د سټاين بیک لنډ ژوندلیک

R
Riaz Muqamzai
Author
Dec 06, 2021
4 years ago
2,049 views
د سټاين بیک لنډ ژوندلیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

د امریکا د هغو لیکوالو له ډلې چې د نوبل جایزه یې ګټلې ده، یو هم "سټاين بیک" دی. که څه هم امریکايي کره کتونکي خورا سخت پرنسپونه او اصول لري؛ خو نوموړی ددوی د سختو پرنسپونو له دایرې  وتلی دی او د امریکايي لیکوالو د پنځو لویو ستورو په منځ کې یې ځای خپل کړی دی. موږ په دې لیکنه کې د نوموړي پر ژوند او فن لنډې خبرې لرو.

سټاين بیک څوک دی؟

ددې ستر امریکايي لیکوال بشپړ نوم جان سټاين بیک "John Steinbeck" دی. بیک په "۱۹۰۲ز" کال کې د امریکا، کلیفورنیا ایالت په سالیناس سیمه کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستلې. دا چې کورنۍ يې بېوزله وه؛ نو بیک په ځوانۍ کې شاقه کارونه هم کړي دي. خو بیا هم وتوانېد چې پوهنتون ولولي. سرايواني، بزګري، خبریالي او ځينې نور کارونه دي، چې نوموړي په ځوانۍ کې ترسره کول. خو دې سختو کارونو او ژوند نوموړی هېڅکله ناهیلی نه کړ، تر دې چې "۱۷" جایزې او مډالونه یې وګټلې. همدارنګه په ۶۰ کلنۍ کې یې د نوبل ارزښتناکه جایزه هم ترلاسه کړه.

د ادب ډګر ته هم مستقیما نه دی راغلی. لومړی د ژورنالېزم او بیا د ادب دایرې ته داخل شو.  لومړی یې څو کیسې او داستانونه خپاره کړي وو؛ خو شهرت یې هله پیدا کړ، کله چې یې د "تورتیلافلېټ ښار مېنه" رومان خپور کړ. دا اثر یې دومره مشهور شو، چې یو فلم پرې جوړ او خپور شو. خو خبره په دې ځای نه ختمېږي، له دې وروسته دا فلم د غوره فلمونو په ډله کې هم راغی. همداسې له نورو داستانونو یې هم فلمونه جوړ شول.  د مشهورو آثارو په ډله کې یې د مرغلره، ډوبه شوې سپوږمۍ، شکمنه جګړه، د غوسې وږې، په زړه پورې پنجشنبه او ... ځينې نور د یادولو وړ دي.

سټاين بیک له ګڼو ګټورو ادبي فعالیتونو او لاسته راوړنو وروسته په "۱۹۶۸ز" کال کې ومړ.

د سټاين بیک غوره ویناوې

  • د خپل کوښښ او تلاش مریدان شئ، نه د امید او هيلو.
  • جګړه د انسان د ناکامۍ نښه ده.
  • انسان یوازینی ژوی دی، چې په خپله ځان ته دام ږدي.
  • زړښت په کال نه دی، په حال دی.
  • کله چې له ستونزو سره لاس او ګرېوان وې او یا اړ وې، نو د مرستې لپاره بېوزلو خلکو ته ورځه. یوازې دوی دي چې تاسره کومک وکړي.
  • هېڅوک هم نصیحت نه خوښوي، یوازې همکاري غواړي.

Related Articles

Nov 05, 2023
1,358 views

پلسترکاری کې مهمې نقطې

په پلسترکاری کې مهمې نقطېليکنه: انجنير عبدالظهور الفت۱_  د پلستر کاری لپاره عمومي ډول۳۰۰ مارک مصالحه کارول کيږي چې نسبتونه يې ۱:۴ دي.۲_ هغه ريګ چې په پلستر کې کارول کيږي بايد په کافي اندازه ميده وي.۳_ د پلستر په ريګ کې بايد د خاورو سلنه له ۵ څخه کمه...

Mar 27, 2021
4,049 views

کمال خان څوک و؟

  لیکنه ـ ریاض مقامزی په دې وروستيو کې د کمال خان بند جوړېدو د ګڼو افغانانو په څېرو کې د خوښۍ مسکا راوسته. ددې بند په جوړېدو سره به نیمروز ولایت په اقتصادي او ټولنيز لحاظ لاپرمختګ وکړي. همدارنګه ګڼې دښتې به یې ښېرازې او تیارې خونې به یې رڼا شي. خو...

Apr 18, 2023
1,136 views

آزربایجان هیواد سکالرشیپونه

د آزربایجان هیواد ٢٠٢٣ کال لپاره سکالرشیپونه. د سکالرشیپ په اړه معلومات نړیوال زده کونکي غواړي چې په آذربایجان کې د هرې درجې کچې لوړې زده کړې تعقیب کړي کولی شي د خزر پوهنتون د وړتیا پراساس بورسونو لپاره غوښتنه وکړي. دا بورسونه د خزر پوهنتون لخوا د 2...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,804 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,158 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,081 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...