده ترسره کوي،هغه DNA او RNA چې د نوکلیوټایډونو په واسطه تولیدیږي په هستچه کې ځای پر ځای کېږي. رایبوزومRibosome:لوی مالیکول لرونکي جوړښتونه دي چې په ټولو ژوندیو حجرو کې لیدل کېږي او د بیالوژیکي پروټینونو په جوړښت کې ونډه اخلي.رایبوزوم له دوه برخو څخه جوړ دی یو یې لویsub unit او بل یې کوچنی sub unit دی.هر یو ددې sub units څخه د یو یا زیاتو رایبوزومي RNA او رایبوزومي پروټینونو لرونکی دی.رایبوزومونه او له دې سره تړلې ملیکولونه د ژباړونکې دستګاه په نوم هم یادېږي. اندوپلازمیک ریټیکولم endoplasmic reticulum:د حجرې د اورګانیلونو څخه یو هم ER دی چې دا په دوه ډوله دي rough ER یا دانه لرونکي ERاو بل یې smoth ER یا ښویه ER دی.ER د ایوکاریوټیک حجرو په سایتوپلازم کې ځای لري .د ER غشا د هستوي غشا له بهرني مخ سره وصل ده.ER د وینې په سرو حجرو او spermatosoid کې شتون نلري. ویزیکل Visicle:د حجرې په بیولوژي کې ویزیکل هغه جوړښت دی چې شونې ده چې یا به د حجرې په دننه او یا به یې بهر ته ځای ولري. دا کڅوړه د سایتوپلازم لرونکې ده هماغه سایتوپلازم چې د شحمو د دوه پوړونو په واسطه راچاپېر شوی دی.کڅوړه په طبیعي ډول یا د افراز(exocytosis)،(endocytosis) ،دپلازمایې غشا څخه د موادو د تېرېدو په پایله کې رامنځته کېږي. ګولجي اجسامGolgi apparatus:دغه جوړښتونه د golgi complex په نوم هم یادېږي .دا اورګانیل په ډېری ایوکاریوټیک حجراتو کې شتون لري .دا جوړښت د سایتوپلازم د داخل الغشایي سیسټم یوه برخه ده چې په اصل کې د یو ډول کڅوړو یا cisterna د مجموعې څخه رامنځته شوی دی ،په سایتوپلازم کې د اندوپلازمیک ریټیکولم سره څنګ کې او د هستې سره نږدې ځای لري. مایتوکاندریاMithocondria:دحجرې دانرژۍ زېرمتون دی چې ورته power house of cell وایي.نوموړی اورګانیل په حجره کې داسې رول لوبوي لکه د انسان په بدن کې چې هضمي سیسټم رول لوبوي داسې چې غذایي مواد په کوچنیو ټوټو ویشي او بیا یې غني مالیکولونو لکه د شحمو او خوږو لرونکي مالیکولونه تر څو د انرژۍ په توګه ورڅخه ګټه واخلي. سنټریولونهcenterioles:د حجرې په بیلوژي کې سنټریولونه د حجرې استوانه ای ډوله اورګانیلونه دي چې د اساسي پروټینونو څخه چې ټیوبولین نومېږي ترکیب شوي دي.سنټریلونه په ایوکاریوټیک حجرو کې موندل کېږي خو په ټولو کې نه د بېلګې په ډول ظاهرالبذره نباتات،ډېری فنجي او angeo sperm کې.هر سنټریول له نهه عدده کوچنیو مایکروټیوبولونو څخه جوړ شوی دی. سایټوسکلېټونCytoscleton:یوازې په ایوکاریوټیک حجرو کې د intermediate filament, microfilamen او microtuboul له مجموعې څخه عبارت دی چې د حجرې سکلېټ هم ورته ویل کېږي او د ټولو حجراتو په سایتو پلازم کې لیدل کېږي .نوموړو جوړښتونو د هستوي غشا څخه تر پلازمایې غشا پورې پراخوالی موندلی او په بېلابېلو اورګانېزمونو کې له بېلابېلو پروټینونو څخه جوړ شوی دی. واکیولVacule:واکیول هم د حجرې له اورګانیلونو څخه شمېرل کېږي کوم چې په نباتاتو ،حیواناتو ،پروتستا ،بکټریایي حجرواو فنجي کې ليدل کېږي.واکیول په اصل کې د حجرې په غشا کې یو بند مالیکول دی چې د اوبو په واسطه ډک شوی دی چې په دې اوبو کې اورګانیک او غیر اورګانیک مالیکولونه د انزایمونو او محلولونو په ګډون شتون لري .په هر حال په ځینو پېښو کې واکیول شونې ده چې د یو جامد جسم په بڼه وي  چې په غوپه شې شکل به شتون ولري. سایټوزول Cytosole:سایتوزول ته داخل الحجروي مایع او یا cytoplasmic matrix هم ویل کېږي دا یو ډول مایع ده چې د حجرې په دننه کې پیدا کېږي.دا مایع د غشاوو په واسطه په برخوبرخو وېشل شوې ده .سایټوزول مایع مواد دي چې د حجرې د اورګانیلونو شاوخوا ته پراته دي.په پروکاریوټاوو کې د مېټابولېزم ډېری کېمیاوي غبرګونونه په سایټوزول کې صورت نیسي چې دا د periplasmic ساحې ډېره کمه برخه نیسي دلته موخه د periplasmic ساحې څخه داده: periplasm یو ډول مشتق شوي geal ته ورته مواد دي چې دداخلي سایتوپلازمیکي غشا او د بهرنۍ بکټېریایي غشا تر منځ پرته ده. خو په ایوکاریوټیک حجرو کې څرنګه چې ډېری مېټابولیکي پتوې ګانې په سایټوزول کې صورت نیسي نو له همدې له امله زیات ځای نیسي. سایټوزول د ځینو موادو له ترکیب څخه چې پهېاوبو کې حل دي جوړ شوی دی نو اوبه د سایټوزول په جوړښت کې لویه ونډه لري.په سایټوزول کې چې د ایونونو لکه د پوتاشیم او سوډیم کوم غلظت موجود دی د خارج الحجروي مایعاو له غلظت سره توپیر لري دا توپیر د یو شمېر پروسو لکه osmoregulation، cell signaling او action potential په رامنځته کولو کې رول لري.

Related Articles

May 31, 2021
5,782 views

د وینې فشار

د وينې په واسطه پر رګونو (شيريانونو) باندې وارد شوی فشار د وينې د فشار په نامه يادېږي.  يا: دا هغه فشار دی چې د وينې په واسطه د رګونو په ديوالونو باندې واردېږي. د وینې فشار په دوه ډوله دی: لوړ فشار (systolic blood pressure) سيستوليک د وينې فشار:...

Dec 12, 2020
2,263 views

تاریخ جعلی اشکانی

تاریخ جعلی اشکانی مصطفی عمرزی در سلسله ی جعلیات مجوس، تاریخ اشکانی، خیلی طولانی ست. به اثر تلاش های مغرضانه و بی وقفه، در خلای عُمق تاریخی مجوس، هرچند با تمام نشانه های آشکار میراث فرهنگی، سیاسی و اجتماعی یونانی ها، اما وصله درست کرده اند تا سر آن...

Dec 21, 2020
3,932 views

د معدې د سرطان نخښې او لاملونه

کله چې د معدې پر سطحه سرطاني سلولونه رامنځته شي، دې حالت ته د معدې سرطان (gastric cancer) ويل کېږي. کېدای شي دا حالت پراختيا پيدا کړي او له معدې څخه د بدن نورو برخو لکه، خېټه، هډوکو او ځينو نورو ځايونه ته انتقال شي. تاسو به ددې لیکنې تر پايه ددې نارو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,804 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,158 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,081 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...