د نړۍ تر ټولو لوی مار چېرته لیدلی شوی دی؟

i
imranghani
Author
Dec 02, 2021
4 years ago
8,749 views
د نړۍ تر ټولو لوی مار چېرته لیدلی شوی دی؟

لیکنه: شکېبا نادري، د نړۍ تر ټولو لوی مار چېرته لیدل شوی دی؟

 

موږ ټول پر دې پوهېږو چې دوه ډوله حیوانات شته دي، چې یو یې وحشي او بل یې اهلي حیوانات دي.

 ډېری خلک له حیواناتو سره مینه لري او په کورونو کې یې ساتي لکه پیشو، روزل شوي سپي او بېلابېل الوتونکي چې دې ته اهلي حیوانات وایي، خو برعکس وحشي حیوانات هغه دي، چې انسانان نه شي کولای ورته نږدې شي، ځکه خوري یې.

د نړۍ په هره برخه کې ډول ډول حیوانات شته دي.

 موږ په نننۍ لیکنې کې د نړۍ تر ټولو خطرناک او لوی مار په اړه تاسو ته معلومات درکوو، که غواړئ د دې حیرانونکو معلوماتو څخه ځان خبر کړئ، زموږ دا لیکنه تر پایه ولولئ!

د نړۍ تر ټولو اوږد او لوی مار د شمالي او جنوبي امریکا د امازون په ځنګلونو کې شته دی، چې اناکونډای نومېږي، د دغه مار اوږدوالی کابو ۱۳۴فوټه دی، او ۲۰۶۷کیلو ګرامه وزن لري، دغه مار تر اوس مهاله پورې ۲۵۷ انسانان او ۲۳۲۵ژوي خوړلي دي، دا مار د نړۍ له لویو او ډېر وزن لرونکو مارانو څخه دی او د نړۍ په کچه وروسته له پیټون څخه دویم اوږد مار دی. 

دا مار د سویلي امریکا د بوا په کورنۍ پورې اړه لري او د ډېر وزن لرونکو مارانو له ډلې څخه دی.

کېدلای شي د پیڼون اوږدوالی له اناکونډای څخه اوږد وي، خو د ډبل والي له اړخه اناکونډای د پیټون څخه دوه برابره ډبل دی، د څېړنو له مخې داسې ویل کېږي چې په مناسب ځای او هوا کې اناکونډای کولای شي تر ۸.۸مېټره اوږد شي او  ۲۲۷کیلو ګرامه یې وزن ډېر شي، دغه ماران ډېری په ژېړ رنګ چې خړ رنګه ټاپې لري پیدا کېږي، څېړونکو ویلي چې دغه ماران ډېر د امازون ځنګل په تودو سیمو کې پیدا کېږي، د دغه مار په اړه تر ټولو جالبه خبره دا ده چې دا د هغو لویو مارانو له ډلې  څخه یوازینی ډول دی، چې کولای شي نور ماران وزیږوي، دغه مار کوم څه نه شي لیدلای، یعنې ړوند دی، د دغه مار ډبل والي دومره دی چې که له انسان څخه تاو شي، په انسان به دومره فشار ورشي چې په څو شېبو که به خپل ژوند له لاسه ورکړي او مړ به شي. 

اناکونډای درې ډولونه لري، شنه اناکونډای ماران، ژېړ اناکونډای  ماران او خالرونکي اناکونډای ماران.

د دغو مارانو خوراک ګوزې، الوتونکي، سوسماران او ان پړانګان هم دي.

دا ډول ماران لیدلای نه شي، خو د خپلې پیاوړتیا په واسطه خپل ښکار نیسي او په بشپړه توګه یې په ډېرې چټکۍ سره خوري او وروسته له هغه په اونیو او ځینې وخت په میاشتو هم کولای شي پرته له خوراک څخه خپل ژوند ته دوام ورکړي، دا هغه ماران دي، چې په هر ځل هګیو اچولو کې په لسګونو اناکونډای زېږوي، چې د هر نوي زېږېدلي مار اوږدوالی تر ۶۰سانټي مېټرو پورې رسېږي، دغه ماران د همغې  زېږېدو پر مهال د لامبو وهلو او ښکار کولو پیاوړتیا لري او داسې ویل شوي چې دا ماران تر لسو کلونو پورې ژوند کولای شي، دا ماران تر ټولو ډېر خطرناک او پیاوړي ماران دي.

Related Articles

Jun 04, 2021
4,559 views

د سروزرو (طلايي) معبد پېژنئ؟

د سروزرو معبد (طلایي معبد) چې په (Golden Temple) سره مشهور دی د هند د پنجاب په امرتسر کې چې زموږ د هیواد ځینې خلک یې امبرسر بولي د سیکانو ستره ګورودواره ده، چې دوی یې د (دربار صاحب) په نامه هم یادوي. ددې معبد بنسټ د سیکانو د څلورم ګورو او لارښود (ګو...

Nov 27, 2021
4,161 views

کتاب څنګه ولیکو؟

لیکنه: شکېبا نادري، څنګه کتاب ولیکم؟   لیکل داسې یو بهیر دی چې وخت، مطالعه او علاقه ورسره ونه لرې، نو د دې کړنې ترسره کول به درته په یوې ستونزمنې کړنې بدل شي، ان په ځینو حالاتو کې کېدای شي په ماغزو کې مو ډېرې موضوع ګانې وي، خو د دې لپاره چې له لیکل...

Sep 10, 2021
2,916 views

د "لیک لوست" زده کړې نړېواله ورځ

لیکنه ـ ریاض مقامزی  په نړۍ کې مختلفې ورځې ددې لپاره نمانځل کېږي، چې په یادو برخو کې د لاسته راوړنو یادونه وشي او هم یې د ننګونو او ستونزو په اړه غور وشي. د سواد نړېواله ورځ هم هر کال په ياده برخه کې د پرمختګونو او ننګونو په اړه د فکر لپاره نمانځل ک...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,810 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,159 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,089 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...