د غوره سلفي اخیستو لپاره باید څه وکړو؟

i
imranghani
Author
Dec 10, 2021
4 years ago
1,915 views
د غوره سلفي اخیستو لپاره باید څه وکړو؟

لیکنه: شکېبا نادري، د غوره سلفي اخیستلو لپاره باید څه وکړو؟

 

په اوس مهال کې د ټولو انسانانو که هغه هلکان وي، که نجونې او یا مشران عکسونه اخیستل یې خوښېږي، خو دا څرګنده خبره ده چې د مشرانو په پرتله د ځوانانو علاقه له سلفي اخیستلو سره څو برابره زیاته ده، ځوانان که هغه نجونې وي او که هلکان، غواړي د خپل هر حالت انځورونه واخلي او خواږه یادونه ترې پاتې شي.

که تاسو هم غواړئ ښایسته او زړه راښکونکې سلفي واخلئ، نو زموږ دا لیکنه تر پایه ولولئ او یادې کړنې پلې کړئ!

 

۱. روښنایي

د سلفي لپاره مناسبه روښنایي تر ټولو اړین توکی دی، کله مو چې غوښتل سلفي واخلئ، په داسې ځای کې یې واخلئ، چې مناسبه روښنایي پکې وي په تیاره او سیوري کې هېڅکله سلفي سمه نه راځي. 

۲. رښتنې خندا

د سلفي لپاره تر ټولو اړین توکی رښتنې خندا ده، خندا د هر عکس د ښکلا لامل کېږي، خو په دې شرط چې رښتنې وي، مصنوعي او دروغجنه خندا زموږ سلفي ته ښکلا نه شي وربښلی برعکس، زموږ د انځور ښکلا له منځه وړي.

۳. ډېره سلفي واخلئ!

که غواړئ چې غوره سلفي واخلئ، نو باید ډېره یې واخلئ د ډېرو سلفیانو په اخیستلو یو انځور تر بل جذاب راځي، غوره یې وټاکئ او ناسم یې لرې کړئ.

۴. مناسبه زاویه

د غوره سلفي اخیستونکي یوه ځانګړنه دا ده، چې باید د سلفي اخیستلو پر مهال مناسبه زاویه په نظر کې ونیسي او له همغې ځای او لوري څخه انځورونه واخلي، لکه د سلفي اخیستلو پر مهال باید موبایل ډېر ښکته ونه نیول شي، ځکه ښکته نیول د سلفي د خرابوالي لامل کېږي او انځورونه خراب راځي.

۵. انځور مه اېډیټ کوئ!

دا سمه ده چې د ځینو فلټرونو او سټېکرو کارول ښه ښکاري، خو د انځور له حده ډېر اېډیټول د انسان طبیعي ښایست له منځه وړي او سلفي یې خرابوي. 

۶. له تکراري اکټونو لرېوالی وکړئ!

 که غواړئ چې ښایسته سلفي واخلئ، نو له تکراري اکټونو ځان لرې وساتئ، هڅه مه کوئ چې د اریانا سعید په څېر خپلې شونډې ونیسئ او یا د اجمل حقیقي په څېر یوه پښه پورته او بله ښکته کړئ او انځور واخلئ، تکراري اکټونه مو د سلفي جذابیت له منځه وړي.

۷. کمره مو مخ ته ډېره مه نږدې کوئ!

د سلفي اخیستلو پر مهال هڅه وکړئ، کمره مو له مخ څخه لرې ونیسئ، ځکه د کمرې د نږدېوالي په صورت کې ستاسو مخ لوی او خراب راځي.

کېدای شي د دې تر څنګ د سلفي د اخیستلو نور تخنیکونه هم شته وي، خو د یادو ټکو په ترسره کولو سره هم کولای شو غوره سلفي واخلو.

Related Articles

Nov 05, 2023
1,584 views

د پلستر مشخصات

د پلستر مشخصات (Specification of plastering)پلستر د ودانې اونورو ساختماني کارونو یوه مهمه برخه ده او د ودانې په ښکلا کې مهم رول لوبوي، نو کله چې یو څوک له کوم قراردادکوونکي سره د پلستر کولو تړون کوي نواړینه بلل کیږي د هغې لپاره یو شمیر مشخصات او ځانک...

Dec 30, 2020
3,582 views

هغه نزاکتونه چې بايد پاملرنه ورته وکړو!

لیکنه ـ ریاض مقامزی ټولنيز ژوند له قوانيتو او محدودیتونو خالي نه دی. موږ او تاسو ټول حتماً په یوه ټولنه کې ژوند کوو، نو معلومه ده، چې له نورو وګړو سره به اړيکې او خپلوۍ پالو. همدارنګه له خپلو کورنيو، ملګرو، کلیوالو، ټولګيوالو، همکارانو او ګڼو نورو خ...

Jul 29, 2020
5,782 views

د وېښتانو تویدلو ۶ اصلي لاملونه؟

کله چې ګومنځ له وېښتانو ډکه وګورئ حتما حیران او مایوسه کېږئ چې ولې؟ جام جم ورځپاڼې لېکلي، د ویښتانو تویدل یو له هغو ستونزو څخه ده چې بېلابېل لاملونه لرلی شي، دلته مو د وېښتانو تویدلو مهمو لاملونو څخه یادونه کړې ده: هورموني بدلونونه: ښځې ممکن له امی...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,775 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,147 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,059 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...