آیا د کرونا واکسین رښتیا هم د نارینه وو جنسي وړتيا کمزورې کوي؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Dec 11, 2021
4 years ago
4,140 views
آیا د کرونا واکسین رښتیا هم د نارینه وو جنسي وړتيا کمزورې کوي؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی  

په دې وروستیو کې د کرونا ضد واکسینونو په اړه بېلابېلې اوازې خپروې شوي دي، چې ډېری یې په جنسي اړیکو پورې اړه لري. یو له دې اوازو څخه دا ده، چې ویل کېږي د کرونا ضد واکسین د نارینه وو سپرم کمزوري کوي او دوی له شنډوالي سره مخ کوي.

که په ساده ټکو یې ووایو، نو ادعا شوې ده، چې که څوک د کرونا ضد واکسین وکړي نو اولادونه به یې نه کېږي؛ خو دا چې دا اوازه څومره رښتيا ده او وروستۍ څېړنې کومې پایلې لري، په دې لیکنه کې یې لوستلای شئ.

آیا د کرونا ضد واکسین رښتیا هم د نارینه وو جنسي وړتيا کمزورې کوي؟

که څه هم لا له وړاندې څو څېړنو دا ثابته کړې ده، چې د "کوویډ ۱۹" ضد واکسینونه هېڅکله نارینه نه شنډوي او د نارینه وو سپرمونه نه کمزوري کوي؛ خو د نوو څېړنو پایلې لا ښه او حيرانوونکي دي.

امریکايي څېړونکو په دې اړه تازه پلټنې کړي دي او د نارینه وو سپرمونه یې د mRNA په مرسته د کرونا واکسین له تزریق وړاندې او وروسته کتلي دي. ترلاسه شوو پایلو ښودلې ده، چې د اوازو برعکس د کرونا ضد واکسین د نارینه وو سپرمونه لا پیاوړې کوي او کیفیت یې لوړوي.

په دې څېړنه کې چې د میامي پوهنتون څېړونکو لخوا ترسره شوې، پایلې یې د طبي تخصص په مجله (جاما نيټورک ـ Jama Network) کې خپرې شوې دي. په دې تحقیق کې د "۴۵" تنه هغه نارینه وو د سپرمونو نمونې څېړل شوي دي، چې عمرونه یې د "۱۸" او "۵۰" کلونو ترمنځ وو. دې کسانو د بایونټيک/فایزر او یا مدرنا واکسینونه ترلاسه کړي وو. همدارنګه د سپرم نمونې یې د کرونا واکسین له ترلاسه کولو ۷ یا ۸ ورځې وړاندې او ۷۰ ورځې وروسته له واکسین څخه اخیستل شوي او څېړل شوي دي.

پرته له اتو تنو د نورو د سپرمونو په کیفیت کې هېڅ ډول توپیر نه و راغلی؛ مګر د اتو تنو په سپرمونو کې د اوازو برعکس لا ښه والی لیدل شوی او کیفیت یې تر پخوا څو چنده لوړ شوی و.

آزاده ژباړه

Related Articles

Oct 23, 2021
2,713 views

د چاپلین لنډ ژوندلینک

لیکنه ـ ریاض مقامزی په سینیمايي نړۍ کې چې کله هم د کومیډیکو (خندوونکو) فلمونو او ویډيوګانو خبره کېږي؛ نو ورسره سم د "چاپلین" نوم هم اخیستل کېږي. نوموړی د نړۍ نامتو کوميډين (ټوکمار) و. که څه هم چاپلین په یوې بېوزلې کورنۍ کې پیدا شوی و؛ خو د خپل پیاوړ...

Oct 10, 2023
1,209 views

ودانیو جوړولو لپاره د خاورې د ازمایښتونو ډولونه

د ودانیو جوړولو لپاره د خاورې د ازمایښتونو ډولونه . Types of Soil Tests for Building Constructionد ودانیو جوړولو په کارونو کې  د خاورې د ازمایښتونو ډولونه د خاورې په خواصو پورې اړه لري.د تهداب ډیزاین د ساختماني ساحې د خاورې د ازمایښت د راپور پراساس ت...

Jan 14, 2022
2,133 views

د کوربتوب اصول

لیکنه ـ ریاض مقامزی مېلمه پالنه په افغانانو او په ځانګړې توګه پښتنو کې خورا ارزښتمن عمل ګڼل کېږي. ددې علت دا دی، چې دا چاره زموږ او ستاسو په فرهنګ کې خورا لرغونې ريښه لري او د اسلام له راتګ سره مېلمه پالنې لا ډېر اهمیت پیدا کړ. دا ځکه چې ريښې یې دو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,792 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,154 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,073 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...