To start downloading books

Please sign in or create an account.

په ماشومانو/کشرانو کې د جرأت روزنه

په ماشومانو/کشرانو کې د جرأت روزنه

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

په افغانستان کې اکثره ماشومان له بې جرأتۍ ځورېږي. دوی د نورو په مخ کې له خبرو، ډوډۍ خوړلو، کار کولو او خپل احساس/نظر بیانولو څخه وېره لري. شاید فکر وکړئ، چې دا چاره طبیعي ده؛ خو داسې نه ده. اصلا له ماشومانو سره د کورنیو د مشرانو ناسم چلند/اړیکې ددې سبب کېږي، چې دوی خپل جرأت له لاسه ورکړي. کېدای شي د کورنيو مشران دا چاره عادي وګڼي؛ مګر په حقیقت کې دوی د خپلو ماشومانو/کشرانو ژوند له تباهۍ سره مخ کوي، وړتیا یې ځپي او د هغوی د پرمختګ مخه په بشپړه توګه ډب کوي.  

موږ همدې ستونزې ته په کتو تاسو ته دا لیکنه چمتو کړې ده، ترڅو وکولای شئ خپل ماشومان سم (باجرأته) وروزئ. که همداسې وکړئ، نو د کورنۍ ماشومان/کشران به مو يو ښه راتلونکی ولري.  

ماشومانو ته جرأت ولې مهم دی؟

راځئ تر څه لومړی جرأت وپېژنو. په انسانو کې داسې خصوصیت، چې دوی ته د خبرو، عمل او حق غوښتلو وړتیا ورکوي جرأت بلل کېږي. له بده مرغه په افغاني/پښتني ټولنه کې دې چارې ته د بې ادبۍ/بې احترامۍ په سترګه کتل کېږي؛ خو تاسو د یو لوستي انسان په توګه باید د ماشومانو د حق غوښتلو، خبرو او عمل کولو وړتیا ته له مثبتې زاویې وګورئ. مګر پام مو وي، چې له حده تېری و نه شي.  

بل بحث دا دی، چې جرأت ولې مهم دی؟ په دې برخه کې خورا ډېرې خبرې کېدای شي؛ خو په لنډ ډول به یې ووایم، جرأت په ماشومانو کې د نظر څرګندولو، ځان پوهولو، پرمختګ او حق غوښتلو وړتياوې پیدا کوي. که له ماشوم څخه جرأت واخيستل شي، په دې معنا چې هغه به نظر نه شي څرګندولای، ناپوه به پاتې کېږي، پرمختګ به نه شي کولای او ټول عمر به یې نور خلک حق خوري.  

په ماشومانو کې د جرأت روزنه

ددې لپاره چې ستاسو د کورنۍ ماشومان/کشران زړور اوسي او خپل حق وغوښتلای شي، باید هڅه وکړئ هغوی ته د جرأت ورکولو دا تګلاره عملي کړئ. په دې برخه کې روانپوهان بېلابېلې لارښوونې کوي، چې مهم یې عبارت دي له:  

لومړی| د انتخاب واک ورکړئ!

هڅه وکړئ، خپلو ماشومانو ته د انتخاب حق ورکړئ. مثلا د کالیو په اغوستلو کې یې وپوښتئ چې کومه جوړه اغوندي، که دکان ته یې وړئ او د خوراک لپاره ورته څه اخلئ، نو پرېږدئ چې خپله انتخاب وکړي او ووایي چې څه یې په زړه دي.  

دا چاره په ماشومانو کې زړورتیا پیدا کوي او هغوی پر دې باوري کېږي، چې خبرې/انتخاب یې د ارزښت وړ دي. دا کار په مستقیم او غیر مستقیم ډول ستاسو ماشوم/کشر باجرأته کوي.  

دویم| خبرو ته یې ارزښت ورکړئ!

په اکثرو کورنیو کې چې کله ماشوم/کشر خبرې کوي یا نظر ورکوي، مشران له نورو سره په خبرو بوختېږي. دا عادت ستاسو د ماشوم/کشر جرأت ته لویه منفي ضربه ورکوي.  کله چې ماشومان غږيږي هېڅکله یې بابیزه مه ګنئ، له نورو سره یا په بل کار کې ځان مه مصروفوئ او مخ ترې مه اړوئ. ددې برعکس خبرو ته یې غوږ شئ او ارزښت ورکړئ ترڅو په آينده کې باجرأته اوسي.  

درېيم| مشوره ترې واخلئ!

په کورني ژوند کې حتما ځينې داسې مسایل/موضوعات پېښېږي چې د کورنۍ مشران پرې مشوره کوي. که په همداسې مجلس کې کوم ماشوم/کشر هم موجود وي، د نظر پوښتنه ترې وکړئ. که ددې لپاره یې نه پوښتئ چې مناسب نظر به و نه لري؛ خو ددې لپاره یې حتما وپوښتئ چې جرأت یې ډېر شي.    

څلورم| مه یې رټئ!

مه غږېږه! ته په چیشي پوهېږې! قد ته دې وګوره او خبرو ته دې ګوره او ... هغه الفاظ دي چې په اکثرو کورنیو کې ماشومانو/کشرانو ته کارول کېږي. په حقیقت کې دا لږ الفاظ دي؛ خو منفي تأثیرات یې خورا زیات دي.  د رټنې دا الفاظ په ماشومانو/کشرانو کې د کمترۍ احساس پیدا کوي او دوی فکر کوي، چې رښتيا هم په څه نه پوهېږي. په دې توګه دوی د خبرو/عمل ځواک له لاسه ورکوي. نو که غواړئ ماشومان/کشرانو مو باجرأته اوسي رټل یې پرېږدئ.  

پنځم| ویې ستایئ!

که ستاسو ماشومان ډېرې کوچنۍ لاسته راوړنې هم ولري، عادي یې مه بولئ. ویې ستایئ. مهمه نده چې تاسو دې په مادي لحاظ مکافات ورکړئ. د ستاینې څو الفاظ، یو ګډ انځور اخیستل او نور عادي کارونه هم هغوی ته د خوښۍ احساس او جرأت ورکولای شي. خپل ماشومان وستایئ ترڅو زړورتیا/جرأت یې لاښه او تضمین شي.  

شپږم| ښه یې معرفي کړئ!

دا کم عقل مې زوی/ورور/لور دی/ده، په هېڅ څه نه پوهېږي، ساده دی/ده او په نورو تحقیروونکو الفاظو د خپلو کشرانو/ماشومانو معرفي کول په اکثرو سیمو کې یو دود ګرځېدلای؛ خو دوی پر دې نه پوهېږي، چې په دې خبرو سره د پخپل لاس خپلو ماشومانو ته د ناکامۍ کندې کيندي. که همداسې وکړئ ماشومان به مو کمزوری او بې جرأته لوی شي. که غواړئ ماشومان/کشران مو باجرأته اوسي نو د تکړه دی، هوښیار دی، چالاک دی او په ورته ښو الفاظو یې نورو ته معرفي کړئ. که همداسې وکړئ یو سالم/باجرأته ماشوم به مو روزلی وي.

Related Articles

سیمنټو مصرف ضریبونه

د بیلابیلو ساختماني کارونو لپآره د سیمنټو د مصرف ضریبونه . Cement Consumption Coefficients for Various Construction Worksهغه ساختماني کارونو چې سیمنټ په کې د ودانیز توکي په کاریږي ،د سیمنټو د مقدار او لګښت مالومولو لپاره د سیمنټو ضریب کارول یوه لنډه لاره چې محاسبه کې وکارول شي .په بیلابیلو ودانیزو کارونو کې د سیمنټو ضریب په لاندې ډول ښودل  شوی .1)...

که دا ځانګړنې مو خپلې کړې حتما بریالي کېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی په اراوپوهنه کې د پرمختګ او بریا لپاره فکري بلوغ (Maturity) ډېر اړین بلل کېږي؛ هغوی چې فکري پوخوالي ته ورسېږي، د پرمختګ اوږدې لارې په ډېر کم وخت کې طی کوي. نو که تاسو هم غواړئ بریالی ژوند ولرئ او پخپل ژوند کې چټک پرمختګ وکړئ، نو دا خصوصیات خپل کړئ.    حتما لږې ـ لږې پیسې سپما (ذخیره) کوئ. د شهرت پر ځای پر وړتیاوو باور پيدا...

د سفر پر مهال کوم ټکي باید په پام کې ونيسو؟

سفر د ژوند په اوږدو کې خوندورې خاطرې را پرېږدي. د سفر مهمه ګټه دا ده، چې موږ د نورو سیمو او هېوادونو له خلکو، فرهنګ، او ارزښتونو سره آشنا کوي. خو دا اړینه ده، چې د یوه ښه او محفوظ سفر لپاره باید ځينو ټکو ته پام وکړو. په دې لیکنه کې مو هڅه کړې ده، چې تاسو ته د سفر اړوند ځينې مهمې لارښوونې چمتو کړو.   روغتيايي سپارښاتنې ـ د خوړو په برابرولو او همدار...

Recommended Articles

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي. د انسان په بدن...

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...